1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپایي اتحادیه کې د مهاجرو د عادلانه ویش غوښتنه

۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبه

مدیترانې بحیرې ته نږدې پنځو هیوادونو د اروپایي اتحادیي په غړو هیوادونو کې د مهاجرو د عادلانه ویش غوښتنه کړې ده. خو د دغې اتحاديې یو شمیر هیوادونه له دې غوښتنې سره مخالفت کوي.

Migration I Ceuta I Grenze zwischen Marokko und Spanien
انځور: Jon Nazca/REUTERS

د هسپانیې، ایټالیې، قبرس، مالتا او یونان هیوادونو د شنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۲۵ نیټه) د هسپانیې په سویلي ښار مالاګا، کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اروپایي اتحادیي په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو د تقسیم په اړه د یوه «روښانه او الزامي میکانیزم» خبره وکړه.

خو د پولنډ، هنګري او چک په څیر یو شمیر اروپايي هیوادونو دا ډول مقررات په څرګند ډول رد کړل.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر فرناندو ګرانده- مارلاسکا، په دې اړه وویل: «نه یوازې دا چې زمونږ رایې او نظرونه باید په پام کې ونیول شي، بلکې د اروپایي سیاست په مرکز کې ورته ځای ورکړل شي.»

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)  د رپوټ پر بنسټ د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې تر ۱۱۰۰ ډیرو هغو پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې غوښتل یې د کوچنیو کیشتیو په وسیله، کوم چې اکثره یې زړې او حتی په  سمندر کې د سفر کولو وړ نه دي، ځانونه د مدیترانې بحیرې له لارې اروپا ته ورسوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ له دې مسیر څخه د تیریدونکو پناه غوښتونکو د مړينې تر ۱۷ زرو ډیر موارد ثبت کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا