1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي کوريا: اپوزيسيون د ولسمشر د استيضاح طرحه وړاندې کړې

بريښنا صابر | فرانس پريس، د آلمان خبري آژانس، رويترز
۱۴۰۳ آذر ۱۴, چهارشنبه

د جنوبي کوريا په پارلمان کې ګوندونو تر هغه وروسته د ولسمشر، د استيضاح مصوبه وړاندې کړې چې نوموړي په ناڅاپي توګه پوځي حکومت اعلان کړی وو. دغه پوځي حکومت چې ډېر ژر بيرته لغوه اعلان شو، ديپلوماتيکي او مالي پایلې هم درلودلې.

په سيول کې خلک سړکونو ته راوتلي او د ولسمشر له واکه د ګوښه کيدو غوښتنه کوي.
د جنوبي کوريا په پارلمان کې ګوندونو د ولسمشر يون سوک يول، د استيضاح مصوبه وړاندې کړېانځور: Lee Jin-man/AP/dpa/picture alliance

په جنوبي کوريا کې د اپوزيسيون شپږ ګوندونو د چهار شنبې په ورځ يوه مصوبه وړاندې کړې، څو ولسمشر يون سوک يول، په هېواد کې د مارشل لا يا پوځي حکومت د اعلانولو د پريکړي له کبله استيضاح شي. 

یون سوک يول، د سې شنبې په ماښام د يوې تلویزيوني وينا په ترڅ کې په هيواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او تور یې ولګاوه چې «دولت ضد» عناصر د هغه د حکومت په لاره کې خنډونه جوړوي او دا چې له شمالي کوريا سره خواخوږي لري.

خو نوموړی څو ساعته وروسته هغه وخت له پريکړې پرشا شو چې د اپوزيسيون د پارلمان غړي له پوليسو او پوځيانو سره تر لاس او ګريوان کیدو وروسته ملي پارلمان ته په ننوتلو وتوانيدل او د رايو په اکثريت سره یې د هغه دغه پريکړه رد کړه.

مارشل لا يا د جګړې د وخت قوانين په رسمي توګه د سيمې پر وخت د سهار پر څلور نيمو بجو د کابينې د يوې غونډې په ترڅ کې بیرته لغوه شول، خو سهار موده بيا د ولسمشر يول، د استعفا غوښتنې زور واخيست.

اپوزيسيون څه وويل؟

د اپوزيسيون د شپږو ګوندونو استازو چې ستر ګوند يعني ديموکراتيګ ګوند هم پکې شامل دی، په ژوندۍ بڼه نشريدونکې مطبوعاتي غونډه کې وويل: «موږ په بيړه چمتو کړل شوې د استيضاح مصوبه وړاندې کړې ده.»

زياته شوې چې په دې اړه به رايه اچونه ښايي د جمعې په ورځ ترسره شي.

دیموکراتیک ګوند دا هم وويل، په پام کې ده چې د يون سوک يول، هغه د وزيرانو او «مهمو پوځي او د پوليسو ښکيلو کسانو پر وړاندې «د بغاوت تورونه» هم ولګول شي لکه د پوځي حکومت پر قوماندان او د پوليسو پر مشر.»

د يون سوک يول، د خپل خلکو د ځواک ګوند (پي پي پي) مشر هم له ګوند څخه د نوموړي د ايستلو او د دفاع د وزير په ګډون د ټولې کابينې د استعفا غوښتنه کړې ده.

د پارلمان د چارواکو په حواله د برحاله حکومتي ګوند ۱۸ غړي د پارلمان په هغه ۱۹۰ کسانو کې شامل ول چې بيګا شپه یې د پوځي حکومت د جوړولو د پريکړې په مخالفت کې خپله رايه کارولې وه.

يون سوک یول، تر اوسه نه دی راڅرګند شوی او خپل دريځ یې نه دی روښانه کړی، خو د چوسون البو په نوم يوې سيمه ایزې ورځپانې د نوموړي د ګوند د سرچينو په حواله ويلي دي چې د هغه مشاورينو او سيکترانو ولسمشر ته د ګوښه کيدو مشوره ورکړې ده.

له هېواده دباندې غبرګونونه څه ول؟

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، د پوځي حکومت د اعلان د پريکړې د لغوه کولو هرکلی کړی دی او ويلي یې دي چې دی تمه لري چې «د نظر سياسي اختلافات په سوله ایزه توګه او د قانون تر حاکميت لاندې حل کړل شي.»

په جنوبي کوريا کې کابو ۳۰ زره امريکايي عسکر ميشت دي څو په اتومي وسلو سمبال ګاونډي شمالي کوريا پر وړاندي د دغه هيواد محافظت وکړي چې د سيول حکومت ورسره اوس هم په تخنيکي توګه په جګړه کې دی.

د جنوبي کوريا يونهاپ خبري آژانس د چهار شنبې په ورځ رپوت ورکړی دی چې سيول او واشنګټن دفاعي خبرې اترې او ګډ پوځي تمرينونه چې د روانې اونۍ له پاره پلان شوي ول، ځنډولي دي.  

يونهاپ د ديپلوماتيکي سرچينو له قوله خبر ورکړی دی چې د سويډن لومړي وزير اولف کرسترسون، هم جنوبي کوريا ته خپل پلان شوی سفر ځندولی دی.

د بازارونو غبرګون څه وو؟

په دې منځ کې د جنوبي کوريا د مالیې وزارت د شپې له خوا د ترسره شوې سياسي ډرامې له کبله د رسېدلي اقتصادي زيان سره په مبارزه بوخت دی چې د ډالر په مقابل کې د وون [جنوبي کوريا پولي واحد] د ټيټېدو شاهد وو.

د مالیې د وزير چوی سانګ – موک او کوريا د بانک مشر ري چانګ – يونګ، تر بیړنۍ ليدنې کتنې وروسته حکومت د يوې علامیې په خبرولو سره ټينګار وکړ: «ټول مالي، د بهرنيو اسعارو د تبادلې بازارونه او همدا راز د ونډو بازارونه به په نورماله توګه فعال وي.»

آيا پوځ به له کومو پايلو سره مخامخ شي؟

د جنوبي کوريا د پارلمان مشر پر پوځ او پوليسو پارلمان ته په داخليدو بندیز لګولی دی او ژمنه یې کړې ده چې پوځ به د مارشل لا يا جګړې د قوانينو د شپږو ساعتونو په موده کې د اوښتي هر ډول «فزيکي زيان او غير قانوني فعاليت» له پاره په «قانوني توګه مسئول» وبلل شي.

د جنوبي کوريا د نشرياتي ادارې ام بي سي، په حواله نوموړي ويلي دي چې کابو ۲۳۰ په وسله سمبال عسکر د څرخي الوتکو په واسطه د پارلمان ودانۍ ته په داخليدو توانیدلي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب