1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوډان

سوډان: پر روغتون او وړکتون برید کې تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۱۷, دوشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سوډان په سویلي کردفان ایالت کې پر یوه روغتون او وړکتون د تیرې اونۍ په «بې معنی» بریدونو کې د ۶۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۴ تنه وژل شوي دي.

د چاد سرتیري هغه موټرې پلټي چې د چاد او سوډان ترمنځ تګ راتګ کوي.
د پنجشنبې ورځې برید کې د ۶۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.انځور: Amr Abdallah Dalsh/REUTERS

په سوډان کې سیمه ایز چارواکي او د «ګالوګي» اداري واحد مشر عصام الدین السید، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د پنجشنبې (د دسمبر میاشتې ۴ نیټه) په ورځ په د پوځ تر کنترول لاندې ښار باندې د ملیشه ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په برید کې «لومړی یو وړکتون، بیا یو روغتون او دریم ځل هغه خلک چې هڅه یې کوله ماشومان وژغوري، په نښه کړای شول.»

د ۲۰۲۳م کال له اپریل راهیسې د سوډان د پوځ او د «چټګ ملاتړ ځواکونو» په نامه ملیشه و ترمنځ جګړه روانه ده چې لسګونو زره کسان په کې وژل شوي او نزدې ۱۲ میلیونه کسان مهاجر یا بې ځایه شوي دي.

د اکتوبر په وروستیو کې د سوډان په لویدیځ کې د الفاشر ښار تر نیولو وروسته، د چټک ملاتړ ځواکونو د ختیځ پر لور د کردفان نفتي سیمې ته چې په درو ایالتونو ویشل شوې ده، پرمختګ کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم غبریسوس، د دغه سازمان پر روغتیایي مراقبتونو د بریدونو د څار سیستم په استناد په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي دي چې دغه بریدونه «پر یوه وړکتون او لږ تر لږه درې ځله ورته نږدې د کالوګي په کلیوالي روغتون شوي دي چې د ۶۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۴ کسان په کې وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.»

غبریسوس وویل چې د پنجشنبې ورځې له برید څخه ژغورل شوي ناروغان سویلي کردفان کې «ابو جبیهه» روغتون ته انتقال شول.

نوموړي وویل: «په د انديښنې وړ ډول، مرستندویان له وړکتون څخه روغتون ته د ټپيانو د انتقالولو پر مهال تر برید لاندې ونیول شوي.»

ناامني، انارشي، وچکالي او د قحط ګواښ د نړۍ په تر ټولو نوي هيواد کي

02:53

This browser does not support the video element.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ملکي خلکو او روغتیایي مرکزونو دغه «بې معنی» بریدونه وغندل او یو وار بیا یې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او بشري مرستو ته، له دې ډلې روغتیاي خدماتو ته د لاس رسي زیاتیدو غوښتنه وکړه.

«سوډانیان ډیر زیات زوریدلي، همدا اوس اوربند وکړئ!»

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان پر روغتیایي مرکزونو بریدونه تاییدوي، خو د څیړنیزې ادارې د نه موجودیت له کبله د دغو بریدونو عاملین مشخص نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په روان میلادي کال کې په سوډان کې په مجموعي ډول ۶۳ بریدونه ثبت کړي دي چې د ۱۶۱۱ کسانو د مړینې او ۲۵۹ کسانو د ټپي کیدو سبب شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي انتونیو ګوتېرش ویاند سټیفن دوشاري په نیویارک کې وویل چې د پنجشنبې ورځې د خونړیو بریدونو رپوټونو په وحشت کې اچولی دی.

 هغه وویل: «سرمنشي له ټولو هغو هیوادونو چې پر ښکیلو اړخونو نفوذ لري، غواړي چې په بیړه اقدام وکړي او له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې دې دواړه خواوې سمدستي پر اوربند او دوسلو لیږد بندولو[چې د جګړې اور د پراخولو له پاره ترې استفاده کیږي] موافقې کولو ته قانع کړي.»

د فرانسې خبري آژانس همدارنګه روپوټ ورکړی دی چې د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو چې اوس مهال له منظم پوځ سره په جګړه کې دي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په سویلي سرحد کې یې د دې هیواد تر ټولو ستر نفتي میدان تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی.

د چټک ملاتړ ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د هګلیګ د نفتي سیمې ازادول د ټول هیواد د ازادولو له پاره یو مهم پړاو دی.»

په ورته وخت کې د پوځ یوې سرچینې دغه تصرف تایید کړی دی او د فرانسې خبري آژانس ته یی ویلي دي چې د نفتي تاسیساتو د ساتنې او زیان اوښتو د مخنیوي له پاره یې پر شاتګ کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب