1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سهیل شاهین په قطر کې د طالبانو د سفیر په توګه ګمارل شوی

شمس الرحمن ناصر | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبه

د طالبانو ادارې سهیل شاهین په قطر کې د خپل سفیر په توګه ګمارلی دی. شاهین مخکې تر دې په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

سهیل شاهید په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې مهم نقش درلود
سهیل شاهید په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې مهم نقش درلودانځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته ویلي دي چې سهیل شاهین د داکتر محمد نعیم پر ځای د دغې ډلې د ادارې له خوا په قطر کې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی. ویل کیږي چې محمد نعیم د قطر په سفارت کې د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

سهیل شاهین یو د طالبانو له مهمو څیرو څخه شمیرل کیږي چې په انګلیسي ژبه تسلط لري او له بهرنیو دیپلوماتو سره یې په پرله پسې ډول لیدنه کتنه کړې ده.

طالبانو د واک له نیولو وروسته په لومړیو میاشتو کې هغه (سهیل شاهین) د ملګرو ملتونو په سازمان کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړ، خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې طالبانو ته د افغانستان د استازولۍ د سپارلو په هکله تصمیم نه دی نیولی.

سره له دې چې د درو کلونو په تیریدو د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه ده پيژندلې، خو د قطر په شمول یو شمیر هیوادونه د طالبانو له ادارې سره نږدې اړیکې لري.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د مذاکراتو په موخه پرانیستل شو او دغه هیواد د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه و. قطر اوس هم د افغانستان په اړه د ډیرو مهمو غونډو کوربه توب کوي.

په دوحه کي د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين سره مرکه

06:19

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب