1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: پر ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو شمیر ۴۳ ته لوړ شوی

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

تیره اونۍ په کابل کې پر تعلیمي مرکز په ځانمرګي بريد کې د قربانیانو شمیر ۴۳ کسانو ته لوړ شوی او ۸۳ نور ټپیان دي. د دې برید اکثره قربانیان نجونې وې.

د دشت برچي د برید د قربانیانو شمیر لوړ شوی
د دشت برچي د برید د قربانیانو شمیر لوړ شویانځور: AFP/Getty Images

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۳) په تویتر کې لیکلي دي چې د دې برید اصلي قربانیان نجونې او ځوانې ښځې دي. د دغه سازمان په خبره ممکن د قربانیانو شمیر لا زیات لوړ شي.

برید د کابل په دشت برچي سیمه کې چې ډېر اوسیدونکي یې په هزاره لږکۍ پورې تعلق لري شوی دی. دغه شعیه اوسیدونکي په دې وروستیو کلونو کې په پرله پسې ډول د بریدونو هدف ګرځول شوي دي. تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.

دغه زده کوونکي چې اکثره یي نجونې وې په پوهنتونونو کې د شاملیدو له پاره د ازمايښتي کانکور آزموېنې ته ورغلي وې. د جمعې ورځې ځانمرګی برید د کابل په ګډون په یو شمیر نورو ښارونو کې هم د ښځو د احتجاجي مظاهرو سبب شو.

اړوند:په کابل کې په یوه ښوونځي او یوه روزنیز مرکز کې چاودنې شوي

په دې توګه شاوخوا ۱۰۰ ښځو په هرات ولایت کې د یوه ځانګړي قوم د «نسل وژنې» پر ضد او زده کړو د حق له پاره مظاهرې وکړې.

په هرات ولایت کې د ښځو مظاهرې د طالبانو له خوا سرکوبه شويانځور: AFP/Getty Images

دغه مظاهرې د طالب جنګیالیو له خوا د ښځو په وهلو ډبولو او هوایي ډزو سره تیت او پرکي شوې.

د فرانسې خبري آژانس ليکلي چې هزاره ګان د افغانستان د شاوخوا ۳۸ میلیونه نفوس د ۱۰ تر ۲۰ سلنه برخه ده. ادعا کیږي چې دوی له لسیزو راهیسي زورول کیږي.

اړوند: هراتۍ مېرمنې: «طالبانو راباندي هوايي ډزي وکړې او موږ يې ووهلو»

تر دې مخکې طالبان له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال، پر دې قومي لږکۍ د بریدونو په ترسره کولو تورن ول او اوس هم پر طالبانو ورته تورونه لګول کیږي.

له هغه وخت راهيسي چې طالبان يووار بيا واک ته رسیدلي دي، په افغانستان کې په دوامداره توګه د ښځو مظاهرې سرکوبه کیږي. خو سره له دې هم فعالانې په پرله پسې ډول کوښښ کوي چې د خپلو حقونو د محدودیدو پر ضد مظاهرې وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل