1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوډان

په سوډان کې د ملګرو ملتونو ۶ سوله ساتي ځواکونه وژل شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس، ډي پي اې
۱۴۰۴ آذر ۲۳, یکشنبه

په سوډان کې د ډرون یوه برید د ملګرو ملتونو شپږ سوله ساتي ځواکونه چې د بنګله دېش دي، وژلي دي. د سوډان پوځ د حملې پړه پر مخالفې ډلې (آر اس اف) اچولې، خو هغوی رد کړې. ګوتریش او بنګله دېش پرې اندېښنه ښوولې ده.

آرشیف - د ملګرو ملتونو سازمان دفتر
 په سوډان کې د ډرون یوه برید د ملګرو ملتونو شپږ سوله ساتي ځواکونه چې د بنګله دېش دي، وژلي دي.انځور: Michael Nguyen/NurPhoto/picture alliance

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتوني ګوتریش وویل چې د شنبې په ورځ په سوډان کې د دغه سازمان پر یو مرکز باندې د ډرون یوه حمله شوې چې پکې شپږ سوله ساتي ځواکونه چې د بنګله دېش دي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

حمله د سوډان د جنوبي ایالت کردفان په مرکز کادوقلي کې د «ابیې له پاره د ملګرو ملتونو د موقتي امنيتي ځواکونو» (UNISFA) پر یو لوژستیکي مرکز شوې ده.

ګوتریش دا یوه د «نه توجیه وړ» حمله بللې او ويلي دي چې دا ډول حملې «ممکن تر نړېوالو قوانینو لاندې جنګي جنایتونه رامنځ ته کړي.»

نور ولولۍ: سوډان: پر روغتون او وړکتون برید کې تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شوي

د سوډان حکومت او پوځ د دغې حملې پړه پر مخالفې نیمه پوځي ډلې «رپيد سپورټ فورسیس» (RSF) وراچولې، خو دغې ډلې په حمله کې لاس لرل رد کړې دي. آر اس اف، په یوه اعلامیه کې چې پر تلیګرام ېې خپره کړې د حکومت او پوځ ادعا بې بنسټه بللې ده.

د پوځ مشر، جنرال عبدالفتاح برهان دغه حمله یو «خطرناک تشدید» بللی دی.

د بنګله دیش موقت رهبر محمد یونس په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغې حملې هغه «سخت خواشینی» کړی او له ملګرو ملتونو ېې غوښتي چې د بنګله ديشي کارمندانو له پاره بېړني ملاتړ امکانات مهیا کړي.

نور ولولۍ: ملګري ملتونه: په سوډان کې پر جنازې برید کې ۴۰ کسان وژل شوي

یونس په اعلامیه کې د وژل شوو سرتېرو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ویلي چې «حکومت به په دغه سخته ورځ د [قربانيانو] له کورنیو سره ولاړ وي.»

د بنګله دېش پوځ ساعتونه مخکې په یوه اعلامیه کې وویل چې «په سیمه کې اوس هم وضعیت بې ثباته دی او له اورپکو سره نښتې ادامه لري.»

پوځ دا هم ويلي چې ټپیانو ته د دارو درملو د رسولو له پاره عملیات ادامه لري.

نور ولولۍ: یو شمیر هیوادونو په سوډان کې د ملکي خلکو وژنه غندلې ده

سوډان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د پوځ او آر اس اف نیمه پوځي ډلې ترمنځ په کورنۍ جګړه کې ښکیل دی. دغې جګړې د نړۍ یو تر ټولو ناوړه بشري بحران رامنځ  کړی چې تر اوسه پکې په لسونو زره کسان وژل شوي، په ملیونونو نور له خپلو کورنو بېځایه او دغه هېواد ېې له قحطۍ سره مخ کړي دي. 

له آرشیف څخه (02.05.2023):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب