1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيافریقا

گاونډیو هیوادونو ته د سوډان د جگړې د لمن پراخیدو ویره

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

د اوربند سربیره په سوډان کې جگړه دوام لري. اروپایي اتحادیه په گاونډیو هیوادونو کې سوډان ته د ورته نښتو رامنځته کیدو انديښنه لري. د بسونو هغه کاروان چې د امریکا له خوا سازماندهي شوی د سوډان بندري ښار ته رسیدلی دی.

Sudan Britische Bürger Khartum Evakuiert
په سوډان کې د بریتانوي ځواکونو له خوا د تخلیې پروگرامانځور: UK MOD/Handout via REUTERS

په سوډان کې اوس هم د جگړې اور بل دی. د فرانسې خبري آژانس د عیني شاهدانو په حواله رپوټ ورکړی دی چې اوربند د موافقې سربیره د شنبې په ماښام هم جنگي الوتکې د پلازمېنې خرطوم پر فضاء الوتنې کولې او د دغو بریدونو په ځواب کې د هوایي دفاع توغندي توغول کیدل.

په سوډان کې د شنبې په ورځ اوربند مراعات نه شو

د خرطوم په گاونډي ښار عمدورمان کې هم د یکشنبې تر سهاره پورې جگړه روانه وه. په ځانگړي توگه په هغه سیمه کې چیرې چې دولتي تلویزون موقعیت درلود هلته جگړه شدیده وه. تراوسه پورې د دغو شخړو له کبله د اوښتي مالي او ځاني زیانونو په اړه ارقام نه دي خپاره شوي.

اروپایي اتحادیه له دې کبله انديښمنه ده چې د سوډان جگړه گاونډیو هیوادونو ته سرایت ونه کړي. د دغې اتحادیې کمیسار او د بشري بحرانونو مدیر مسئول یانس لنارچیچ د «بلډ ام زونټاگ» المانۍ ورځپاڼې ته وویل: «د سوډان په یو شمیر گاونډیو هیوادنو کې د ورته شخړو رامنځته کیدو شرایط موجود دي.» نوموړي گاونډیو هیوادونو ته د بحران د پراخیدو واقعي خطر له کبله انديښنه څرگنده کړه: «د داسې یوې پيښې پایلې به ویجاړوونکي وي.»

لنارچیچ ټینگار کړی دی: «لومړیتوب باید دا وي چې د جگړې دواړه ښکیلې خواوې سولې ته را وبلو.»

د اروپايي اتحادیې کمیسار د هغه څه چې په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي یادونه وکړه: «دغه هیواد په اور کې سوزي او هیڅ نه لري: پاکې اوبه، درمل او د سون توکي».

انځور: El-Tayeb Siddig/REUTERS

د ټول هیواد په کچه سلگونه بشردوستانه پروگرامونه ځنډول شوي دي، زیرمې لوټل شوي او د تگ راتگ وسیلې چې د بشري مرستو سازمانونه ورته اړتیا لري له منځه تللي دي.

د ملگرو ملتونو د بیړنیو مرستو دفتر په وینا په خرطوم کې د درملنې تر ۶۰ سلنه ډیر مرکزونه بند دي. په میلیونو انسانان طبي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري او د دغه هیواد په لسگونو زره اتباعو گاونډیو هیوادونو په ځانگړي توگه اتیوپیا او مصر ته پناه وړې ده.

د بهرنیانو تخلیه

هغه دری ورځنی اوربند چې د سه شنبې په ورځ پیل شوی او د پنجشنبې په ورځ د دری نورو ورځو له پاره وغځول شو جگړې ته یې د پای ټکې کې نه ښودلی شو، خو دا فرصت یې رامنځته کړ چې بهرني اتباع له سوډان څخه ووځي. له سوډان څخه د بهرنیانو د انتقال موضوع اوس مهال عمدتاً د سمندر له لارې ترسره کیږي. د امریکا متحده ایالاتو له خوا د نقلیه وسایلو کاروان د شنبې په ورځ د سوډان بندر ته ورسید.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د امریکایي اتباعو سربیره، د بهرنیو شرکتونو او سازمانونو سوډاني کارکوونکي او د نورو هیوادونو اتباع هم د سره بحیرې له لارې د سعودي عربستان جدې ښار ته انتقال شوي دي.

له سوډانه د آلماني وگړو لومړۍ الوتکه برلين ته رسېدلې

د بریتانیا حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هیواد په الوتکو کې د ځای نیولو له پاره د کمې تقاضا له کبله یې له سوډان څخه د بریتانوي او نورو په شرایطو برابرو اتباعو د تخلیې بهیر ځنډولی دی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا له سه شنبې ورځې راهیسې په ۲۱ پروازونو کې شاوخوا ۱۹۰۰ کسان له سوډانه ایستل شوي دي.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک هم ویلي دي چې د الماني پوځ په وسیله د سلگونو کسانو تر را ایستلو وروسته  ډیر لږ شمیر کې المانان په خرطوم کې باقي پاتې دي. د هغو له پاره هم دا احتمال شتون لري چې له سوډانه ووځي. الماني پوځ تر ۷۰۰ ډیر کسان چې د ۴۰ هیوادونو اتباع ول له سوډان څخه ایستلي دي.

په سوډان کې د قدرت پر سر جگړه د اپریل په ۱۵ نیټه د عبدالفتاح البرهان په مشرۍ د پوځي واحدونو او د جنرال محمد حمدان داگلو چې په همتي مشهور دی په رهبرۍ د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو  (RSF)ترمنځ پيل شوه.

سوډان له ۴۶ میلیونه نفوس سره د افریقا تر ټولو دریم گڼ میشته هیواد گڼل کیږي. د جگړې تر پیلیدو مخکې هم د دغه هیواد یو پر دریمه برخه وگړي بشري مرستو ته اړ ول.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل