جنوبي کوریا: د ځنکله په شدیده اورلګېدنه کې ۲۴ کسان مړه شوي
۱۴۰۴ فروردین ۶, چهارشنبه
د جنوبي کوریا موقت ولسمشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې اورلګېدنه په مختلفو برخو کې رامنځ ته شوې چې «د نه وړاندوینې وړ زیانونه» یې اړولي دي.
هان دوک سو، وویل: «ځنګلي اور د پنځه پرله پسې ورځو راهيسي بل دی... چې د نه وړاندوينې وړ زیان یې اړولی دی.» دوک سو، د ناورین او بېړني خوندیتوب په یوه غونډه کې ووېل: «اور د مخکنې تمې او اوسنۍ وړاندوینې ورهاخوا د پراخېدو په حال کې دی.»
په جنوبي کوریا کې دغه اورلګېدنې چې نن یې پنځمه ورځ ده، د تېرې اوونۍ په پای (شنبه او یکشنبه) د دغه هېواد په جنوب شرقي علاقه کې پيل شوې. اور په څه باندې لسو برخو کې بل شو چې له کبله ېې ۲۹زره ځايي اوسیدونکي ته د فوري وتلو امر شوی دی.
د جنوبي کوریا د کورنیو چارو وزارت د اورلګیدنې ساحه ۱۷۳۹۸ هکتاره ښودلې ده.
ورته نور ولولئ: جنوبي کوريا؛ د الوتکې حادثه کې نژدې ټوله سپرلۍ مړه شوې
چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې تېره شپه په یو شمیر هستوګنځایونو او په یو زوړ معبد کې له شدیدو اورلمبو سره د مړو شمېر ۲۴ ته پورته شوی دی. تر دې مخکې د مړو شمېر ۱۹ ښودل شوی وو، چې په هغو کې ۱۸ کسان په ځنګلي اورلګېدنو کې مړه شوي او یو د اور وژنې یوې الوتکې پيلوټ دی چې په یوه غرنۍ علاقه کې یې د الوتکې د لوېدو له کبله خپل ژوند بایللی دی.
د فرانسې خبري آژانس لیکي چې د هاهو قبیلې اړوند دغه زوړ معبد چې د یونسکو سازمان د لرغونو مېراثونو په نوملړ کې هم شامل دی، یوه سیاحتي جاذبه ده.
حکومت په سیمه کې د تر ټولو لوړ بحراني وضعیت اعلان کړی او ويلي ېې دی چې د سیمې له زندانونو څخه ېې په زرونو بندیان وښکلي دي.
د جنوبي کوریا د اندونګ علاقې یوه ۷۹ کلن اوسیدونکي، کوان سو هان، یاد آژانس ته وویل چې د تخلیې له امر سره سم ېې ځان راويست. هغه وویل: «اور د غره له خوا راغی او زما کور ته راورسېد. له نورو خلکو خبر نه یم، ما ایله خپل ځان راويست.»
حکومت په زرونو اوروژنکو استخدام کړي، خو چټک باد چې سرعت یې په یوه ثانیه کې ۲۵ متره ښودل شوی، د دوی کار سخت کړی دی.