1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

د سویلي کوریا ولسمشر له ولس څخه بخښنه وغوښته

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۱۷, شنبه

د شنبې په ورځ د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، د پوځي حکومت د تحمیلولو هڅې له کبله له خلکو بخښنه وغوښته. یون دغه بخښنه په پارلمان کې د ده د استیضاح په اړه د رایې اچونې له پیلیدو یو ساعت مخکې غوښتې ده.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول
یون دغه بخښنه په پارلمان کې د ده د استیضاح په اړه د رایې اچونې له پیلیدو یو ساعت مخکې غوښتې ده.انځور: South Korean Presidential Office/Yonhap/AP/picture alliance

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، د شنبې (د دسمبر میاشتې ۷ نیټه) په ورځ د پوځي حکومت اعلانولو له کبله د خپل هیواد له خلکو څخه بخښنه وغوښته.

نوموړي په خپله وینا کې چې په ژوندۍ بڼه پر تلویزون خپریدله ژمنه وکړه چې د ده تر مشرۍ لاندې به بیا دې ته ورته اقدامات ترسره نه شي.

د سویلي کوریا ولسمشر په دې اړه وویل: «زه د زړه له کومي له هغو اتباعو څخه چې په شوک کې ول، بخښنه غواړم. اجازه را کړئ چې په څرګند ډول ووایم: نور به هیڅ کله د پوځي حکومت په څیر کوم شی نافذ نه شي.»

یون په همدې حال کې اعلان وکړ چې د خپل دې اقدام «قانوني او سیاسي مسئولیت» مني او پر خپل مقام د پاتې کیدو پریکړه خپل ګوند ته پریږدي.

د استیضاح په اړه د پارلمان رایه اچونه

د سویلي کوریا ولسمشر له خپلې دندې استعفا ونه کړه. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده نن د شنبې (د دسمبر میاشتې ۷ نیټه) په ورځ به د دغه هیواد په پارلمان کې د نوموړي د استیضاح په هکله رایه اچونه ترسره شي.

په سویلي کوریا کې د ولسمشر له خوا د پوځي حکومت اعلانولو پریکړې پر ضد پراخې مظاهرې وشوېانځور: Chris Jung/NurPhoto/picture alliance

د سویلي کوریا اپوزیسیون لادمخه پارلمان ته د ولسمشر داستیضاح په هکله خپله عریضه وړاندې کړې وه. 

لي جایه میونګ، چې د سویلي کوریا د اپوزیسیون ګوند یو له مهمو مشرانو څخه دی وویل چې خپل ټول توان به په کار واچوي، څو د یون سوک یول د جمهوري ریاست دوره پای ته ورسوي، ځکه حتی د هغه «سیاسي موجودیت» د هیواد له پاره د یوه «خطر» په توګه مطرح دی. داسې معلومیږي چې ګوند یې هم نور د یون سوک یول، ملاتړ نه کوي.

د حاکم ګوند رهبر: د ولسمشر استعفا حتمي ده

په همدې منځ کې جنوبي کوریا د حاکم ګوند مشر هان دونګ هون، اعلان وکړ چې ولسمشر «نور په داسې یو موقف کې نه دی چې خپل عمومي وظایف ترسره کړي او د هغه استعفا حتمي ده.»

هان د جمعې (د دسمبر ۶ نیټه) په ورځ ویلي وو چې یون «د هیواد له پاره خطرناک دی او باید له واکه لیري شي.»

د سویلي کوریا ولسمشر د دولت د بودیجې پر سر اختلافاتو را پورته کیدو په دلیل د سه شنبې (د دسمبر ۳ نیټه) په ورځ په غیر منتظره ډول پوځي حکومت اعلان کړی و.

نوموړي د دې پریکړې پر ضد له څو ساعته سیاسي مقاومت وروسته، بیرته پوځي حکومت لغوه کړ.

د سویلي کوریا د امنیتي چارواکو په وینا، د یون د بیا ځلي استیضاح په اړه وړاندوینه کیږي چې د لسګونو زره کسانو په ګډون به د دغه هیواد په پلازمېنه سئول کې مظاهرې وشي.

داسې سرویسونه چې چلوونکی نه لري!

02:23

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب