1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فضايي سفر له پاره د دوو میليارډرانو سيالي

۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبه

د امازون مالک جف بزوس د جولای په ۲۰مه او بریتانوی ميليارډر، ریچارد برانسون د جولای په ۱۱مه فضا ته ځي. دغه دوه ميليارډران غواړي چې فضا ته د سیاحتي سفرونو شرایط د عادي خلکو له پاره ممکن کړي.

Richard Branson und sein Team
ريچارد برنسون (له ښي خوا دریم) د خپل فضايي پرواز ټيم سرهانځور: Virgin Galactic/dpa/picture alliance

د نړۍ تر ټولو بډای شخص او د امازون شرکت مالک، جف بزوس د جولای مياشتې په ۲۰مه په فضا کې د امازون شرکت سفينې «بلو اوریجین» ته سفر کوي. له بزوس سره د هغه ورور او ۸۲ کلن پيلوټ، والی فانک هم ملګري دي.

د دغه پرواز یوه بله چوکۍ مزايدې ته وړاندې شوې چې پر یوه شخص باندې په ۲۸ ميلیونه ډالره پلورل شوې، خو د دغه شخص نوم تر اوسه افشا شوی نه دی.

خو بریتانوي میليارډر، ریچارد برنسون خپل پرواز ۹ ورځې وړاندې تنظیم کړی دی. هغه په «یونيټي ۲ فضايي سفينه» کې فضا ته سفر کوي. دغه فضايي بیړۍ د هغه د شرکت «ويرجین ګالاکتيک» اړوند ده.

د برنسون سفینه به د جولای په ۱۱مه په هغه صورت کې چې هوا د پرواز له پاره مساعده وي او کومه تخنیکي ستونزه هم رامخته نه شي، فضا ته وتوغول شي.

په دې حساب، که هر څه د پلان مطابق مخته ولاړ شي، نو برانسون به له جف بزوس څخه مخکې فضا ته ورسيږي.

د جف بزوس اړوند شرکت، بلو اوريجين، په مې میاشت کې اعلان وکړ چې فضايي بيړۍ يې د جولای میاشتې په ۲۰ د «نیوشپارډ» توغندي په ذریعه فضا ته توغول کیږي.

د بلو اوریجين فضايي شرکت مالک، جف بزوسانځور: Blue Origin/ZumaPress/picture alliance

برانسون پر خپل ټويټر لیکلي دي: «زه تل یو خیال جوړونکی انسان وم. مور مې راته راوښودل چې هيڅ کله په پښو کښيننم او ستورو ته ورسیږم. اوس د دې وخت رارسيدلی چې هماغه خیال عملی کړم.»

دغه ۷۱ کلن ميليارډر ویلي دي چې باید ډیر انسانان فضا ته د سفر کولو چانس ولري. د برانسون له قوله ویل شوي چې هغه په پام کې لري د جولای په ۱۱مه د يوې «ډیرې هیجاني» رسمې اعلاميې له لارې د خپل سفر جزئیات اعلان کړي.

اوس مهال د جف بزوس شرکت، بلو اوریجین او د ریچارد برانسون شرکت، ویرجین ګالاکتیک پر سختې سیالۍ بوخت دي تر څو فضا ته دوامداره توریستي سفرونه ممکن کړي.

د فضانوردۍ د خصوصي شرکتونو په بازار کې يو بل شرکت هم شتون لري. دا د سپیس ايکس شرکت دی چې مالک يې د تسلا موټرو د توليدونکي شرکت خاوند، ایلان ماسک دی. سپيس ایکس تر دې وړاندې له نړۍ څخه فضانوردان د آی اس اس فضايي اډې ته بيولي دي.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوریز البوم وګورئ!

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب