پي ټي آی د خپلو لسګونو احتجاج کوونکو تر نیول کیدو وروسته خپلې مظاهرې ځنډولي دي. د اسلام آباد د ترافیک پولیسو ویلي دي چې د احتجاج له کبله د تړل شویو سړکونو د پرانیستلو لړۍ پیل شوې او زر به ترافیک عادي حالت ته را وګرځي.
د رویټرز خبري آژانس په حواله د احتجاج پر مهال لږ تر لږه ۶ تنه وژل چې څلور تنه په کې امنیتي کار کوونکي او دوه تنه یې مظاهره کوونکي دي.انځور: Irtisham Ahmed/AP Photo/picture alliance
اعلان
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند د خپل مشر او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو غوښتنې په تکرارولو سره د سه شنبې په ماښام خپله احتجاجي مظاهره پای ته ورسوله.
تر دې مخکې امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو مظاهره کوونکي نیولي ول. د یوه محتاطانه اټکل له مخې د عمران خان تر ۴۰۰۰ ډیر پلویان نیول شوي دي.
د اسلام آباد پولیسو ویلي دي د چهارشنبې په ورځ له «۲۶ نمبر چونګي» څخه دواړو خواو ته ترافیک فعاله شوی دی او د خنډونو د لیري کولو پروسه به همدا نن، چهارشنبه بشپړه شي.
د رویټرز خبري آژانس په حواله د احتجاج پر مهال لږ تر لږه ۶ تنه وژل چې څلور تنه په کې امنیتي کار کوونکي او دوه تنه یې مظاهره کوونکي دي.
په اعلامیه کې تور لګول شوی چې پر سوله ایزو مظاهره کوونکو د اسلام آباد په سړکونو کې د مرمیو باران شوی او د په لسګونو بې ګناه پاکستانیانو په ټپي کولو سره یې په وینو کې لمبولي دي.
په پاکستان کې هیڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې. دوی د مختلفو دلایلو له امله اړ شوي دي چې له ټاکل شوي وخت څخه مخکې واک پريږدي. عمران خان د دغه هیواد ۲۲ لومړی وزیر وو چې خپله کاري دوره یې مکمله نه کړه.
انځور: STF/AFP/GettyImages
لیاقت علي خان: ۴ کاله او ۲ میاشتې
لیاقت علي خان د پاکستان لومړنی صدراعظم و. نوموړي د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۱۵ نیټه خپله دنده پیل کړې وه. لیاقت علي خان د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه په راولپنډۍ کې د یوه کس له خوا په ډزو ووژل شو. نوموړی له وژل کیدو مخکې ۴ کاله او ۲ میاشتې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی و.
انځور: Wikipedia/US Department of State
خواجه ناظم الدین: ۱ کال او ۶ میاشتې
د لیاقت علي خان تر وژل کیدو یوه ورځ وروسته د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه خواجه ناظم الدین واک ته ورسید. نوموړی د ۱۹۵۳م کال د اپریل په ۱۷ نیټه د ګورنر جنرل له خوا د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه کړای شو. ده هم د ګورنر جنرل په توګه دنده ترسره کړې وه. (له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۵۶ م کاله د پاکستان د اساسي قانون تر بشپړیدو مخکې د ګورنر جنرل مقام له صدراعظم څخه لوړ وه، ځکه د بریتانوي سلطنت استازی به وو)
انځور: Douglas Miller/Keystone/Hulton Archive/Getty Images
د ۱۹۵۵ م کال د اګست په ۱۲ نیټه چودهري محمد علي د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د چودهري محمد علي نوم نن هم د پاکستان په اساسي قانون کې د هغه مهم رول له کبله یادیږي. هغه په ۱۹۵۶م کال د سپټبر په ۱۲ نیټه د خپل ګوند له غړو سره د شخړې له امله استعفا ورکړې وه.
انځور: akg images/picture alliance
حسین شهید سهروردي: ۱ کال او یوه میاشت
حسین شهید سهروردي د ۱۹۵۶م کال د سپټمبر په ۱۲ د پاکستان لومړی وزیر شو، خو له ولسمشر سکندر مرزا سره د اختلافاتو له امله یي د ۱۹۵۶م کال په ۱۶ نیټه استعفا وکړه.
د ۲۰۰۲ م کال په نومبر کې ظفر الله خان جمالي د پرویز مشرف په دور کې لومړنې صدارعظم وټاکل شو، خو د ۲۰۰۴م کال د جون په ۲۴ نیټه هغه په ناڅاپي ډول استعفا وکړه.
انځور: Aamir Qureschi/AFP
چودهري شجاعت حسین: ۲ میاشتې
چودهري شجاعت حسین د ۲۰۰۴م کال د جون په ۳۰ نیټه پارلماني ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته لومړی وزیر شو. نوموړي د لومړي وزیر په توګه د شوکت عزیز تر ټاکل کیدو پورې نږدې دوه میاشتې خدمات ترسره کړل.
انځور: Bilawal Arbab/dpa/picture alliance
شوکت عزیز: ۳ کاله او ۲ میاشتې
شوکت عزیز د ۲۰۰۴م کال د اګست په ۲۶ نیټه لومړی وزیر وټاکل شو. هغه د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې د پارلمان د مودې تر بشپړیدو وروسته له واکه لیري شو. په دې توګه دا لومړنی پاکستانی صدارعظم و چې د پارلماني دورې له ختمیدو سره له دندې لیري شوی دی.
انځور: Yu Jie/HPIC/picture alliance
یوسف رضا ګیلاني: ۴ کاله او یوه میاشت
د ۲۰۰۸ م کال د مارچ په ۲۵ نیټه تر عامو انتخاباتو وروسته یوسف رضا ګیلاني د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. د هغه ګوند پاکستان پیپلز پارټي په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړ. خو په ۲۰۱۲م کال کې د توهین عدالت په یوه قضیه کې ورته یوه کوچنۍ سزا واورول شوه او وروسته له هغې د خپل مقام پریښودو ته اړه شو.
انځور: AP
راجا پروزیر اشرف: ۹ میاشتې
راجا پروزیز اشرف د پاکستان پیپلز ګوند (پي پي پي) د پاتې حکومتي دورې د بشپړولو له پاره د صدارت مسئولیت په غاړه واخیست. نوموړی د ۲۰۱۲م کال د جون له ۲۲ نیټې څخه د ۲۰۱۳م کال د مارچ تر ۲۴ نیټې پورې په دې مقام کې پاتې شو.
انځور: dapd
نواز شریف: ۴ کاله او ۲ میاشتې
د ۲۰۱۳م کال د جون په ۵ نیټه نوازشریف د دریم ځل له پاره لومړی وزیر شو. هغه په پاکستان کې لومړی داسې صدراعظم و چې دری ځله دې مقام ته رسیدلی دی. د ۲۰۱۶م کال د جولای په ۲۶ نیټه د سترې محکمې تر پریکړې وروسته هغه د خپلې دندې پریښودو ته اړ شو.
انځور: Reuters/F. Mahmood
شاهد خاقان عباسي: له یوه کال کمه موده
د نوازشریف تر لیري کیدو وروسته شاهد خاقان عباسي لومړی وزیر وټاکل شو. نوموړي د ۲۰۱۷ م کال په اګست کې دا مسئولیت په غاړه اخیستی و. خو د هغه صدارت د ۲۰۱۸ م کال د می په ۳۱ نیټه د پارلمان د دوری له بشپړیدو سره ختم شو.
انځور: Reuters/J. Moon
عمران خان: ۳ کاله او ۶ میاشتې
عمران خان د ۲۰۱۸م کال د اګست په ۱۸ نیټه د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۱۰ نیټه په پارلمان کې د نه باور رایې تر بهیر وروسته له واکه لیري کړای شو. عمران خان لومړنی پاکستانی سیاستوال دی چې د پارلمان له خوا د نه باور رایې پروسې په پایله کې د لومړي وزارت له مقام څخه محروم شوی دی.
انځور: Anjum Naveed/AP/dpa/picture alliance
انځورونه1 | 21
زیاته شوې ده چې د ګوندي کمیټیو د مشرانو له خوا د ګوند مشر ته د حکومت د ظلم او تیري د ارزونې» راپور تر وړاندې کولو وروسته به د راتلونکي له پاره عملي تګلاره اعلان کړل شي.
ګوند د پاکستان له قاضي القضات یحی افریدي څخه غوښتنه کړې ده چې هغه پخپله دې «د ګوند د غړو د وحشیانه وژنې» موضوع ته توجه وکړي او د لومړي وزیر او کورنیو چارو وزیر ترڅنګ د اسلام آباد او پنجاب پولیسو د مشرانو پر وړاندې دې د «قتل اقدام» قضیې په اساس د قانوني اجراتو امر ورکړي.
تحریک انصاف ویلي دي چې د عمران خان میرمنه بشری بي بي او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور به نن چهارشنبه خبري کنفرانس ته وینا وکړي. د یو شمیر رپوټونو په حواله دوی دواړه خیبر پښتونخوا ته رسیدلي دي.
د مرکزي حکومت اعلامیه
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن تقوي او د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ وویل چې د پي ټي آی مظاهره کوونکي تیت او پرک شوي دي او ځيني خیبر پښتونخوا پر لور تللي دي.
د نقوي په وینا قانون نافذوونکو د سیمې په خالي کولو سره احتجاج ختم کړی دی. هغه ادعا کړې چې ګنډاپور او بشری بي بي «تښتیدلي» دي.
حکومت ویلي دي چې یوازې محکمې د عمران خان د خوشې کولو حکم ورکولی شي.
پاکستان کې د عمران خان د آزادولو په موخه احتجاجونه