1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي انسانان بيا سپوږمۍ ته نه دي ختلي؟

بريښنا صابر | آژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۲۴, دوشنبه

انسانان له نن څخه کابو ۵۳ کاله مخکې په وروستي ځل سپوږمۍ ته ختلي ول. پوښتنه دا ده چې ولې تر هغه وورسته بل انسان سپوږمۍ ته نه دی تللی او آيا دا چې په راتلونکي کې سپوږمۍ ته د انسانانو د ماموريت کوم پلان شته؟

د ناسا د سپوږمۍ د اپولو د ماموريت په ترڅ کې د يوه فضانورد عکس چې د امريکايي بیرغ ترڅنګ ولاړ دی
د ۱۹۷۲م کال د دسمبر پر ۱۴مه نیټه انسان پر وروستۍ ځل د سپوږمۍ پر مخ قدم ايښی وو.انځور: NASA/Neil A. Armstrong/Cover Images/picture alliance

د ۱۹۷۲م کال د دسمبر پر ۱۴مه نیټه انسان پر وروستۍ ځل د سپوږمۍ پر مخ قدم ايښی وو. د ناسا د مشهور اپولو ۱۷ ماموريت ستورمزلي جين سرنان، او هیريسن شمت، تر دې دمه وروستي انسانان دي چې پر سپوږمۍ قدم هولی دی. له دې ورځې راهېسې کابو له نيمې پيړۍ څخه هم ډېره موده تېره شوې ده خو انسان بيا سپوږمۍ ته نه دی ختلی.

اکثراً دا پوښتنه راپورته کيږي چې کله انسان په ۱۹۶۹م کال کې سپوږمۍ ته د رسېدو وړتيا درلودله نو تر ۱۹۷۲م کال وروسته دومره اوږده وقفه ولې راغله؟

اړونده موضوع: د یوې خصوصي امریکایي شرکت فضایي بیړۍ پر سپوږمۍ ناسته کړې

د بريتانيا ساينسي مجلې «رايل میوزیم ګرينوچ» په حواله سپوږمۍ ته د انسانانو د ماموريت د درېدو اصلي علت دا وه چې د ۱۹۷۰مې لسیزې تر پېليدو پورې د امريکا متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ د سړې جګړې په عصر کې د فضايي سفرونو په برخه کې پر يو بل د برلاسي کيدو سيالي ډېره توده وه. پر سپوږمۍ باندې پل ايښوول يوازې يوه ساينسي کاميابي نه وه بلکې په نړيوال سیاست کې د برترۍ اعلان هم وو.

امريکا چې کوم وخت په دې سيالۍ کې بريالۍ شوه، د سياسي اړتيا زور مات شو. حکومتونو دا هم درک کړه چې سپوږمۍ ته په يو دويم ځل تګ به کومه اضافي ستراتيژيکه يا سياسي ګټه ونه لري نو د دې ګران بيه پروژې د جاري ساتلو هیڅ کوم علت باقي پاتې نه شو. 

سپوږمۍ ته د انسان د ليږدولو لګښت بې ساري ډېر وو. پر اپالو پروګرام باندې د نن ورځې په حساب تقریباً دوه سوه اربه ډالر مصرف راغلی وو. د دومره ډېرو پېسو تر مصرفولو وروسته د امريکا حکومت خپله پاملرنه پر نورو مسايل متمرکزه کړه. د ويتنام جګړه، اقتصادي بحران، ګراني او داخلي سياسي ترينګلتياوې د فضا پر ځای ځمکې ته د ترجيح ورکولو باعث شوې. په پايله کې یې د سپوږمۍ له پاره نوي منظم ماموريتونه پس منظر ته ولاړل.

ساينسي اړتیا؟

په دې ترڅ کې ساينس پوهانو هم احساس کړه چې د څېړنو په موخه سپوږمۍ ته د انسانانو لاس رسی د نورو لارو هم ممکن دی. روباتيک ماموریتونه کم مصرفه، لږ خطرناک او ډېر اغیزمن دي. د انسانانو د ليږدولو پرته هم د سپوږمۍ سطح، د هغه جوړښت او د طبيعي خزانو په اړه یې ژور معلومات ترلاسه کيدلی شي. نو دا مفکوره غالبه وه چې د يوې ارزان بيه لارې په شتون کې ولې سړی ګران بيه لاره غوره کړي.

خطرناک ماموريت

فضا ته د انسانانو د ليږد ماموريتونه له خطرونو ډک وي. په فضا کې د وړانګو شدت، د تخنيکي ناکامۍ خطر، اوږد سفر او د بیرته راتګ ستونزې، دا ټول هغه څه دي چې سپوږمۍ ته یې د انسان د بيا ليږدولو ماموريت لا پسې پيچلی کړی دی.

په دې ترڅ کې وخت پر وخت تکنالوژي لا پسې ښه شوې ده خو ورسره یې مصارف هم لوړ شوي دي.

اوس نيمه پيړۍ وروسته نړۍ د يوې نوې فضايي سيالۍ په درشل کې ده. د امريکا آرتيمس پروګرام، د چين او روسیې ګډې پروژې، د هند مخ پر زياتیدونکې فضايي برياليتوبونه، دا ټول څرګندوي چې سپوږمۍ يو ځل بيا د انسانانو د ليوالتيا مرکز ګرځېدلې ده.

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

04:02

This browser does not support the video element.

د آرتيمس پروګرام په ترڅ کې په راتلونکو څو کلونو کې سپوږمۍ ته د انسانانو د ليږلو پلان جوړ شوی دی. دا ځل حتی پر سپوږمۍ د انسانانو د دایمي حضور پلانونه هم شته. نوې تکنالوژي، نوې سياسي اړتياوې او د فضا مخ پر ودې اقتصادي اهميت سپوږمۍ بيا پر لومړيتوب باندې بدلوي.

يوه اوږده وقفه

د امريکا د «ساينټیفک امیریکن» ساينسي مجلې په حواله له ۱۹۷۲م کال راهېسې تر نن ورځې پورې دا اوږده وقفه که څه چې د حیرانتيا وړ بريښي خو سياسي وضعيت، مالي لومړيتوبونه، ساینسي پاليسۍ او تخنيکي مشکلات یې باعث شوي ول.

خو نن انسان يو ځل بيا له دې پوښتنې سره مخامخ دی چې آيا موږ يو ځل پر سپوږمۍ پل ایښوولو ته چمتو يو؟ او آیا راتلونکی سفر به يوازې سمبوليک وي او که د انسانيت د مستقبل نوې دروازه به برانیزي؟

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب