کېر سټارمر ولې استعفا کړې؟
۱۴۰۵ تیر ۱, دوشنبه
د بريتانیې لومړي وزير کېر سټارمر، د دوشنبې په وويل چې هغه د مخ پر زياتيدونکي سياسي فشار له کبله له دندې ګوښه کيږي.
د نوموړي په حواله د اونۍ په پای کې یې تر دې ارزونې وروسته چې هېواد ته یې څه په ګټه دي، خپل پلانونه وړاندې کړل.
ستارمر، په لندن کې په داوننګ ستريت ۱۰ کې د خپل دفتر مخې ته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «هغه پوښتنه چې زما ګوند یې اوس کوي، دا ده چې آيا زه د راتلونکو عمومي ټاکنو په ترڅ د خپل ګوند د رهبري کولو جوګه يم او که څنګه؟»
نوموړي زياته کړې: «ما دې پوښتنې ته د خپل پارلماني ګوند ځواب اوريدلی دی او زه هغه ځواب په ښه شان منلو ته حاضر يم.»
لومړي وزير ستارمر، وويل: «هره پريکړه چې ما کړې چې هغه هېواد ته چې زه ورسره مينه لرم، د لومړيتوب په ورکولو سره مې کړې.»
تر دې وروسته به څه کيږي؟
د ګوند د مشر په توګه د ستارمر، د ځای ناستي او همدا راز د بريتانیې د راتلونکی لومړي وزير په اړه به پريکړه د جولای میاشتې پر ۹ مه نيټه څرګنده شي. د ګوند مشر به د بريتانیې راتلونکی لومړی وزير وي.
ستارمر، وويل: «زه به تر هغه د لومړي وزير په توګه دنده پر مخ یوسم تر څو مسابقه بشپړه شوې نه وي. او زه به هر څه وکړم چې دا تضمين کړای شم چې ځواک په منظم ډول وسپارم.»
اړونده موضوع: د بریتانیا ښي اړخو ډلو د مهاجرت ضد اعتراضونه کړي
د ستارمر، ځای ناستی د مانچستر پخوانی ښاروال اينډي برنهم، ګڼل کيږي چې د يکشنبې په ورځ د ټاکنو تر ګټلو وروسته بیرته د بريتانیې پارلمان ته لاره پيدا کوي. نوموړي په ماضي کې هم دوه ځلي د لېبر ګوند د مشرتابه په سيالۍ کې برخه اخيستې ده.
دا لا روښانه نه ده چې آيا برنهم به د ګوند مشر شي او که نور څوک به د لومړي وزير د دندې له پاره د ننګوونکي په توګه راڅرګند شي.
ويس سټريټنګ، چې تیره میاشت کې یې د ستارمر، د مشرتابه پر ضد د احتجاج په پار د روغتيا د وزیر په توګه له دندې استعفا کړې وه، مخکې ويلي ول چې که چېرې انتخابات ترسره شي نو دی د لېبر ګوند مشرتابه ته ځان کانديد کړي.
ستارمر ولې محبوب نه وو؟
د لومړي وزير په توګه د ستارمر د دورې پيل هغه وخت له مشکلاتو سره مخامخ شو چې حکومت یې ډېر غير محبوب اقدامات اعلان کړل؛ په ژمي کې د ميليونو زړو کسانو له پاره د انرژۍ د اضافي لګښتونو د ورکړې قطع کول.
دا پلان د لېبر ګوند په ټاکنیز پروګرام کې شامل نه وو او تر پراخو نيوکو وروسته بالاخره دا ګوند له دې اقداماتو پر شا شو. ستارمر د کورني فارمونو د میراث د مالیې د معرفي کولو له خپلو پلانونو هم پر شا شوی وو ځکه د معاشاتو د مالیې او حداقل معاش د لوړولو د هغه پريکړې سوداګر په غوسه کړي ول.
د هغه کابينه د يو شمیر افتضاحو او جنجالونو تر سيورې لاندې هم راغلې چې پر نورو سربیره پکې تېر کال د مرستيالې لومړۍ وزيرې انجيلا راېنر، د شتمنيو د ماليې د نه ورکولو له کبله له دندې ګوښه کيدل هم شامل دي.
په دې وروستيو کې ستارمر، متحده ايالاتو کې د بريتانيا سفير پيتر مندلوسن، تر هغه وروسته له دندې ګوښه کړ چې له جنسي مجرم جيفري ايپستين سره د نوموړي د څو لسیزو له اړيکو پرده پورته شوه.
دولتي اسناد ښيي چې ستارمر، ته د مندلسن د ګمارلو له کبله د تهديدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړل شوی وو خو هغه سره له دې هم دا کار کړی وو.
دې افتضاح څو میاشتې ستارمر تعقيب کړ او د همدې افتضاح له کبله د نوموړي دوه نږدې مشاورين هم له دنده ګوښه کيدو ته اړ شول. ستارمر، بيا وروسته پارلمان کې د دې خبرې اعتراف وکړ چې هغه وخت یې قضاوت «ناسم» وو.