هسپانیې د اروپايي سرحدي او ساحلي ساتنې له ادارې (فرونټېکس) څخه د هغو زرګونو کډوالو د پروسس په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې چې تېره میلادي میاشت د هسپانیې «سیوتا» ته اوښتي ول او لا هم د افریقا په شمال کې د هسپانیې په دې خاوره کې پاتې دي.
د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراندې مارلاسکا، د اروپايي کمېسیون د کډوالۍ او کورنیو چارو عمومي رییسې بېاته ګمینډر ته یو داسې درخواست لیږلی چې پکې په «سیوتا» سیمه کې د کډوالو د ارزونې په برخه کې د مرستې غوښتنه شوې ده.
مادرید همداراز د د مرستې له پاره د اروپايي سرحدي او ساحلي ساتنې له ادارې یا فرونټېکس څخه د ۱۰ نورو افسرانو غوښتنه کړې ده.
فرونټېکس د اروپايي ټولنې هغه اداره ده چې د دې ټولنې د بهرنیو سرحدونو د مدیریت او له پولې اوښتونکو جرمونو سره د مبارزې مسؤلیت لري.
ولې هسپانیه د «سیوتا» د کډوالو په اړه مرسته غواړي؟
د روان میلادي کال د جولای په وروستیو کې څه باندې ۷۰ زره کډوال په ناقانونه توګه له مراکش څخه د هسپانیې «سیوتا» ته واوښتل. دې پېښې د اروپايي ټولنې په کچه د کډوالۍ یو اضطراري حالت رامنځته کړ او د هسپانیې کیڼ اړخي حکومت یې له سختو نیوکو او ستونزو سره مخ کړ.
که څه هم یادې سیمې ته د رسیدلو کسانو له ډلې ډېری یې په چټکۍ سره بېرته مراکش ته واستول شول، خو لږ تر لږه ۵ زره کډوال لا هم د هسپانیې په دې سیمه کې پاتې دي، داسې سیمه چې شاوخوا ۸۰ زره اوسېدونکي لري.
مادرید نه شي کولای پاتې کډوال په چټکۍ سره وشړي، ځکه له انفرادي ارزونې پرته د هغوی ډله ییز اخراج د مهاجرت د نړیوال قانون او همدا راز د هسپانوي محکمو د پرېکړو له مخې منع دي.
متحده ايالات په ۲۰۱۵ کال په ټوله نړۍ کي د مهاجرت ريښه لرونکو تر ټولو لوی هيواد ؤ. په ۱۰ مقام د هسپانيا زيات اوسېدونکي د مهاجرت ريښې لري. د ۱۰ واړو داسو هيوادونو په تړاو انځوريز رپوټ دلته کتلای شئ:
انځور: Reuters/O. Orsal۵۸۵۲۹۵۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ سلنه او د ټولې نړۍ د نفوس ۲ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa۶۷۶۳۶۶۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۲۷ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۲ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa/Rossbach/Krepp۷۲۸۴۰۶۹ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۲۰ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۱ سلنه وګړي).
انځور: Reuters/M. Blinch۷۷۸۴۴۱۸ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۱ اعشاريه ۱ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۱ سلنه وکړي).
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen۶ مقام - عربي متحده امارات
۷۸۲۶۹۸۱ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۸۳ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۴ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel۸۵۴۳۱۲۰ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۱ اعشاريه ۳ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۷ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa/G. Forster۹۰۶۰۴۳۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۳۱ اعشاريه ۴ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۹ سلنه وګړي). آرشيف
انځور: Getty Images/C. McGrath۱۱۶۴۳۲۷۶ تنه مهاجر (د ټول هيواد د نفوس ۷ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۴ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa/M. Valery۱۲۰۰۵۶۹۰ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ اعشاريه ۹ او د ټولې نړۍ د نفوس ۴ اعشاريه ۹ سلنه وګړي).
انځور: Getty Images/S. Gallupلمړی مقام - امريکا متحده ايالات
۴۶۶۲۷۱۰۲ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ اعشاريه ۳ او د ټولې نړۍ د نفوس ۱۹ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
انځور: DW/M. Soricد نړۍ له پنځو مهاجرو څخه يو یې د امريکا متحده ايالاتو کې ژوند کوي. امريکا کې د دغه لست د لسو مخکښو هيوادونو له منځه د وروستي څلورو هيوادونو د ټولو مهاجرو په پرتله زيات مهاجر میشت دي.
انځور: APکه چيرې په امريکا کې زيږيدلي مهاجر هم حساب شي، په امریکا کې د شته مهاجرو شمير د ۸۰ تر ۸۵ ميليونو پورې رسيږي. انځورنه د آرشیف. سرچينه يو اين.
انځور: DW/M. Soric