جنوبي افریقا هم له افغانستان کریکټ سره د بایکاټ غوښتنه کړې
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبهد جنوبي افریقا د سپورټ وزير، ګايټن مک کېنزي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې «له اخلاقي لحاظه» احساس کوي چې له یوې لوبې سره د بایکاټ له غږه «ملاتړ وکړي،» ځکه چې د طالبانو حکومت د ښځو پر سپورټ ممنوعیت لګولی او د افغانستان د ښځو د کریکټ ملي ټيم ېې منحل کړی.
مک کينزي په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «دا د سپورټ د وزير په توګه په ما پورې اړه نه لري چې وروستی تصمیم ونیسم چې آيا جنوبي افریقا دې له افغانستان سره لوبو ته دوام ورکړي او که نه. که دا زما تصمیم وای، په هغه صورت کې به داسې څه نه پېښېدل.»
د جنوبي افریقا دغه وزیر زیاته کړې: «زما له پاره په يوه داسې نژاد پورې د تړلي نارينه په توګه چې د اپارتاید په دوران کې ورته په سپورټي فرصتونو کې د مساوي ګډون اجازه نه ورکول کېده، دا به دوه مخي او له غیراخلاقي وي چې له هغه ورته چلند څخه سترګې پټي کړي چې نن ورځ د نړۍ په يوه بله برخه کې له ښځو سره کيږي.»
د کریکټ جمپين ټرافي ټورنمنټ چې افغانستان هم پکې شامل دی، راتلونکې میاشت په پاکستان کې ترسره کيږي.
د مهالویش له مخې پروتیاس یا د جنوبي افریقا د کریکټ ملي ټيم په اې ګروپ کې د فبروري په ۲۱مه له افغانستان سره لوبه کوي چې په کراچۍ کې به ترسره کيږي.
انګلستان هم افغانستان سره د فبروري پر ۲۱مه نيټه د خپلې لوبې د بایکاټ غوښتنه وکړه. د انګلستان څه باندې ۱۶۰ سیاستوالو د دوشنبې په ورځ دغه غوښتنه مطرح کړه.
مک کينزي وويل چې د هغه په آند د کریکټ نړېواله شورا هم په دې هکله خپل مسئولیتونو ته پام نه کوي.
هغه د سریلانکا د کريکټ یادونه وکړه چې د کریکټ نړېوالې شورا د حکومتي مداخلې په دلیل، د ۲۰۲۳م کال له نوامبره د ۲۰۲۴م کال تر جنوري پورې په تعلیق حالت کې راوست، اما د افغانستان په هکله يې څه نه دي کړي.
مک کينزي وويل: «د افغانستان قضيې په تړاو داسې کوم څه نه دي شوي، دا د سپورټ په اداره کې د سیاسي مداخلې موجودیت ښيي چې د نه منلو دي.»
د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر زیاته کړه: «د جنوبي افریقا کریکټ، د نورو هېوادونو فدراسینونونه او د کریکټ نړيواله شورا به هرومرو د هغه پېغام په اړه دقيق فکر کوي چې د کرېکټ ورزش غواړي نړۍ او په ځانګړي توګه د ښځو سپورت ته یې ورسوي.«
مک کينزې دغه راز ټينګار وکړ: «زه هيله لرم چې د ملاتړکونکو، لوبغاړو او ادراو په ګډوڼ په کريکټ کې ټول دخيل وجدانونه د افغانستان ښځو سره د پيوستون له پاره په کلک عزم ودريږي.»