یو رواني ناروغ په پاکستان کې د کفر ویلو په تور سنګسار شوی
۱۴۰۰ بهمن ۲۴, یکشنبهد شنبې په ورځ (د فیبرورۍ په ۱۲ نیټه) وروسته له ماسپښین څخه د پاکستان د پنجاب ایالت په خانیوال ولسوالۍ کې، شاوخوا ۳۰۰ قهریدلو کسانو یو رواني ناروغ دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور لومړی سنګسار او بیا یي مړی په ونه کې زړولی دی.
دې پیښې یو ځل بیا په پاکستان کې "له کفر ویلو څخه د اتباعو د ساتنې" اصطلاح باندې رڼا اچولې ده. د سیمې د پولیسو ویاند محمد ارشد، د یکشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس (ډي پي ای) ته وویل: «مونږ د ټولو هغو کسانو د نیولو په حال کې یو چې په دې قتل کې یي برخه اخیستې ده.»
نوموړي زیاته کړه چې وژل شوی کس د ګاونډي کلي اوسیدونکی و او د تیرو درو میاشتو راهیسې ورک یا لادرکه و. د هغه په خبره دغه کس د قران کریم د پاڼو په سوزولو تورن شوی و.
محمد ارشد زیاته کړې ده چې لږ تر لږه دری تنه پولیس هغه وخت ټپیان شول چې هڅه یي کوله پاریدلي او قهرجن خلک تر کنترول لاندې راولي او ځانونه زړول شوي جسد ته ورسوي.
په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، لیدل کیږي چې سلګونه کسان په یوه ځای کې راټول شوي دي او دغه رواني ناروغ د مرګ تر حده شکنجه کوي. په پاکستان کې مقدساتو ته توهین یا سپکاوی یوه ډیره حساسه موضوع ده او تورن کسان د افراطي ډلو له تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.
جنید حفیظ دين ته د سپکاوي په جرم د مرګ په سزا محکوم شوی
په ځینو مواردو کې خو په کفر ویلو او مقدساتو ته په سپکاوي تورن کس له تندلارو ډلو له خوا په ډزو وژل کیږي، ژوندی سوزول کیږي، په وهلو ټکولو وژل کیږي او یا هم سنګساریږي.
د پاکستان په شمول اسلامي هیوادونو کې د قانون له مخې که یو څوک دیني مقدساتو ته په سپکاوي تورن کیږي، محکمه مسئولیت لري چې د قضیې د ټولو اړخونو تر څیړنې وروسته ورته سزا وټاکي، خو د پاکستان او افغانستان په څیر ټولنو کې ځینې کسان بی له کوم ثبوت، تحلیل او تورن کس د رواني وضعیت معلومولو څخه قانون په خپل لاس کې نیسي او تورن کس په شکل د اشکالو په قتل رسوي.
د بیلګې په توګه په افغانستان کې څو کال مخکې د فرخندې په نامه د یوې ښځې د وژل کیدو پيښه چې افراطي ډلو د خلکو له احساساتو څخه په استفادې په کابل کې د خلکو په عام محضر کې شکنجه او په قتل ورسوله او وروسته بیا معلومه شوه چې دغه ښځه بی ګناه وه.
فرخنده د ۲۰۱۵ م کال په لومړیو کې د کابل په شاه دوشمشیره کې د قرآن کریم د سوځولو په تور ووژل شوه. هغه مهال د هغې د وژنې د حقیقت موندنې کمېسیون څیړنو ښوولې وه چې فرخندې زیارت کوونکي په ځانگړې توگه ښځې دغه زیارت ته د تللو، سجده کولو، د جنډو د ښکلولو او تعویذونو د اخیستلو څخه منع کړي دي. زیاته شوې ده چې د هغې دغه کار د تعویذ لیکونکو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.
د فرخندې د قتل په تور څلورو کسانو ته د اعدام سزا واورول سوه
د فرخندې قتل هغه مهال د هیواد دننه او دباندې تند غبرگون راوپاروه او په کابل کې په سلگونو کسان سړکونو ته راووتل، لاریونونه یې وکړل او د عدالت غوښتنه یې وکړه. په اروپایي هیوادونو، امریکا، کاناډا او آسترالیا کې هم افغانانو لاریونونه وکړل او پر دې یې ټینگار کړی وو چې د فرخندې د قتل عاملینو ته باید د افغانستان د قوانینو له مخې جزا ورکړل شي.
(dpa) / sn, Kh