1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوډانه د رايستل شویو افغانانو دویمه ډله کابل ته رسېدلې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۵, جمعه

طالبان وايي چي له سوډان څخه يې دوهمه ډله افغانان رايستلي دي. دوی وايي چې دا افغانان د آریانا افغان هوايي شرکت په مټ نن کابل ته لېږدول شوي دي.

سوډان / ولسي خلک سعودي عربستان ته لېږدول کیږي
سوډان / ولسي خلک سعودي عربستان ته لېږدول کیږيانځور: AMER HILABI/AFP/Getty Images

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوډان کې د بند پاتې شویو افغانانو دا دویمه ډله څو ورځې وړاندې سعودي عربستان ته لېږدول شوې وه.

د دغه وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد تکل د کابل نړېوال هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل: «نن جمعه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په همکاری سره وکولای شول چې د سوډان په جګړه کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه چې ۴۳ تنه کیږي د آریانا هوايي شرکت په مرسته خپل هېواد ته په خوندې شکل رانقل کړي.»

تکل په خپله ټویټرپاڼه د رايستل شویو افغانانو له ډلې د ډاکټر ایمل په نوم د یو رايستل شوي افغان ویډیو خپره کړې.

هغه په دې ویډیو کې ویلي: «د سعودي عربستان په جده کې زموږ د اسلامي امارت سفارت او قونسلګري زموږ ډېره ښه پذیرايي وکړه.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سوډان په جګړه کې ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي چې له دې ډلې ۴۳ یې کابل ته ورسېدل.

اړوند مطالب:طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي

تکل وايي چې د سوډان په جګړه کې د بند پاتې نورو افغانانو د خوندې رايستنې هلوځلو ته هم دوام ورکوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب