د دغه برید تور د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) پر وسله والو پورې شوی چې له اپرېل ۲۰۲۳ راهیسې د سوډاني پوځ سره په شديده جګړه کې ښکېل دي.
د نړیوال روغتیایي سازمان بې پولو ډاکټرانو عمومي منشي کریس لاکیر چې د اُم درمان په الناؤ روغتون کې و، د ټپیانو د راوړلو صحنې یې بیان کړې. هغه د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه) ناوخته پر X (پخوانی ټویټر) ولیکل: "زه وینم چې د نارینه، ښځو او ماشومانو ژوند له منځه تللی، ټپیان په هره ممکنه ځای کې پراته دي."
هغه زیاته کړه: "ډاکټران د مرستې هڅه کوي خو دلته لسونه خلک له خطرناکو ټپونو سره دي، د مړو ځای له جسدونو ډک دی."
د جګړې پراخ تاوانونه د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د سوډان د پوځ مشر، جنرال عبدالفتاح البرهان او د RSF مشر، محمد حمدان داګلو (حمیدتي) ترمنځ جګړې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک دې ته اړ ایستلي چې خپل کورونه پرېږدي.
د لویدیځو هیوادونو او د بشري حقونو سازمانونو د دواړو اړخونو پر ضد د پراخو جنګي جنایتونو تورونه لګولي چې پکښې ډله يیزې وژنې، پر ښځو او نجونو جنسي تېري او پر ملکي ودانیو (روغتونونه، کلیساوو) بریدونه شامل دي.
سوډاني پوځ په وروستیو کې د خرطوم په پراخې سیمه کې چې اُم درمان پکښې شامل دی، مهم پوځي پرمختګونه کړي دي. خو لا هم د اُم درمان لویدیځ کې داسې سیمې شته چې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) تر ولکې لاندې دي.
له دوو اونیو راهیسې په سوډان کې سخته جګړه روانه ده او رامنځ ته شوی اوربند نه دی مراعات شوی. د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره د سوډان د د خلکو له پاره د سره صلیب مرستې دغه هیواد ته ورسیدې. انځور: EL TAYEB SIDDIG/REUTERS د ناروغانو او ټپيانو له پاره درمل د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان وکړ چې اته ټنه ژوند ژغورونکي طبي توکي په یوه مرستندویه الوتنه کې د بورسوډان ښار ته واستول شول. په دې مرستو کې د جراحي وسایل، د بې هوښۍ دارو او د زخمونو بنداژونه شامل دي. دا انځور د اردن په پلازمینه کې له الوتنې مخکې د دغو مرستو د موادو باریدل ښيي.
انځور: ICRC/AFP د روغتیايي "ناورین" په درشل کې دروغتيا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، د جګړو دوام ته په پام سره، سوډان د صحي مراقبت له نظره د یوه "ناورین" په درشل کې دی. دغه سازمان ویلي دي چې د شخړو له پیل څخه مخکې هم د سوډان روغتیايي سیستم له ډیرو بحرانونو سره مخامخ وو.
انځور: Str/REUTERS اوربند، لږ تر لږه د کاغذ پر مخ په سوډان کې د جګړې ښکېلو اړخونو یو ځل بیا د ماتيدونکي اوربند پر غځولو توافق کړی دی. اردو او د چټک ملاتړ ځواکونو (آر اف اس) په نوم ملیشه یي ډلې تائید کړې ده چې اوربند باید لږ تر لږه د چهارشنبې تر شپې پورې دوام پیدا کړي. د دوی په وینا د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان په نوښت د اوربند د بیا غځولو هوکړه شوې ده.
انځور: Omer Erdem/AA/picture alliance د بشري وضعيت په اړه انديښنې ملګرو ملتونو په سوډان کې له یوه ناورین څخه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتین ګریفیتس د شنبې په ماښام ټویټ وکړ، چې په سوډان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی دی. د اوربند پر تمدید سربیره د دوشنبې په ورځ هم په خرطوم کې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
انځور: AFP ملکي خلک د ښکيلو اړخونو ترمنځ بند پاتي دي د اپریل په ۱۵ د جنرالانو تر منځ د واک پر سر مبارزې زور واخیست او پایله یې وسله واله نښته شوه. هیڅوک نه پوهیږي چې تر اوسه په دې جګړه کې څومره کسان وژل شوي دي. د رسمي معلوماتو له مخې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي او ۴۳۰۰ بیا ټپیان شوي دي. اصلي ارقام ښایي له دې څخه ډیر لوړ وي. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په دغه هیواد کې د ۶،۷ میلیونه کسانو ملاتړ ودروي.
انځور: -/AFP په زرګونو خلک د تيښتې په حال کي دي سوډان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی. خلک یې باید له جګړې څخه د تېښتې له پاره پیسې او پر لاره د تلو توان ولري. ډیری خلک د خوندیتوب په لټه کې د چاد په څیر ګاونډیو هیوادونو ته تللي، لکه په پورتني انځور کې چې لیدل کیږي. بې ځایه شوي کسان د خوړو نړیوال پروګرام څخه د مرستې ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي.
انځور: Mahamat Ramadane/REUTERS ډیری هیوادونو خپل اتباع له سوډان څخه ایستلي دي. په دې کښتۍ کې شاوخوا ۱۹۰۰ کسان د سور سمندر له لارې د سعودي عربستان جده بندري ښار ته لېږدول شوي وو. د بېلګې په توګه د چين، پاکستان او برازيل زيات شمېر اتباع د سمندر له لارې له دغه هېواده وتلي دي.
انځور: Fayez Nureldine/AFP هغه کسان چې کولی یې شول، د الوتکو په واسطه له دغه هیواد ووتل. په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو لکه اروپایي او شمالي امریکا هیوادونو خپل اتباع له سوډان څخه د الوتکو په واسطه وایستل.
انځور: Arron Hoare/UK MOD/Handout via REUTERS دغه چینايي وګړی د چین د پوځ د سمندري بېړۍ په واسطه سعودي عربستان ته ولېږدول شو. په ورته وخت کې د سوډان خلک پر شخړو سربیره له بشري بحران سره مخامخ دي، چې کولی شي ټوله سیمه اغیزمنه کړي.
انځور: Wang Haizhou/Xinhua/picture alliance له نړیوالې ټولنې څخه د اقدام غوښتنه د سوډان ډيرې وګړو د ځواکمنو صنعتي هیوادونو څخه د غبرګون ښوولو غوښتنه کړې ده. فعالانو په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او د امریکا متحدو ایالاتو د مداخلې او په سوډان کې د خونړیو شخړو په پای ته رسولو کې یې د نقش لوبولو غوښتنه وکړه.
انځور: AFP