خو چارواکو بيا وروسته وویل چې تر اوسه ټولټال ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۱۹ نور کسان لادرکه دي.
د اندلس د صدارت، روغتيا او بيړنيو چارو وزير انتونیو سانز، وویل چې د قربانیانو د هويت د پيژندلو چارې لا هم رواني دي «خو ټولې واضح نښې نښانې دا دي چې اکثريت یې او يا ممکن ټول مړه شوي کسان بهرنیان دي.»
هغه تر دې دمخه ويلي ول چې خپل غم په الفاظو کې نه شي بيانولی او اورلګېدنه یې د «نه وړاندوينې وړ تراژيدي» بللې.
د هسپانیې لومړي وزير پیدرو سانچز، او د هسپانیې پاچا او ملکې هم د ايکس شبکې له لارې په دې اورونو کې د انسانانو په مړينه ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
هسپانيا کې له وچکالۍ سره د مبارزې لارې چارې
03:59
This browser does not support the video element.
په دې منځ کې سانز، د سيمې له اوسيدونکي غوښتي چې له اغیزمنو سيمو څخه لېرې پاتې شي، ځان له هر ډول خطر څخه وساتي او د تېښتې لارې د بيړنيو خدماتو سره تر همغږۍ وروسته انتخاب کړي.
هغه وویل: «اوس مطلق لومړيتوب د خلکو د ژوند ژغورل دي او همدا علت دی چې ټول عملياتي خدمات نه ستړه کیدونکي هلې ځلې کوي څو دغه هدف ترلاسه شي.»
په روسیه کې له څو اونيو راهيسې ډيري سيمې د اور په لمبو کي سوزي. په ځانګړي ډول د سايبريا ياکوتين سيمه ډېره اغیزمنه شوې. د چارواکو د ارقامو له مخې په ټول هېواد کې ۲۵۰ څخه زياتي اورليګدني په ۳،۵ ميلونه هتکاره زمکه کي رامنځ ته شوي.
انځور: ROMAN KUTUKOV/REUTERS
دا سهارنی غبار نه دی
یوازې اورونه نه دي انسانان ځوروي، بلکې پر ښارونو خپريدونکي لوګي هم هغوی ځوروي. لکه د سايبريا په کراسنویارسک ښار کې .دغه لوګي په تېره بيا د زړو خلکو له پاره يوه ستره ستونزه ده. په آزاده هوا کې ساه اخيستل نور کابو هیڅ امکان نه لري.
انځور: REUTERS
يونان؛ ژر تر ژره له سيمې وتل
د یونان ايوبويا ټاپو د پیفکي په بندر کې په یوه بیړۍ ځايي اوسيدونکي د وتلو په حال کې دي. هغوی يوه نامعلوم لور ته سفر پیلوي، کله چې بيرته راستانه شي نو ښايي کورونه او سامانونه به یې نور هلته نه وي. د تیرې اونۍ په پیل کې کله د ایوبويا ټاپو په ځنګله کې اور ولګيد،اوس د لومړي ځل له پاره اور سره د مبارزې لپاره لوی هوایی ماموریتونه پر لاره اچول شوي دي.
انځور: ALEXANDROS AVRAMIDIS/REUTERS
بې ګټي کوښښونه
خو ټول نه تښتې، ډيرې اوسیدونکی غواړي د اور خاموشه کولو کې برخه واخلي چې هڅې یې ښايي بې ګټې وي لکه دلته په عکس کي چې دغه سړې کوښښ کوي چې د اور لمبې مړي کړي. دا څه د چارواکو له پاره يوه ستونزه ده ځکه ډیری خلک په دې توګه خپل ژوند په خطر کې اچوي.
انځور: NICOLAS ECONOMOU/REUTERS
ترکيه: لګيدلي اورونه د استوګنې سیمې ګواښی
د يونان او ايټالیا ترڅنګ ترکيه هم د سترو لګيدلو اورونو پر وړاندی مبارزه کوي. له ځنګلي ساحې څخه اورونه د اوسيدو سيمو ته د پراخيدو په حال کې دي. د ترکيې اطفايې کارکونکي کوښښ کوي چې کوکرټیم ته نږدې هغه اور خاموش کړي چې کورونو ګواښي. له 150،000 هکتارو څخه ډیره ساحه چې کلي هم پکې شامل دي، لا دمخه د اورونو قرباني شوې.
انځور: KENAN GURBUZ/REUTERS
امريکا کي لګيدلي اورونه
په کالیفورنیا کې دا مهال تر 5700 څخه ډیر اورونه بل دي، دا په داسې حال کې ده چې د ځنګل د اورونو لګېدو خپل عادي موسم حتی لا نه دی پېل شوی. دلته د اور وژنې عملې غړی د ویسټ ووډ ښار ته نږدې د ځنګلي اور ورو کولو له پاره پر لارو چارو غور کوي.
انځور: FRED GREAVES/REUTERS
د اور خطرناکې لمبې او لوګي
په کاليفورنيا کې وضعيت د ايرو او اورونو هغه بادونو لا پسې خراب کړی دی چې د سانتا باربرا غرونو له لارې رارسیږی. څرنګه چې وضعیت د تیرو کلونو په پرتله خورا ویجاړونکی او سخت اورونه لګيدلي دی، د شمال لويدیځ د اغیزمنې شوې سيمې واليانو د مرستې لپاره واشنګټن ته مخه کړې – هغوی د اور د خاموشه کولو له پاره لا زياتې عملې او د اور وژنې نقليه وساېطو ته اړتيا لري.
انځور: David McNew/REUTERS
انځورونه1 | 7
اور ولې لګېدلی؟
تر دې مخه عيني شاهدانو چارواکو ته ويلي ول چې دا اور ښايي په وچو وښو او بوټو کې د بريښنا د يوه مزي رالوېدو له کبله لګېدلی وي. خو چارواکو تر اوسه نه ده تائيد کړې چې د اورلګېدو علت همدا وو.