د زلزلې په نتيجه کې د ځمکې ټکانونه سهار وختي د افغانستان د سرحدي ښار هرات په شمال لويديځ کې د لسو او تقريبا يولسو مترو په ژوروالي کې رامنځ ته شول. هراتيو ژورناليستانو له يوې «سختې زلزلې» څخه خبره کړې ده. خو د قربانيانو او خساراتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.د مراکش د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۲۰۰۰ لوړ شوی
په ګاونډي هېواد ايران کې هم د زلزلو دغه ټکانونه محسوسېدل. د ايراني دولتي رسنيو په حواله د احتمالي زيانونو د ارزونې په موخه سرحدي سيمې ته ټيمونه استول شوي دي.د افغانستان په هندوکش غرونو کې زلزله شوې ده
په ياده منطقه کې په وار وار سختې زلزلې کيږي ځکه چې دلته عربي، هندي او د اوراسيا د ځمکې ټوټې سره يو ځای کيږي او يو په بلې پورې لګيږي. په ۲۰۲۲م کال کې د يوې ويجاړونکې زلزلې پرمهال له زرو څخه زياتو کسانو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په مراکش کې تر خونړۍ زلزلې وروسته د ژغورنې عملیات
په مراکش کې د ریښتر په کچه د ۶،۸ درجې زلزلې له امله تر ۲۱۰۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په زرونو نور ټپيان دي. په دې منځ کې د زلزلې په درېمه ورځ د ژغورنې هڅي لاهم رواني دي.
انځور: Fadel Senna/AFP/Getty Imagesخلګ له لرې ګوري چې د ژغورني ټیمونه د یو شمیر ژوندي پاتې شوو کسانو لټون کوي. د یکشنبې په ورځ مراکش آنلاین خبري سایټ راپور ورکړ چې د هسپانیا هیواد د لټون او ژغورونکې ټیمونه د ملاتړ لپاره دې دغه هیواد ته رسیدلي.
انځور: Mosa'ab Elshamy/AP/dpد شپې ناوخته یوه خونړۍ زلزله وشوه
مراکش جمعه د شپې له ۱۱ بجو وروسته د ۶،۸ رښتر زورورې زلزلې ولړزاوه. د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت په وینا، تر ۲۱۰۰ ډیر کسان مړه او د ۲۴۰۰ څخه ډیر ټپیان لاهم په بد حالت کې دي.
انځور: Fadel Senna/AFP/Getty Imagesد مراکش تاریخي ښار سخت زیانمن شوی
زلزله د ۱۸.۵ کیلومتره (۱۱ مایله) په ژوروالي کې شوې. د زلزلې مرکز د مراکش جنوب لویدیځ د الحوض په سیمه کې د اطلس په غرونو کې موقعیت درلود. د مراکش تاریخي ښار او سیاحتي ځایونه، د شاوخوا ۸۴۰۰۰۰۰ اوسیدونکو د اوسیدو ځاې دی چې د زلزلې له مرکز څخه یوازې ۷۲ کیلومتره په واټن کې موقعیت لري.
انځور: Abdelhak Balhaki/Reutersد زلزلې له نورو ټکانونو څخه ويره
یو شمیر کسان د بیا زلزلې د رامینځ ته کیدوله امله په ویره کې وخت تیروي.په ټولنیزو رسنیو کې نا تایید شوي انځورونه ښې چې د احتمالي زلزلو په اړه اندیښمن خلک سړکونو ته راوتلي ول او په آزاده فضا کې استوګن شوې.
انځور: Fadel Senna/AFP/Getty Imagesژغورونکو له زلزلې لږ وروسته تر ويجاړيو لاندې د بندو کسانو لټون پیل کړ. روغتیایی چارواکو د مراکشیانو څخه غوښتي چې د قربانیانو سره د مرستې لپاره وینه ورکړي.
انځور: Abdelhak Balhaki/REUTERSد لرې پرتو کلیو لاري قطع شوې
یو شمیر چارواکو خبرداری ورکړی چې کلیو ته د خلکو رسیدل چیرې چې د زړو ودانیو د نړیدو احتمال شته ستونزمن کار دی.
انځور: Fadel Senna/AFP/Getty Imagesمراکشي رسنیو راپور ورکړی چې په غرونو کې، د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ شوي ځکه چې سړکونه د موټرو او همدا شان د ډبرو د را لویدو له امله بند شوي. دا سیمه د غره ختونکو لپاره غوره ځای وو چې اوسیدونکي یې د سیاحت له لارې ډیر عاید ترلاسه کوی.
انځور: Martynas Virzintas/Cavan Images/IMAGOد یونیسکو نړیوال سازمان د تاریخي میراثونو زيانمنېدل
د مراکش اوسیدونکو راپور ورکړی چې په زاړه ښار کې د یونیسکو نړیوال سازمان ځینې ودانۍ نړېدلې دي. دا د مراکش مشهور جومات دی چې په ۱۲ پیړۍ کې جوړ شوی وو خو اوس زیانمن شوی. د جومات ۶۹ متره منارې ته هم د زیان راپور ورکړل شوی
انځور: Wang Dongzhen/Xinhua/picture alliance په یوه پیړۍ کې تر ټولو قوي زلزله
په مراکش کې د جیو فزیک د ملي انسټیټیوټ د مشر په وینا، دا په تیره پیړۍ کې د هیواد ترټولو قوي زلزله وه. په ۱۹۶۰ م کال کې، د ۵.۸ شدت زلزلې د اګادیر بندر ولړزاوه او لږ ترلږه ۱۲۰۰۰کسان یې و وژل. په ۲۰۰۴ کې د مدیترانې ساحلي ښار الحوسیما ته نږدې یوې ویجاړونکې زلزلې د ۶۰۰ څخه د زیاتو خلکو ژوند واخیست.
انځور: Abdelhak Balhaki/Reutersکلیوالي تاریخي ودانۍ د زلزلې له امله زیانمني شوې
د اګادیر زلزلې وروسته، مراکش خپل ساختماني مقررات بدل کړل. مګر په ټول هیواد کې ډیری زړې ودانۍ د دې ډول زلزلو سره د مقابلې لپاره نه دي ترمیم شوي.
انځور: Abdelhak Balhaki/Reutersپه مراکش کې د یاد طبیعي ناورین له امله درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی. شاهي ماڼۍ له زلزلې یوه ورځ وروسته د شنبې په ماښام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملي بیرغ به په ټول هېواد کې نیم ځوړند وي.
انځور: Mosa'ab Elshamy/AP/dp