د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په اوونۍ کې د دوه نيمو ساعتونو ورزش توصيه کوي. خو په سان فرانسسکو کې د کاليفورنيا پوهنتون پر ۵۰۰۰ کسانو د ترسره شوې یوې اوږدې څېړنې وروسته يوې بلې نتيجه ته رسيدلی دی.
دا کسان د ديرشو کلونو په اوږدو کې پوښتل شوي چې په اوونۍ کې څو ورځې ورزش کوي. د دې څېړنې کابو نيمايي ګډونوال تور پوستي امريکايان ول چې د ښځو شمير پکې تر نارينه وو لږ ډېر وو.
په دې موده کې ښوول شوې چې په څېړنه کې شريکو ټولو ډلو د هغه وخت په پرتله چې ځوانان ول، لږ سپورت کړی وو او ورزش ته یې ډېره پاملرنه نه وه کړې، او له دې کبله د وينې د فشار د لوړيدو له خطر سره مخ شوي دي.
کندهار: د ښځو له پاره د يوه ورزش کلب پرانيستنه
څېړونکي ډلې وړاندیز کړی دی چې د لا ډېرو ساعتونو له پاره دې د ورزش توصيه وشي.
کارپوهان وايي چې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ ځوانان بايد په اوونۍ کې پنځه ساعته ورزش وکړی څو په پاخه او زاړه عمر کې روغ پاته شي. هغه کسان چې پر دې لارښوونه عمل کوي، تر زړيدو وروسته به هم د خپلو همزولو په پرتله ښايي ډېر سپورټ وکړي. دا څېړنه د امريکا په يوه طبي مجله کې خپره شوې ده.
زموږ له آرشيف څخه:
د حامله ښځو له پاره د امیدوارۍ پر مهال ورزش یا حرکت ډیر ګټور دی. که څه هم امیدواره ښځي باید د رزمي ورزشونو او سیکي په شان خطر لرونکو ورزشونو څخه ډډه وکړي، خو کوم ورزشونه دوی ته ګټور او حتی ضروري دي؟
انځور: Fotolia/oksun70د امیدوارۍ پر مهال ښځو ته ورزش کول ډيره ګټه رسوي. خو دغه ښځې باید له رزمي او هغو ورزشونو څخه ډډه وکړي چې په هغو کې د لویدو خطر موجود وي، لکه سيکي، سکیټ، آس ځغلونه او داسي نور.
انځور: Fotolia/oksun70د امیدواره ښځو ورزش جنین او ماشوم ته یې هم ګټه رسوي. د جنین د زړه ضربان په یوه دقیقه کې ۱۴۰ وي، خو ازموینو ښودلې ده چې د ورزشکاره امیدواره ښځو د جنین د زړه ضربان فریکونسي په یوه دقیقه کې ۱۶۰ ته رسیږي. په حقیقت کې هغه امیدواره ښځی چې ورزش کوي له خپلو ماشومانو سره ورزش کوي چې دا یې د ماشوم د راتلونکي له پاره هم ګټور تمامیږي.
انځور: picture alliance / dpa Themendienstد امیدوارۍ پر مهال هر ډول ورزش باید نه یوازي د ښځې له جسمي وضعیت، بلکي د امیدوارۍ له مرحلې سره هم مطابقت ولري. په لومړیو درو میاشتو کې ښځي زړه بدوالی لري او له ورزش سره لږ میلان ښکاره کوي، خو له ۴ څخه تر ۶ میاشتو پوري بیا په اسانۍ سره ورزشي حرکتونه کولی شي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hiekelد ګیډي یا نس حرکتونه د امیدواره ښځو له پاره ډیر ګټور دي. آلماني داکتران د دغو حرکتونو د ترسره کولو سپارښتنه کوي. دغه منظم حرکتونه د ملا، ګیډي، ورنونو او لگن خاسرې عضلې تقویه کوي.
انځور: picture-alliance/dpaد یوګا ورزش حرکتونه د ماهیچه ډوله عضلانو په پیاوړي کولو کې مرسته کوي. خو مهمه خبره دا ده چې د تنفسي تخنیکونو زده کړه د ماشوم د زیږیدو پر مهال د درد له زغملو سره ډیره مرسته کوي.
په آلمان کې د روغتیا بیمي یو شمیر شرکتونه د امیدوارۍ پر مهال ښځو ته د یوګا ورزشي کلاسونو لګښتونه ورکوي. یوګا کولی شي د حامله ښځو د شترس په کمښت کې مرسته وکړی. یوګا د ملا درد په کمولو او د بدن د حرکاتو په منظم کولو کې هم مرسته کوي.
انځور: picture-alliance/P.Grimmد امیدوارۍ پر مهال د ښځو بدن ته لږ اکسیجن رسیږي. په دې مرحله کې باید تر اندازې ډیر ورزش ونه شي کوم چې د ډیري ستړتیا سبب شي. په دې وخت کې باید نبض کنترول کړئ. که د نبض ضربان په یوه دقیقه کې تر۱۴۰ ډیر شو باید ورزش بند او استراحت وکړئ.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambariniځيني ساده حرکتونه او د سپکو وزنونو منظم ورزش د بدن او ملا د پیاوړې کیدو سبب ګرځي. د دا ډول حرکتونو له پاره منظم تنفسي تکتیکونه ډیر مهم دي.
انځور: Colourbox/Artur Bogackiد امیدوارۍ پر مهال د ښځو له پاره بایسیکل چلول ډیر ګټور ورزش دی. خو په وروستیو میاشتو کې د ګیډې د غټوالي له امله د خپل توازن ساتل مشکل وي، نو له دې امله بهتره ده چې په کور کې د ساکن بایسیکل ډوله ماشينونو څخه کار واخیستل شي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Marksکه څه هم منډې وهل د یو شمیر امیدواره ښځو له پاره ډیر مشکل وي، خو پیاده ګرځیدل ورته ډیره ګټه رسوي.
انځور: picture-alliance/dpaډاکتران سپارښتنه کوي چې د ۳ یا ۴ میاشتني امیدوارۍ پر مهال جمناستيکي حرکتونه ډیر ګټور دي، خو مخکې تر دې باید په نرمشي حرکتونو بدن ښه ګرم شي. دا حرکتونه بیا وروسته د ماشوم د زیږیدو پر مهال ډیره مرسته کوي.
انځور: picture-alliance/dpaامیدواره ښځي باید متوجه اوسي چې د ورزش پر مهال د سرګرځېدني، نفس تنګۍ، خونریزۍ، په لاره تګ کې د ستونزې او درد د احساس پر مهال په بیړه ورزش بند او د مشکل د دوام په صورت کې داکتر ته مراجعه وکړي.
انځور: Fotolia/shootingankauf