شټاینمایر په خپله لنډه وینا کې چې په بیلوو ماڼۍ کې یې وکړه، پر دې ټینګار وکړ چې د بوندستاګ انحلال دا مانا نه لري چې پارلمان نور پرېکړه نشي کولی. هغه وویل: "زموږ ډیموکراسي په انتقالي دورو کې هم خپل کار کوي." د ټاکنو تر بشپړېدو پورې پارلمان بشپړ فعالیت لري، کولی شي پرېکړې وکړي او قوانین تصویب کړي.
د قانون له مخې اوسنی حکومت به هم د ټاکنو تر پای وروسته په دنده کې پاتې وي، تر هغه چې نوی بوندستاګ جوړ شي. په هرصورت، شولڅ او زرغون ګوند اوس په لږکیي کي دي او د لږکۍ حکومت مشري کوي. دا پدې مانا ده چې حکومت د اپوزیسیون له ملاتړ پرته نوي پلانونه نشي عملي کولی.
په آلمان کې د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۲۳مه د کیدونکو عمومي ټاکنو تر مخه مخکښو ګوندونو د صدراعظم د څوکۍ له پاره د خپلو کانديدانو نومونه نهايي کړي دي. دا چې کوم ګوند څوک د نوماند په توګه غوره کړی، دلته یې کتلی شئ:
انځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance
اولاف شولڅ، سوسيال ديموکرات ګوند
د سوسيال ديموکرات ګوند څخه اولاف شولڅ، چې برحاله صدراعظم دی، پر ځان یې باور نه دی کم شوی. نوموړي خپل حقوقي شرکت درلود او بيا د څو لسیزو په اوږده سياسي سفر کې د هامبورګ د حکومتي څوکیو په ګډون په فدرالی کچه د کار او د خزانې د وزير په توګه یې دندې ترسره کړي او د آلمان د صدراعظم تر ټولو مهمې څوکۍ ته رسېدلی دی. خو هغه د عامه نظر پوښتنو په حواله په خلکو کې ډېر محبوبيت نه لري.
انځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance
فريډرش میرڅ، مسيحي ديموکرات ګوند
محافظه پال سياستوال فريدرش میرڅ، په تېرو پنځوسو کلونو کې د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره تر ټولو د ډېر عمر لرونکی کانديد دی. د آلمان د لوېديځ زاورلند سره تړاو لرونکی دا کاتوليک مذهبه او د کاروباري چارو وکيل په شخصي شرکتونو کې د دندې اوږده سابقه لري چې د شتمنيو د تنظيم په اړه د نړۍ د تر ټولو ستر شرکت بلېک روک سره یې دنده هم پکې شامله ده.