سوسيال ديموکرات ګوند «تاريخي» ماتې خوړلې
۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبه
تر هغه وروسته چې د آلمان د پارلماني ټاکنو لومړي نتايج اعلان شول، د سوسيال ديموکرات ګوند عمومي مشر ماتياس میرش، د آلمان «ای آر ډي» تلویزيون ته وويل: «دا يوه تاريخي ماته ده، نن په رښتيا يو تريخ ماښام دی.»
نوموړې دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې چې ګوند یې د لومړيو پايلو پر اساس یوازې ۱۶ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
نوموړي دا څه داسې خلاصه کړل: «دا روښانه ده چې دا ټاکنې په تېرو ۸ اونيو کې نه دي بايلل شوي.» هغه وويل د سوسيال ديموکرات، زرغون ګوند او د آزاد دیموکرات ګوند ائتلافي حکومت چې د تېر کال په نوامبر مياشت کې د اقتصادي اصلاحاتو پر سر لانجې له کبله وپاشل شو، له څو کلونو راهېسې له ستونزو سره لاس او ګريوان وو چې اوس یې نتیجه څرګنده شوې ده.
میرش، په دې ترڅ کې وويل: «اوس لا نه شو ویلی چې څه ډول حکومت به جوړ شي او د سوسيال ديموکرات ګوند به تر کومې کچې وکولی شي او يا بايد حکومتي مسئوليت پر غاړه واخلي. میرڅ، د حکومت جوړولو ماموريت ترلاسه کړی او موږ باید انتظار وباسو او ووينو چې کوم ائتلافونه ممکن دي.»
د سوسیال ديموکرات ګوند صدراعظمۍ کانديد او برحاله صدراعظم اولاف شولڅ، هم خپل سيال فرېدرش ميرڅ، ته مبارکی ورکړه او د دې «ترخو پایلو» مسئوليت یې ومانه.
شولڅ، د خپل ګوند له غړيو څخه د ټاکنیزې مبارزې له کبله مننه وکړه.