د جوليان آسانج ملاتړکوونکو د هغه آزادېدل وغوښتل په داسې حال کې چې د امريکا متحده آيالاتو ته د هغه د سپارل کېدو خطر تر هر وخت مخکې زيات موجود دی. فعالينو رنګارنګ کالي اغوستي ول او يو تابوت او څراغونه يې له ځان سره لېږدول. هغوی د آسانج د خوشې کېدو شعارونه هم ورکول. د لاريون عنوان له »تيارې تر رڼا پورې« ټاکل شوی و چې د لندن د وېست مينستر په ساحه کې د نورو ويناوالو ترڅنګ د آسانج مېرمنې ستېلا هم خبرې وکړې.بې سرحده خبريالانو د جوليان آسانج آزادېدل غوښتي دي
آستراليايي خبريال او خپروونکی جوليان آسانج د بريتانيا په توقيف کې دی چې کېدای شي د امريکا متحده آیالاتو ته وسپارل شي ځکه چې د عراق او افغانستان د جګړو په هکله يې د امريکا محرم اسناد خپاره کړي وو. ۴۱ کلنې فعالې، نايله کوثر، وويل چې »هغه سزا ويني او تر تعقيب لاندې دی ځکه چې جنګي جرمونه او فساد يې افشا کړي چې عوامو حق درلود ورباندې پوه شي.«د ويکي ليکس مؤسس جوليان اسانژ په لندن کي بندي دی
نوموړې زياته کړه چې »که هغه د امريکا متحده آيالاتو ته ورسيږي، نو دا به هرځای د رسنيو پر آزادۍ تاثير ولري.« لوسيا سپادېتا يوه ۷۴ کلنه د ايټالوي ژبې معلمه ده چې داسې يو پلاکات يې لېږداوه چې ورباندې ليکل شوي ول: »د جنګي جرمونو د غندلو له کبله تر تعقيب لاندې.« دې هم اندېښنه ښکاره کړه چې آسانج به متحده آيالاتو ته وسپارل شي که د کورنيو چارو وزيره سوېلا براورمن امريکا ته د هغه د تسليمولو امر لاسليک کړي.د جولیان اسانج د روغتیایي وضعیت په هکله اندیښنې
آسانج په بېلمارش نومي د لوړو امنيتي تدابيرو په زندان کې له لندن څخه دباندې ساتل کيږي. آستراليايي فعال سيارون اورېلي وويل چې «زه پوهېږم چې هغه به زموږ له راټولېدنې څخه خبر شي« او دا چې »زما په فکر ځينې قدرتونه خوشحاله دي چې دی په زندان کې او له انترنت څخه لرې دی، چې زما په فکر مهمه نه ده چې په کوم زندان کې به دی بندي وي.»
آ./ن.ص./ا.ا.
په نړۍ کې د رسنيو ناوړه حالت ته کتنه
يونسکو د می مياشتي دريمه نيټه د مطبوعاتو ازادۍ په نوم ياده کړي. په دغه ورځ د رسنيو د ازادۍ پر اهميت ټينګار کيږي، په خاصه توګه د هغه خبريالانو يادون کيږي چې د کار په بهير کې خپل ژوند له لاسه ورکړې وي.
انځور: picture-alliance/dpaپه هنګري کې د دولت ښی اړخه لومړی وزير، کوښښ کوي چې په دغه هيواد کې انتقادي غږونه خاموشه کړي. له ټولو څخه ډيري راديويي او تيلويزونې خپرونې دولتې دي. محلي مطبوعات هم اوربان ته نږدي شرکتونو په واک کې دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Balazsپه پولنډ کې د رسنيو د حقوقو پلويان، له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۵م کال د دغه هيواد ملي محافظه کاره دولت په اصلاحاتو لاس پورې کړ د رسنيو آزادي په خطر کې ويني. ډير خبريالان له کاره و ايستل شول، د هغوی ځاي د محافظه کارو رسنيو خبريالانو ډک کړ.
انځور: Getty Images/AFP/W. Radwanskiپه ترکیه کې ډير خبريالان د دغه هيواد په زندانونو کې پراته دي. د انتقادي ورځپاڼې (جمهوريت) چلوونکې، جاندوندار، په آلمان کي اوسیږي او په تبعيد کي هم د امنيت احساس نه کوي. د اپريل میاشتې په (۲۶) نيټه په ترکیه کې محکمې د دندودار ځای ناستې او د جمهوریت ورځپانې څو تنه نور خبريالان په اوږدو کلونو بند محکوم کړل.
انځور: picture alliance/dpa/abaca/C. Erokد مالتا خبرياله (دافنه کاروانا ګاليتسيا) د مالتا د رهبرانو په اړه د حقايقو بربنډولو له کبله مشهوره او گواښل کيده. د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر مياشت کې په بمې چاودنه کې چې د دې له پاره ځای پر ځای شوی وو، ووژل شوه. له هغه څخه تر مخه د مالتا د اقتصاد وزير په اړه د حقايقو ښکاره کولو له کبله يې بانکي حساب تړل شوې وو.
انځور: Reuters/D. Z. Lupiد ۲۰۱۸ م کال په فيبروري مياشت کې، د سلواکيا څيړنيز خبريال جان کوشاک،له خپلې کوژدې مارتينا کوزنيرووا سره ووژل شو. کوشاک په سلواکيا کې د دولتې کارکوونکو او ايټاليا د مافيا د اړيکو په اړه تحقيق کړی وو. هغه ته د وژلو ګواښ شوی وو. له همدې کبله يې د ۲۰۱۷م کال په مني کې د سلواکيا مقاماتو ته خبر ورکړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Martinد صربستان جمهور رئيس الکساندر ووچيچ، دولت ته نږدي رسنيو څخه ګټه اخلي، تر څو منتقد خبريالان پرې وويروي او پر هغوی د خيانت ټاپه لګوي. د ۲۰۱۸م کال دسمبر مياشت کې څيړنيز صربې خبريالي، ميلان يووانوويچ او ميرمن يې له يو بريد څخه ژوندي ووتل. د هغوی کور وسوځول شو. له دغې پيښې څو ورځې وروسته يووانوويچ چې په محلي ادارو کې يې د فساد په اړه راپور ورکړی وو، يو ځل بيا پرې بريد وشو.
انځور: DW/I. Petrovicد چک جمهوريت د جمهور رئيس ميلوش زمان مامورين پرهغو خبريالانو بريدونه کول چې د جمهور ریس په توګه يې د ده د بيا ټاکل کيدلو په اړه راپورونه ورکول. ميلوش زمان په ۲۰۱۷م کال کې ويلي ول چې خبريالان له منځه يوسی او په خپله يې هم د تلويزيون کمرې تر مخ کلاشينکوف په لاس کې ونيو، چې پرې ليکل شوي وو،(د خبريالانو له پاره.)
انځور: picture-alliance/dpa/CTL/M. Chaloupkaد روسيې دولتې رسنۍ د دولت له پاره تبليغ کوي. په دغه هيواد کي آزادې رسنۍ له هر پلوه، لکه اقتصادي او نور تر ډير زور او فشار لاندې دي. په ۲۰۱۷م کال کې له ۴۰ څخه زيات ويبلاګ ليکونکي په بند محکوم شول او پنځه تنه خبريالان يې په جبر سره په روانې کلينيک کې بستري کړل. په روسیه کې هره ورځ څو ويبسايتونه فلتر او له لاس رسې لري کيږي.
انځور: Reuter/S. Zhumatovپه امريکا کې خبريالان چې دونالد ترامپ يې (د خلکو دښمنان) نوموي، هيڅکله يې د ۲۰۱۸م کال په اندازه ګواښونکي مکتوبونه نه ول ترلاسه کړي. دا چې دغه ګواښونه به تر کومې اندازې رښيتني وي،واشنګتن ته نږدي په اناپولس کي (کاپيتال) په نامه محلي ورځپاڼې پر دفتر باندې له بريد څخه څرګنده شوه. د ۲۰۱۸م کال په جون مياشت کې يو مسلح کس د دغه ورځپاڼې دفتر ته ورننوت او پنځه تنه يې په ډزو سره ووژل.
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan