په افغانستان کې د شري ناروغي ډېره شوې
۱۴۰۳ اسفند ۲۴, جمعه
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې (ام اس اف) په افغانستان کې د دې سازمان له ملاتړه برخمنو دريو روغتونو کې په شري د اخته مراجعه کوونکو د شمير د ډېرېدو رپوټ ورکړی دی.
د بې پولې ډاکترانو د شمیرو پر اساس چې د مراز شريف او هرات له حوزوي او د هلمند د بست د ولایتي روغتونو څخه یې راټولې کړي دي، په ۲۰۲۵م کال کې هره ورځ لږ تر لږه يوه ماشوم د شري له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.
دې سازمان ويلي دي چې دا شمیرې د مړينې د هغو شميرو درې برابرې دي چې د تېر میلادي کال په عين موده کې ثبت شوي.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په انترنت پاڼه کې راغلي: «دا مړينې د مخنيوي وړ دي. شری د هغو ماشومانو له پاره چې په ځانګړي توګه په نورو جانبي مرضونو لکه خوارځواکۍ او يا د زړه په ناروغيو اخته وي، مرګونی ثابتيدلای شي.»
اړونده موضوع: شري ناروغۍ په افغانستان کې په لسونو کسان وژلي
د واکسين له لارې د شيري مخه نيول کیدلای شي، خو د بې سرحده ډاکترانو ټولنه وايي چې په افغانستان کې واکسيناسيون کافي نه دی.
په هغو سيمو کې چې شري پکې تل ژر خپريږي، چټک او هدفمن واکسيناسيون د شري د مواردو په کمولو کې مرسته کوي او د دې باعث کيږي چې لږ ماشومان په روغتونونو کې بستر شي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې په بيانيه کې راغلي: «د افغانستان په دريو روغتونو کې چې زموږ ډلې پکې د شري تشخيص او درملنه حمايه کوي، د ۲۰۲۵م کال په لومړيو ۸ اونيو کې موږ ۴۷۹۹ ماشومانو چې په شري د اخته کیدو شک ورباندې کیده، معاينه کړي.»
په دې شمير کې د شري هغه پيچلي موارد (۲۵ سلنه) شامل دي چې په روغتون کې بستري کيدو ته اړتيا لري او هغه موارد هم چې لږ شدید دي (۷۵ سلنه) او بستر کيدو ته اړتيا نه لري.
د دې ټولنې يوه ډاکتر لي پيه، وويل: «موږ لا ډېرې منابع ځانګړې کوو خو اوس د هغو ناروغانو له پاره چې نه يوازې له شري بلکې له نورو موسمي مرضونو هم کړيږي، د ځای له کمښت سره مخامخ يو.»
په ډېرو هېوادونو کې د شري پېښې مخ پر ډېرېدو دي
نه يوازې د افغانستان په څېر له بحران سره په مخامخ هېواد، بلکې په اروپايي هېوادونو او همدا شان په امريکا متحده ایالاتو کې هم په شري د اخته کيدو پېښې مخ پر ډېرېدو دي.
د روغتيا نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په ژنيو کې اعلان وکړ چې په تېر میلادي کال کې د دې سازمان په اروپايي سيمه کې د شري ۱۲۷ زره پېښې ثبت شوي چې دا په ۲۵ کلونو کې تر ټولو لوړ شمير دی.
د تېر ميلادي کال په پرتله حتی په شري د اخته کسانو شمير دوه چنده دی. د روغتيا نړيوال سازمان د اروپا په ساحه کې د اروپا پر لویې وچې سربیره د مرکزي آسيا سيمه هم شامله ده.
د روغتيا د نړيوال سازمان د رپوټ په حواله د اروپا په سيمه کې د شري ۴۰ سلنه موارد په هغو ماشومانو کې وو چې لا پنځه کلن شوي نه دي. تر نيمايي ډېر اخته شوي په روغتونو کې بستر شوي او ۳۸ کسانو د دې مرض له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.