تازه معلومات
د جمعې ورځې تر غرمې وروسته رپوټونه وايي چې په هسپانیا کې په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو شمېر ۲۰۵ ته پورته شوی دی.
رويټرز خبري آژانس ليکي چې د جمعې په ورځ د مختلفو عمرونو او هيوادونو په زرونو رضاکاران د والنسیا مختلفو سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستې له پاره ورغلي دي. د ځوانانو يوې ډلې وويل: «موږ هر ځای چې مرستې ته اړتیا وي، ورځو.«
د بارت په نوم یوه هالندي سړي وويل: «دا حېرانونکې ده چې له والنسیا په زرونو خلک د یو ستر کوريدور په توګه... د مرستې له پاره راروان دي.«
دغو سېلابونو د هسپانيا والنسیا سیمه ډېره ځپلې ده. چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ورانوونکو سېلابونو له کبله ېې د موټرسایکل د لویو جایزو سيالۍ (MotoGP) پروګرام لغوه کړی دی. په پام کې وو د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر مياشتي پر ۱۷مه په والنسیا کې وشي. د لغوه کېدو خبره د سیالیو سمبالوونکو په یوه اعلامیه کې کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې «د امکان تر حده ژر به یو بل ځای» د دغو سیالیو له پاره تعیین شي.
د جمعې ورځې تازه رپوټونه وايي چې د هسپانیا په سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۵۸ ته لوړ شوی دی.
سېلابونو د هسپانیا جنوب شرقي علاقه، کاستیا-لامانچا، د سه شنبې په شپه لاندې کړه. ژغورنکې له هغه وخت راهیسې شپه او ورځ د لادرکه شوو افرادو د موندلو په لټه کې دي. تر اوسه د دوو ښځو مړي موندل شوي دي. د لتور په نوم یوې سیمې پنځه اوسېدونکي ورک دي. لامبو وهونکي په سیند او غره ختونکي پولیس ېې په ویجاړیو کې د موندلو هڅې کوي.
خو د هسپانيا یو وزارت ويلي دي چې «په لسونو او لسونو» کسان لاهم ورک دي او داسې ښکاري چې د مړو شمېر به لوړ شي.
د آلباسته په نوم د مدني ساتونکو ادارې ویاند، خوزه آمادو، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د لتور په کوچنۍ علاقه کې د پنځو لادرکه شوو کسانو په ډله کې دوه د یوې شورا کارکوونکي، یوه ښځه او مېړه او یوه بله ښځه شامل دي. هغه وويل د شورا کارکوونکي د موټر په منځ کې ول چې ښايي موټر ېې اوبو وړی وي. نژدې سل کسان په دغه غرنۍ سیمه کې چې مساحت ېې دوه کيلومتره مربع ښودل شوی، د لادرکه شوو کسانو لټون کوي.
لټون کونکي د مدني ساتونکو، پوځ، اطفائیې، د چاپېريال ساتنې ادرې، د ملکي حفاظت او سره صلیب ادارې ټيمونه دي. آمادو وویل دغه ټيمونه په يوه څرخي الوتکي، تعليمي سپیانو او ډرونونه سمبال دي چې له ځنډ پرته ۲۴ ساعته لټون کوي.
زیاته شوې پر ځينو سیمو چې د سېلاب د پیل ورځې راهیسې خواړه، اوبه او برېښنا قطع شوي ول، تر اوسه په هماغه حالت پاته دي. دغه راز ډېري لارې او د اورګاډو شبکې لا هم بېرته فعاله شوي نه دي. په هسپانیا کې سېلابونه د روانې اوونۍ په سر کې پيل شوي. کارپوهان د خطرناکو سېلابونو یو لامل اقليمي بدلون بولي.
حکومت وايي په سېلابونو کې ډېر کورونه او موټر هم تخریب شوي دي. د چیوا ښارګوټي ښاروالې، امپارو فورت، ځايي راډيو ته وويل: «په دغه صنعتي ښارګوټي کې لا هم د ډېرو موټرو یو انبار موجود دی، غرونه غرونه موټر.»
داسې ښکاري چې په ځينو سیمو کې ټولنیز نظم ګډوډ شوی دی. د والنسیا سیمې د آلدایا ښارګوټي یوه اوسېدونکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل په داسې حال کې چې «خلک غمجن دي»، غله ېې ولیدل چې له یوه متروکه سوپرمارکيټ څخه ېې غلاوې کولې.
د هسپانیا د کورنيو چارو وزیر، انجیل ویکتور توریس د پنجشنبې په ورځ د ګډوډیو د مخنيوي ډاډ ورکړ او زیاته کړه چې ۳۹ کسان نیول شوي دي.
(AFP)mks/nz
انځورونه: په اروپا کې له سېلابونو سره مبارزه
پرله پسې اورښتونه، واوره او سېلاب؛ په آلمان، اتريش، پولند، چيک جمهوريت او د منځنۍ اروپا په نورو هيوادونو کې د ژغورنې عمله هڅه کوي چې انسانان وژغوري. څو کسان مړه شوي هم دي.
انځور: Tobias Steinmaurer/dpa/picture allianceرومانيا د شنبې په ورځ د ډېرو اورښتونو له کبله د څلورو کسانو د مړينې خبر ورکړ. د يکشنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوب ختيځه سيمه ګالاتی کې نور دوه جسدونه هم وموندل شول. د ژغورنې د عملې په حواله د هېواد ډېرې سيمې اوبو لاندې کړي دي او بايد انسانان ترې خوندي سيمو ته انتقال شوي وای. د یوه کس د لادرکه کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.
انځور: Galati Romanian Emergency/dpa/picture allianceپه کروشيا کې له جمعې ورځې راهېسې د «بورس» په نوم توپان د ګډوډۍ باعث شوی دی. دغه توپان دمګړۍ د منځنۍ او ختیځې اروپا له هېوادونو څخه نيولی تر تورې بحيرې پورې سيمي اغیزمني کړي او په چيک جمهوريت، اتريش، سلواکيا، پولند او رومانيا کې یې زيانونه اړولي دي.
انځور: Srecko Niketic/PIXSELL/picture alliance په چېک جمهوريت کې اورښتونه او سېلاب
د چيک جمهوريت په بېشينه سيمه کې د سېلاب د مخنيوي په موخه ګرځنده خنډونه جوړ شوي. د هېواد لومړي وزير پتر فيالا، وويل: «موږ ډېر ناوړه وضعيت ته چمتوالی نيسي.» هغه وویل چې په ځينو سېندونو کې د اوبو کچه دومره لوړه ده چې د احصايو په حواله په زرو کلونو کې يو ځل دومره لوړيږي. کابو په ټول هېواد کې سېلابونه راغلي دي او ډېر کسان لادرکه دي.
انځور: Vaclav Pancer/CTK/picture alliance د شپږو میاشتو د مودې باران
د کابو ۶۰ زرو کورونو بريښنا قطعه شوې ده. د جمعې په ورځ د جيشلاوا سېند اوبه تر څنډو واوښتې. د ډېرو درنو اورښتونو وړاندوینه شوې: د چېک جمهوريت په ځينو برخو کې د مربع متر ساحې پر سر د ۴۰۰ ليتره اورښت وړاندوینه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۲۳م کال کې په دغه هېواد کې پر يوه مربع متره ساحه په اوسط ډول ۷۳۲ ليتره اورښت ثبت شوی وو.
انځور: Patrik Uhlíř/CTK/dpa/picture allianceد اوبو بهېدو ته لاره خلاصول
د چيک جمهوريت چارواکي د اوبو د يو شمیر بندونو په خلاصولو سره هڅه کوي چې د سېلاب اوبو له پاره ځای پيدا کړي. لکه دلته [په انځور کې] د هېواد په جنوب کې د نوو مليني په بند کې. په ګاونډي هېواد سلواکيا کې هم حکومت په پام کې لري چې د اوبو مخه ځانګړو ساحو ته وګرځوي څو په پلازمينه براتسلاوا کې د سېلاب مخه ونیوله شي.
انځور: Vaclav Salek/CTK/picture alliance په پولند کې پرله پسې اورښتونه
د پولند ګلوچولېزي سیمه چې د چيک جمهوريت سره پر پوله پرته ده، باید ۴۰۰ اوسيدونکی خوندي ځايونو ته انتقال شوي وای. له يو شمیر نورو سيمو اوسېدونکي هم تخليه شوي دي.
انځور: Sergei Gapon/AFP/Getty Imagesد پولند په جنوب ختیځ کې په یو شمير سيمو کې وضعيت مخ پر خرابېدو دی. دلته په بريسلاو کې لا وضعيت ښه دی خو له چېک جمهوريت سره پرله په ميدزېګورزه سيمه کې د اوبو يو بند تر څنډو ډک شوی دی. چارواکي وایي چې په دې سيمه کې وضعيت کړکیچن دی او د ژورو ساحو د کليو خلک باید تخليه شي.
انځور: Krzysztof Zatycki/IMAGO/ZUMA Press Wireآيا دغه پسونه خپله د ژمي ګرمه وړۍ لري؟ د الپ غرونو په ختیځ کې په ځانګړي توګه د اتريش په يو شمیر سيمو کې ډېره واوره شوې ده چې ډېرې سيمې یې له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي او ترافيک هم: د اتريش د ريلګاډو دولتي شرکت له سفرونو څخه د صرف نظر سپارښتنه کړې ده.
انځور: Martin Huber/picture alliance/picturedesk.comپه اتريش کې هم د سېلاب خطر
چېرې چې واوره لا پرته وي، په سېندونو کې د اوبو کچې د لوړېدو باعث نه کیږي. خو باران بيا ستونزې زيږوي: په دوناو او نيو دوناو کې د اوبو کچه لوړه شوې او په کوچنيو سېندونو او لویو ويالو کې هم. د هېواد په ختيځ کې سړکونه او ودانۍ اوبو لاندې کړي. د اطفایې يو غړی د مرستې رسولو په ترڅ کې مړ شوی دی.
انځور: Daniel Scharinger/IMAGOد پلازمينې ويانا شا او خوا سيمه له ناورين سره د مخامخ سيمې په توګه درجه بندي شوې ده. وضعيت په ځانګړي توګه د کمپ او کريمز سېندونو په شا او خوا سيمو کې چې دوناو ته ور بهیږي، خراب دی.
انځور: Helmut Fohringer/APA/dpa/picture allianceواوره او په سيندونو کې د اوبو لوړه کچه
د آلمان په ځينو برخو کې هم ډېره واوره او باران شوی دی. زاکسن او بایرن ایالتونه په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ دي. د بايرن ايالت په الپ غرونو کې چې د آلمان تر ټولو لوړه څوکه ده، د پنجشنبې په ورځ څو سانتي متره واوره وشوه.
انځور: Ferdinand Merzbach/NEWS5/picture alliance/dpaد آلمان د هوا پيژندنې ادارې په الپ ساحه کې د پرله پسې اورښتونو وړاندوېنه کړې ده.
انځور: Jan Eifert/picture alliance په درېسدن کې هم د سېلاب اندېښنه شته
د آلمان په درېسدن کې پر البه سيند باندې يوه نړېدلي پل اندېښنې راپارولې وې، خو په دې منځ کې یې د ملبې ډېره برخه له سېند څخه راايستل شوې ده. دمګړۍ د دغه ملبې له کبله د اوبو د ډنډ کیدو خطر له منځه تللی دی. د وړاندوينو پر اساس به تر راتلونکې چهار شنبې ورځې پورې په البه سېند کې د اوبو کچه تر اوو مترو لوړه شي. په دې سيند کې د اوبو نورماله کچه دوه متره ده. ګرځنده خنډونه هم بايد ودرول شي.
انځور: Robert Michael/dpa/picture allianceله آرشیف څخه یو انځوریز البوم: