1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسپانيا ټاپوگانو ته په دوو ورځو کې د زرونو مهاجرو رسېدل

۱۳۹۹ آبان ۲۰, سه‌شنبه

د اسپانیا قناري ټاپوګانو ته په تيرو دوو شپو او ورځو کي له ۲۲۰۰ څخه زيات مهاجر د لرګیو په کښتۍ ګانو کې راغلي دي. له جنوري مياشتې راهيسې د سمندر له لارې د قناري ټاپو ګانو ته د رسيدلو مهاجرو شمیر کابو ۱۳۷۰۰ ته رسیږې.

Spanien Gran Canaria | Migranten Ankunft Festland
انځور: Europa Press/dpa/picture-alliance

له شنبې څخه تر دوشنبې ورځې پورې ۲۲۰۶ مهاجر لويدیځې افریقا ته نږدې د انتلانتيک سمندر کې د اسپانيا  قناري ټاپو ګانو ته د لرګیو په ۸۵ کښتيو کی رسيدلي دي. د «اروپا پرس» خبري آژانس رپوټ ورکړې چې دومره ډير شمير په ۲۰۱۶ کال کې د مهاجرت د بحران پر مهال ثبت شوي دي.

کاناریه، تنريفه، فوئریه، ونتورالا، لاپالما، لاګومرا، وال هيروال او دغه راز شپږ نور ټاپوګان د قناري ټاپو ګانو په مجموعه کې شامل دي.

ډير شمير کسان چې خپل هيوادونه په افریقا  کي د فقر، تاو تريخوالي او کرونا وبا له کبله پريږدي، خپل ځانونه د کاناريا ټاپو ګانو سويل لويديځ ته رسوي. «اروپا پرس» لیکلې چې کابو ۱۸۰۰ مهاجر په دغه ټاپو کی په آزاده فضا خو تنګ ځای کي اوسیږې.

له جنوري میاشت راهیسې د هغه مهاجرو شمیر چې له درياب څخه په تيريدلو سره د قناري ټاپوګانو ته رسیدلي، ۱۳۷۰۰ ته لوړ شوې. دغه ټاپو ګانو ته د تير کال راغلو مهاجرو په پرتله د اوسنيو مهاجرو شمير شپږ چنده زیات دې. له دوی څخه ډير کسان هغه هوټلونو ته انتقالیږې چې د کرونا بحران له کبله خالی پاتی شوي دي.

د جمعي په ورځ د  اروپايي اتحاديې د داخلي چارو کميسار يلوا يهانسون د قناري له ټاپو ګانو څخه د ليدني پر مهال د مهاجرت بحران د کنترول له پاره د اروپا د يووالي ژمنه وکړه. د اسپانیا د داخله چارو وزير فرناندو ګراند مارلاسکا چې هغه يې بدرګه کوو وويل چې دغه مهاجرين نور د ګوينیګوین بندر ته نه انتقالیږې، بلکې په يوه سربازخانه کې يې نومونه ثبت او راجستر کيږې او په پام کې ده چې د کرونا تست يې هم وشي.

د قناری ټاپو ګان د انتلانتیک په سمندر کې د افريقا لويديځ سواحلو په سل کیلومترۍ کې موقعیت لری. د انتلانتيک سمندر کوچنۍ کښتۍ ګانو له پاره، چې ډيرې يې له ماشین سره حرکت کوي، ډير خطرناک دی. د دغه ډول سترو خطرونو سره سره بیا هم مخ په ډيريدونکي ډول انسانان له دغې لارو تيريږې، تر څو د قناري ټاپو ګانو له لاري اسپانيا ته ولاړ شي او بیا  ځانونه اروپا ته ورسوي

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل