1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيا: د دوو ریلونو د ټکر په پيښه کې ۳۹ کسان مړه شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ دی ۲۹, دوشنبه

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هیواد د کوردوبا ایالت آداموس ښار ته نزدې د دوو ګړندیو ریلونو د ټکر په پيښه کې لږ تر لږه ۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي.

په انځور کې له ټکر څخه وروسته چپه شوی ریل لیدل کیږي
چارواکي وایي چې د اکثرو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او کیدای شي د قربانیانو شمیر لوړ شيانځور: @ibuprofeno600mg/REUTERS

د هسپانیې چارواکي وایي چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او کیدای شي د قربانیانو شمیر لوړ شي، ځکه په ویجاړو شوو واګنونو(د ریل ډبو) کې د مړو او ټپیانو د موندلو له پاره د ژغورنې د کارکوونکو عملیات ادامه لري.

اړونده موضوعات: هند: په اورګاډي کې د ګډوډۍ له کبله ۱۲ کسان مړه شوي

په همدې منځ کې د هسپانیې پولیسو اعلان کړی دی چې یو له دغو ریلونو څخه له ۳۰۰ کیلومتره في ساعت سرعت څخه له خپلې پټلۍ یا ریل لیکې څخه وتلی او د مقابل لورې له ریل ګاډي سره جنګیدلی دی.

پېښه پرون، د يکشنبې په ورځ د کوردوبا ايالت چې قرطبه هم بلل کیږي، آداموس ښار ته نزدې ددوو چټکو ريلونو د ټاکر په نتيجه کې رامنځته شوې ده.

د پیښې د قربانیانو پسې لټون دوام لريانځور: Jorge Guerrero/AFP

په دواړو ریلونو یا اورګاډو کې په مجموع کې شاوخوا ۵۰۰ کسان موجود ول. د پیښې علت تر اوسه پورې نه دی روښانه شوی.

د هسپانیې د ترانسپورت وزیر په خبره، دغه مسیر تیر کال رغول شوی و او ریلونه هم نوي ول. د دغه هیواد لومړي وزیر پدرو سانچر وویل: «هیواد په ژور خفګان» کې دی.

همدرانګه د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین هم د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب