1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيې فضا ته بياکارېدونکی توغندی لېږلی

۱۴۰۲ مهر ۱۶, یکشنبه

په هسپانيا کې د اروپايي فضانوردۍ له پاره یو مهم ګام پورته شوی دی. يو بيا کارېدونکی خصوصي توغندی به ښايي تر ازمايښتي الوتنې وروسته ډېر ژر بازار ته راووځي.

د ميورا ۱ راکټ
د ميورا ۱ راکټانځور: Cristina Quicler/AFP/Getty Images

د فضايي خدماتو په سر په ژر پراخېدونکي مارکېټ کې اروپا يو مهم ګام پورته کړی دی. يوه هسپانوي بيا کارېدونکي راکټ په بريالۍ توګه ازمايښتي الوتنه ترسره کړه. د پي ال دي سپېس شرکت د پروژې مشر، راول تورېس له »الموندو«ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې د »ميورا ۱« په نوم د راکټ ماموريت »د سويسي ګړۍ په څېر دقيق« و. د هغه په خبره دا يوه »تاريخي« بريا ده.

د هسپانيې لومړي وزير پېدرو سانشز وويل چې دغه »لاسته راوړنه« د هسپانيې »څېړنې، پرمختيا او نوښت د فضايي الوتنو په راس کې« راولي. په آلمان کې مېشت د څېړونکي مارتين تايمار ارزونه لږ څه محتاطانه برېښي. نوموړی د درېسدن په نختيکي پوهنتون کې د هوايي او فضايي الوتنو د تخنيک د انستيتوت مدير دی او وايي چې دا »يو لومړی ګام« دی، چې په دې برخه کې »د اروپا خپلواکي پياوړی کولی او وابستګۍ راکمولو« شي.ايران: سپوږمکۍ مو په بريا تشيال ته ولېږله

له اروپا څخه بهر سيال شرکتونه به ترې »هيڅ اغېزمن نه شي« ځکه چې اروپا له متحده آيالاتو او چين څخه ډېره شا ته پاتې ده. د پي ال دي سپېس ستارت آپ يا نوتاسيسه شرکت په ۲۰۱۱م کال کې د راول تورېس او د هغه د لوړو زدکړو د وخت د ملګري، راول وېردو له خوا تاسيس شو. دغه شرکت اوس له ۱۵۰ څخه زيات کارکوونکي او د خپلو څرګندونو له مخې د ۶۵ ميليونو يورو په اندازه پانګونې په اختيار کې لري.په لومړي ځل يوه پاکستانۍ فضا ته وختله

دا د اروپا يو له نويو تاسيس شوو کوچنيو شرکتونو څخه دی چې د کوچنيو فضايي توغنديو په اختراع او پرمختيا باندې بوخت دی. په دغسې توغنديو کې تر ۵۰۰ کيلوګرامه پورې وزن لرونکې کوچنۍ سپوږمکۍ فضا ته لېږدول کېدای شي چې د پوځ، زراعت او هواپېژندنې تر څنګ د اقليم د څارلو او ډېرو نورو برخو کې هم په کار لويږي.

 

   

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب