1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل: د حزب الله د ډرون بريد ۴ عسکر وژلي دي

۱۴۰۳ مهر ۲۳, دوشنبه

په لبنان کې د ځمکنيو عملياتو له پېل راهېسې دا په مرکزي اسرائيل کې تر ټولو خونړی بريد دی. په دې منځ کې د غزې يوه سيمه ایز روغتون ويلي دي چې د اسرائيل هوايي بريد په نصيرات کې څو کسان وژلي دي.

په بنيامینه ښار کې ترت بريد وروسته وضعيت
د اسرائيل رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د پېښې په صحنه کې يو شمېر بيړني خدمات موجود دي او دا چې د ډرون د بريد دمخه هیڅ ډول د خطر زنګونه نه وو فعال شوي.انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance

په لبنان کې د ځمکنيو عملياتو له پېل راهېسې دا په مرکزي اسرائيل کې تر ټولو خونړی بريد دی. په دې منځ کې د غزې يوه سيمه ایز روغتون ويلي دي چې د اسرائيل هوايي بريد په نصيرات کې څو کسان وژلي دي.د اسرائيل پوځ ويلي دي چې د يکشنبې په ورځ د تل ابيب په شمال کې د کابو ۶۰ کيلومترو په واټن کې پرتې د پوځ پر يوه اډه د ايران د ملګرې ډلې حزب الله د ډرون په بريد کې څلور عسکر وژل شوي او ۷ نور سخت ټپيان شوي دي.

د اسرائيل رسنيو رپوټ ورکړی دی چې پر دې اډه په بريد کې ۶۷ کسان ټپيان شوي دي چې د اسرائيل په مرکزي برخه کې د بنيامينه ښار ته څېرمه پرته ده.

حزب الله د ډرون د دې بريد پړه منلې ده او ويلي یې دي چې په دغه ښارګوټي کې یې د اسرائيل د پوځ د روزنې يو کمپ په نخښه کړی دی. 

د اسرائيل رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د پېښې په صحنه کې يو شمېر بيړني خدمات موجود دي او دا چې د ډرون د بريد دمخه هیڅ ډول د خطر زنګونه نه وو فعال شوي.

که څه هم حزب الله او نورې ډلې وخت په وخت د ډرونو او همدا شان نورې حملې کوي خو د اسرائيل ډېر پرمخ تللی دافع هوا سیسټم په عمومي توګه د دې ډول ډېرو تلفاتو لرونکو پېښو مخه نیسي.

اسرائيل، امريکا متحده ایالات، آلمان او يو شمیر نور هېوادونه حزب الله ته د يوه ترهګر سازمان په سترګه ګوري. اروپايي اتحادیې بيا يوازې د حزب الله پوځي څانګه د ترهګریزې ډلې په توګه درجه بندي کړې.

«د اسرائيل بريد په غزه کې ۲۰ کسان وژلي»

د غزې د سيمه ایزو روغتونونو په حواله په مرکزي غزه کې پر يوه ښوونځي په برید کې چې په پناه ځای بدل شوی وو، ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د يکشنبې د شپې دې بريد په نصيرات کې دوې ښځې وژلي دي. په دغه ښوونځي کې يو شمېر هغه فلسطينيانو پناه اخیستې وه چې په غزه کې له تېر يوه کال راهېسې روانې جګړې له کبله بې ځايه شوي ول.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

په نصيرات کې د العوده روغتون او په دير البلح کې الاقصی شهيدانو روغتون ته جسدونه ور وړل شوي دي.

په دير البلح ښار کې تر يو میليون ډېرو هغو کسانو پناه اخيستې ده چې د روانې جګړې له کبله مجبور شوي له خپلو سيمو ووځي.

هرېس د غزې په شمال کې د لا ډېرو مرستو غږ کړی

د امريکا متحده ایالاتو مرستيالې ولسمشرې کمالا هرېس، له اسرائيل څخه غوښتنه کړې ده چې د غزې شمال ته د مرستو د بهير د آسانولو له پاره لا ډېر کار وکړي.

نوموړې د ټولنیزو رسنیو له لارې ويلي: «ملګري ملتونه رپوټ ورکوي چې کابو دوې اونۍ د غزې شمال ته هیڅ خوراکي توکي نه دي رسېدلي. اسرائيل باید په چټکه توګه اړمنو ته د مرستو د رسېدو په بهير کې مرسته وکړي.»

هغې زیاته کړه چې ملکيان باید وساتل شي او خوراکي توکو، اوبو او درملو ته لاس رسی ولري او دا چې نړيوال بشري قوانينو ته باید درناوی وشي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب