1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: یوه زده کوونکي دری تنه په ډزو وژلي دي

۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبه

پولیسو ویلي دي چې د مشیګن د یوې لیسې ۱۵ کلن زده کوونکي په نیمه اتوماتیک ټوپک ډزې کړي دي چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي. د بريد انګیزه څه وه؟

USA 15-Jähriger erschießt an Schule in US-Bundesstaat Michigan drei Mitschüler
انځور: Eric Seals/AP Photo/picture alliance

د پولیسو د مشر مرستیال میشایل مک کابې، خبریالانو ته وویل چې د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۲۹ نیټه) د ډزو په دې پيښه کې یو ۱۶ ځوان او دوه نجونې چې یوه یې ۱۷ کلنه او بله یې ۱۴ کلنه وه، وژل شوي دي.

په دې پيښه کې لږ تر لږه د یوه ښوونکي په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي دي. دوه تنه ټپیان عملیات شوي هم دي، په داسې حال کې چې د نورو ټپیانو وضعیت ښه دی.

د ډزو دغه پيښه د اکسفورډ سیمې په اکسفورډ لیسه کې رامنځته شوې ده. دغه سیمه له دیترائت څخه نږدې ۴۸ کیلومتره لیري پرته ده او شاوخوا ۲۲ زره تنه اوسیدونکي لري.

له ډزو څخه هدف څه وو؟

میک کابي خبریالانو ته ویلي پلټونکي هڅه کوي دا معلومه کړي چې د دې ډزو تر شا مقصد څه وو؟ هغه وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کیدونکو دغو تورونو څخه خبر دی چې تر ډزو مخکې د برید ګواښونه ورکول کیدل، خو هغه خبرداری وکړ چې کومې نتیجې ته د پلټونکو تر رسیدو مخکې باید په دا ډول خبرو باور ونه شي.

هغه وویل چې تر برید څو دقیقې وروسته پولیسو برید کوونکی ونیوه. د هغه په خبره له دغه کس سره یو نیمه اتوماتیک ټوپک او مرمۍ هم نیول شوي دي. مائیکل میک کابي وویل: «دغه هلک څو دورې ډزې کړي او له ۱۵ تر ۲۰ مرمۍ یې فیر کړي دي.»

په وسلو د بندیز لګولو وکالت کوونکې او د ډزو پر پيښو نظر ساتونکي یوې ډلې (ایوري ټاون ګن سیفټي) ویلي دي چې دا په روان ۲۰۲۱م کال کې په یوه ښوونځي کې د ډزو تر ټولو بده پيښه ده. د دغې ډلې په حواله په روان کال کې په امریکا کې تر اوسه پورې د ډزو ۱۳۸ پيښې رامنځته شوي دي.

 په امریکا کې په يوه ښوونځي کې تر ټولو ناوړه پيښه د ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ مياشت کې د فلوریډا په پارک لینډ کې رامنځته شوې وه. په دې پيښه کې ۱۷ تنه وژل شوي ول.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب