د تېرو دريو لسیزو په پرتله په ټوله نړۍ کې که څه هم چې د ځان وژنې د پېښو کچه ټيټه شوې خو د کارپوهانو په نظر یې اوس هم شمیر ډېر زيات دی. په آلمان کې یوازې په ۲۰۲۳م کال کې تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو ځان وژنه کړې وه.
په آلمان کې يوازې په ۲۰۲۳م کال کې تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو ځان وژنه کړې وه چې دا د ترافيکي پېښو، ایدز، غير قانوني مخدره موادو او تاوتريخوالي له کبله مړينو څخه ډېر دي.انځور: Imago-Images/Panthermedia/A. Guillem
اعلان
د يوې ارزونې پر اساس چې يوې څيړنیزې ډلې د «نيچر مينتل هیلت» د مجلې له پاره کړې ده، له ۱۹۹۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پوره د نړۍ په ۱۰۲ هېوادونو کې د ځان وژنې په کچه کې په اوسط ډول ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. په شتمنو هېوادونو کې د ځان وژنې کچه تر دې هم ټيټه ده.
دا شمیرې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د ارقامو پر بنسټ د نړۍ د پنځوو لويو وچو له هېوادونو ترلاسه شوي دي. د سيول د کيونګ هي پوهنتون د ميديسن کالج د سون کم، او سيلن وو، په مشرتوب يوې نړيوالې ډلې دا ډيټا يا معلومات ارزولي دي.
څيړونکو روښانه کړې ده چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د ځان وژنې تعریف کيدای شي مختلف وي، چې پر شمیرو اغیزه کوي.
تر ټولو زياتي ځان وژنې په کومو هيوادونو کي؟
په نړۍ کي د ځان وژنو يا خودکشيو شمېر د کالونو په تيريدو لا زيات سوی دی. په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ چي په کومو هيوادونو ته کي ځان وژنه تر ټولو زیاته ده. ۲۷ انځورونه يې دلته وګورئ:
انځور: Colourbox
په ټولو هيوادونو، ټولونو او قشرونو کي
خودکشي يا ځان وژنه د نړۍ په تقريبا ټولو هيوادونو کي بېله توپيره چي هغه بډای او که مسکين دي، يوه ناوړه موجوده پديده ده. په داسي حال کي چي د نړۍ بيل اديان لکه اسلام په سخته د ځان وژني ممانعت کوي، خو بیا داسي ټولنې او اديان هم موجود دي چي په پرتليزه توګه ځان وژنې ته هغه نظر نه ګوري. بعضي هيوادونه د ځان وژني شمېر نه ثبتوي. هغه چي ثبتوي يې هم ښايي په بشپړه توګه دقيقي نه وي.
انځور: Colourbox/kuzmafoto
۱۲۵ مقام ـ افغانستان ـ ۴ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۲۵ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي. دا هغه خودکشۍ دي چي د جنګي وسلې په توګه نه بلکه له نورو عواملو کيږي. دا چي دغه شمېره صرف ثبت سوي ځان وژني ښيي نو ښايي يو شمېر داسي ځان وژني هم وي چي ثبت سوي نه دي.
انځور: DW/C. James
۲۵ مقام ـ هنګري ـ ۱۵،۷ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۵،۷ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: THOMAS COEX/AFP/Getty Images
۲۴ مقام ـ هند ـ ۱۶ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه 16 کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Getty Images/G. Copley
۲۳ مقام ـ بلجيم ـ ۱۶،۱ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۶،۱ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann
۲۲ مقام ـ بورکينا فاسو ـ ۱۶،۵ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۶،۵ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: picture-alliance/dpa
۲۱ مقام ـ اوکراين ـ ۱۶،۶ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۶،۶ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Getty Images/S. Gallup
۲۰ مقام ـ لاتويا ـ ۱۷،۴ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۷،۴ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Zelma Brezinska
۱۹ مقام ـ کامرون ـ ۱۷،۵ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۷،۵ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: picture alliance/dpa/J. P. Kepseu
۱۸ مقام ـ سويس ـ ۱۷،۹ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۷،۹ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: picture-allianc/dpa/T. Eisenhuth
۱۷ مقام ـ روسيه ـ ۱۷،۹ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۷،۹ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: picture alliance/K. Kokoshkin
۱۶ مقام ـ زمبابوې ـ ۱۸ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۸ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: DW/P. Musvanhiri
۱۵ مقام ـ پولند ـ ۱۸،۵ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۸،۵ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Daniel Franz
۱۴ مقام ـ سپينه روسيه ـ ۱۹،۱ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۹،۱ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: picture-alliance/dpa
۱۳ مقام ـ د مرکزي افريقا جمهوريت ـ ۱۹،۶ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۱۹،۶ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: DW/W. Bashi
۱۲ مقام ـ بوليويا ـ ۲۰،۵ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۰،۵ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: sb.veronica
۱۱ مقام ـ سيراليون ـ ۲۲،۱ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۲،۱ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Bjoern Kietzmann
۱۰ مقام ـ جنوبي کوريا ـ ۲۴،۱ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۴،۱ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Getty Images
۹ مقام ـ انګولا ـ ۲۵،۹ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۵،۹ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: DW/N. Sul d'Angola
۸ مقام ـ لتوانيا ـ ۲۶،۱ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۶،۱ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: DW/W. Janczys
۷ مقام ـ استوايي ګينيا ـ ۲۶،۶ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۶،۶ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Angue Nguema/AFP/Getty Images
۶ مقام ـ سرانام ـ ۲۶،۹ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۶،۹ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Conservation International/Ivor Balsemhof
۵ مقام ـ د عاج ساحل ـ ۲۷،۲ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۷،۲ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: Getty Images/AFP/I. Sanogo
۴ مقام ـ قزاقستان ـ ۲۷،۵ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۷،۵ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: AFP/Getty Images/S. Filippov
۳ مقام ـ مغلستان ـ ۲۸،۱ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۲۸،۱ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: picture alliance/Robert Harding World Imagery
۲ مقام ـ ګويانا ـ ۳۰،۶ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۳۰،۶ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي.
انځور: C. Rose/Getty Images
۱ مقام ـ سريلنکا ـ ۳۴،۶ ځان وژنې
په دغه هيواد کي هر کال د هرو ۱۰۰ زرو انسانانو څخه ۳۴،۶ کسان يې ځان وژنه يا خودکشي کوي. {منبع: د روغتیا نړيوال سازمان راپور ۲۰۱۵} [چمتو کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Getty Images/L.Wanniarachchi
انځورونه1 | 27
همدا شان د ځان وژنې په اړه د رپوټ ورکولو په تړاو د ټولنې چلند هم پر دې اغیزه کوي. د څېړنې پر اساس په ځانګړي توګه د لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې بدنامي، مذهبي محدوديتونه او د جريمو له وجې ښايي شمیرې لږې ښکاره کړل شي.
تر ۲۰۵۰ کاله پورې وړاندوينه
څېړونکې ډلې په ۱۰۲ هېوادونو کې په راتلونکي کې د ځان وژنو د کچې په اړه هم وړاندوینه کړې ده. د شمیرو پر اساس دا کچه ښايي په کرار کرار په کميدو سره تر ۲۰۵۰ کاله پورې په يو لک قضيو کې ۶،۴۹ قضيو ته ورسيږي.
خو څېړونکو واضح کړې ده چې په ځينو هېوادونو او ځانګړو ډلو کې به د ځان وژنې امکان همداسې پر خپل ځای پاتې وي. له دې نتايجو څخه څرګنديږي چې د ځان وژنې د قضیو د راکمولو له پاره ډېرو اغیزناکو تګلارو او ګامونو ته اړتيا ده چې بايد يوه نړيواله ټولیزه هڅه وي.
اعلان
د ځان وژنې خيال؟ مسلکي مرستې ته مراجعه وکړئ!
د آلمان د فراېبورګ پوهنتون څخه د لارس زانډر، په حواله پر دې اوږدمهاله مثبت پرمختګ سربیره هم «د ځان وژنې شمیرې اوس هم ډېري لوړې دي.»
نوموړي په آلمان کې د «ځان وژنې د مخنيوي پروګرام» د شمیرو په حواله وويل چې په نړۍ کې هر کال تر ۷۰۰ زره يا ۷ لکو ډېر کسان د ځان وژنې له کبله مړه کيږي.
په آلمان کې يوازې په ۲۰۲۳م کال کې تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو ځان وژنه کړې وه چې دا د ترافيکي پېښو، ایدز، غير قانوني مخدره موادو او تاوتريخوالي له کبله مړينو څخه ډېر دي.
د ځان وژنې زياتره هڅې د موقتي او يا د درملنې وړ بحرانونو په ترڅ کې کیږي. زاندر، وويل: «که چېرې تاسې د ځان وژنې له خيال سره لاس او ګريوان یاست، نو مسلکي مرسته ترلاسه کولی شئ.»
دا مرسته د سيمه ایزو کلينکونو، عمومي ډاکترانو او يا د مرستې د تليفون ليکې له لارې ترلاسه کيدلای شي. د ماشومانو، ځوانانو او کورنيو مشکلاتو سره د لاس او ګريوان مېندو او پلرونو له پاره هم ځانګړې شمیرې موجودې دي.