1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم ډول خواړه د کرونا ناروغۍ د سختوالي مخه نيسې؟

۱۴۰۰ مرداد ۵, سه‌شنبه

د کرونا ناروغۍ پر مهال د غذاي رژيم اغيزمنتوب په اړه ډېري سپارښتنې کيږې. خو آيا کوم ډول خاص خواړه شته دې چې د دغي ناروغۍ د سخت بهير مخه ونيسې؟

Obst und Gemüse
انځور: Colourbox

يو ټکی روښانه دی: زموږ غذاي رژيم زموږ پر روغتیا، د بدن پر غړو او د بدن پر دفاعي سیستم باندي ژور اغيز لري. د کرونا ويروس په خپريدلو سره خلک غواړي وپوهيږې چې په کور کې د کوويد ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي له پاره کوم کارونه ترسره کولې شي. له مغذي خوړو څخه ګټه اخیستل د بدن له پاره ډيره ګټه رسوی، ځکه چې د بدن ايمينې سیستم پياوړی کوي.

کارپوهانو د کرونا ناروغۍ او غذايي رژيم په اړه څېړنې پيل کړي دي. په دې څيړنو کې يو ټکي څرګند دی او هغه دا دی چې د روغتیا ساتلو او د بدن ايمني سیستم پياوړي کولو له پاره بيلا بيلو خوړو ته اړتیا ده. د بريتانیا په ساوت همنوت پوهنتون کې د غذايي موادو ايمن پوهنې کارپوه وايې: «داسې هيڅ کومه غذايي ماده نه شته چې یوازې د طلاي غونډسکي په توګه د کرونا ناروغۍ څخه د انسانانو ساتنه وکړي.»

غذايي رژيم تر ټولو مهم لامل نه دي

په فرانسه، آلمان، ايټاليا، اسپانيا، بریتانیا او امريکا متحده ايالاتو کي د روغتيا پالو پر ۲۸۸۴ کارکوونکو څېړنه ترسره شوي. دا پرهغو کسانو چې د سبو او ترکاريو غذايي رژيم لري، پايله يې  د «ب ام جي» په نوم طبي مجلې کې خپره شوې. پر پسکاتریانيسم (د سبو، ترکاريو او سمندری ژویو خوړو رژيم) لرونکو کسانو څېړنو ښودلې چې د کرونا ناروغي يې د غوښې خوړونکو په پرتله ډېره سخته نه وه. معنا دا چې سابه او ترکاري خوړونکو باندې د کرونا ناروغي په آسانۍ تیريږې.

د هغو کسانو په پرتله چې دغه ډول غذايي رژيم نه لري، په هغو کي چې کم کاربوهایدرت او ډېر پروتین لرونکي خواړه خوري د سبو او ترکاريو خوړونکو په پرتله د کرونا ناروغيو اغیز له متوسط څخه تر شديد پورې درې برابره زيات وو.

که څه هم کارپوهانو په دې څيړنه کې هغه لاملونه لکه جنسیت، قوميت، طبي تخصص، بدني جوړښت، روغتيايي وضعيت او د ژوند کولو ډول، لکه سګرت سکل او ورزش يې په نظر کې نيولې، خو دغه څېړنې يو لړ محدوديتونه هم درلودل.

د بېلګې په توګه ۷۰ سلنه ګډون کوونکی نارينه او ۹۵ سلنه يې ډاکټران ول. په دې څېړنه کې نور لاملونه لکه د سترس کچه، خوب يا بيديدل هم په پام کي نيول شوي وو.

فيليپ کالدر وويل: «ډېر څيزونه شته چې د انسان پر ايمني سیستم اغيز لري او غذايي رژيم يو له هغو څخه دی.» هغه زياته کړه:« دا اساسی لامل نه دي.»

د دغي څېړنې د  ګډون کوونکو  په منځ کې په ټوليزه توګه په کرونا ناروغۍ د ۵۶۸ اخته ناروغانو څخه يوازی د ۲۹۸ کسانو تست مثبت وو. نورو پاتو کسانو يې د دغي ناروغۍ له نښو او علایمو څخه خبر ورکړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل