د اندونیزیا د پولیسو په حواله په دغه ځانمرګي برید کي حداقل ۹ تنه ټپیان سوي دي. د پولیسو محلي قوماندان ویلي چي هغه جسد چي موږ د پیښي په ځای کي پیدا کړی، ډیر ګومان کیږي چي په خپله د ځانمرګي برید کوونکي وي.
تر دې مخکي د کومپاس په نامه ټلویزوني چینل د یوه ممکنه ځانمرګي برید په هکله آوازې خپرې کړي وې. د پیښي ځای ته ډیر امبولانسونه او د پولیسو ځانګړي ځواکونه رسیدلي دي.
انځور: Yusuf Wahil/AP Photo/picture alliance تر اوسه لا د برید د سرته رسولو اصلي علت نه دی معلوم. د اندونیزیا د تقریبأ ۲۷۰ میلیونه نفوس څخه څه ناڅه ۸۷ فیصده یې مسلمانان او تقریباً ۱۰ فیصده یې عیسویان دي.
اندونیزيا له ډوبېدو سره مخامخ دی
اوبه ورځ تر بلي لوړيږي: سيلابونه د اندونيزيا د جاوا نيمه ټاپو د ساحلي سيمو د اوسيدونکو د ژوند برخه گرځيدلي دي، خو اوس دلته وضعيت ورځ تر بلې ستونزمن کيږي. انځور: Reuters/Beawiharta په لندو بوټونو سره ښوونځي ته تلل اوبه یې تر بجلکو رسيږي. خو د پانتای باهاگيه لومړی ښوونځي دغه نجونو بايد خپله لاره ووهي. د اندونيزيا په نيمه ټاپو جاوا کې سيلابونه د ورځني ژوند برخه گرځيدلي دي. د اقليم بدلون له وجې د سمندر د اوبو کچه مخ پر لوړيده ده او توپانونه هم زيات شوي دي.
انځور: Reuters/Beawiharta پخوا بحر ډير ليرې پروت وو خو اوس کابو هره ورځ اوبه تر درسي خونو رسيږي او پر ځمکه خټه پريږدي. له جاکارتا سره نزدې پرته ساحلي سيمه پانتای باهاگيه تر ټولو زياته اغیزمنه ده. د جاکارتا د اقليم کارپوهان انديښنه لري چې په راتلونکو لسیزو کې به د سمندر کچه تر۹۰ سانتي مترو پوري لوړه شي.
انځور: Reuters/Beawiharta د جاکارتا د موارو بارو په بندر کې د يوې ښځې موټر سايکل د کاک د تختو په مرسته د اوبو پر سر کشيږي. څو ميليوني ښار جاکارتا هم په سيلاب کې ډوب دی او ابتکار او له سيلابه سره چل ول د ژوند برخه گرځيدلي دي. دمگړۍ د ښار کابو ۴۰ سلنه برخه د سمندر تر کچي لاندې پرته ده.
انځور: Reuters/Beawiharta د جاکارتا په کالي ـ ادم بندر کې يوه تن په شربتو بار خپله کراچۍ درولې ده. د اوبو د ډيريدو يوه وجه د مانگرو (يو ډول گيا) ځنگلونو له منځه تلل دي. دا گيا په طبيعې ډول د اندونيزيا په ساحلونو کې شنه کيږي او د سيلابونو او اوبو د ختلو مخه نيسي.
انځور: Reuters/Beawiharta په سري وولان نومې کلي کې يوه ښڅې په داسې حال کې د تلويزيون ننداره کوي چې ټول کور یې د سيلاب اوبو نيولی دی. د کور اليکترونيکي سامان آلات پر سيمټي تختو درول شوی څو د ژوند عادي چارې په دې اضطراري حالت کې هم پر مخ ولاړې شي.
انځور: Reuters/Beawiharta په سري وولان کلي کې د دې کور د ناستي خونې ته اوبه ننوتلي دي. د کب نيونکو دا کورنۍ د ښه راتلونکي په تمه خپل ژوند ته ادامه ورکوي. دوی بل ځای ته د تللو له پاره پيسې نه لري. ډيری يې بيا له خپل ټاټوبي سره د مينې له کبله هم پريښودو ته چمتو نه دي.
انځور: Reuters/Beawiharta په ناوړه چاپيريال کې د ژوند کولو زمينه برابرول د سيمې ځوان اوسيدونکي هم په خپل ټاټوبي کې پاته دي: لکه د بيدونو په يوه کور کې په يوه اکواريم ډوله کوټه کې ناسته دغه محصله سريواريش. د دې پلاستکي خيمې له برکته د کور لږ تر لږه ځيني شيان او جامې خو د دوامداره رطوبت څخه خوندي وي.
انځور: Reuters/Beawiharta په بندري ښار سيمارانگ کې يو سړی د خپل ورور پر قبر چې شا او خوا یې اوبه دي، لمونڅ کوي. حکومت نه يوازې دلته د سيلاب د مخنيوي هڅې کوي، بلکې په ټوله ساحلي تراډه کې د چاپيريال ساتني له سازمانونو سره په شریکه د مانگرو گياوې کري، بندونه جوړوي او خلک نورو سيمو ته انتقالوي. خو دا هر څه دومره آسانه نه دي.
انځور: Reuters/Beawiharta د ساحل د ساتلو په موخه په جاکارتا کې يو کانکريتي ديوال جوړ شوی دی. خو کارپوهانو انديښنه څرگنده کړې ده چې دغه ډول بند جوړول به کافي نه وي.
انځور: Reuters/Beawiharta په خطرناکه ساحه کې د ماشومانو ساعت تيري له اوبو څخه خوند اخيستل: دا هلکان د جکارته په کالي ـ ادم بندر کې لامبو کوي. د کارپوهانو په خبره اندونیزيا د ساحلي سيمو د ډوبيدو او ځمکې د ښکته کيدو د مخنيوي له پاره کابو يوه لسيزه وخت لري. تر هغه وروسته به د ميليونو انسانانو ژوند لا پسې خراب شي.
انځور: Reuters/Beawiharta