1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سروې: آلمانیان د سږکال کرسمس جشن په هکله څه وايي؟

۱۴۰۴ آبان ۲۵, یکشنبه

د آلمان ښارونه په حاضر وخت کې د کرسمس بازارونو خلاصولو ته تیاری نیسي. کرسمس د میلیونونو آلمانیانو له پاره د خوشالیو ډک کلنۍ جشن دی، خو سږکال د دغه جشن په رنګینو بازارونو کې د بیو او امنیت په هکله اندېښنې هم ښودل شوي دي.

آرشیف ۲۰۲۴ - د برلین ښار په الکساندر میدان کې د کریسمس بازار
 د یوې سروې پایله ښيي چې یو شمېر آلمانیان د کرسمس بازارونو امنیت او لوړو بیو ته اندېښمن ديانځور: Emmanuele Contini/NurPhoto/picture alliance

په آلمان کې د کريستمس بازارونو په هکله سروې د یوګاو (YouGov) په نوم انستیتیوت کړې ده. د سروې ۲۲ سلنه ګډونوالو په وروستیو کلونو کې پر کرسمس بازارونو خونړيو حملو ته په کتو، ويلي دي چې دوی د کرسمس پر بازارونو د احتمالي حملو له بابته «ډېره» اندېښنه لري.

د سروې ۴۰ سلنه ګډونوالو ويلي چې دوی د امنيت له اړخه «تر یو حده» اندېښنه کوي او ۳۵ سلنه نورو بیا ویلي چې دوی په دې تړاو اندېښمن نه دي.

ښارونه د کرسمس بازارونو له پاره شديد امنيتي تدابېر نیسي. د کرېسمس بازارونو پر لور د تللو لارو پر سر موانع لګول کيږي تر څو د موټرو د تلو مخنیوی وشي او له تېر کال راهیسې پکې د ټول هېواد په سطحه د چاقوګانو بنديز هم لګول شوی دی. 

آلمان د کرسمس بازارونو له پاره امنيتي تدابیر په وروستیو کلونو کې پر دغو بازارونو د مرګونې حملو وروسته زیات کړي دي.

د تېرکال په دسمبر کې د آلمان په شرقي ښار ماګديبورګ کې پر خلکو موټر وځغلول شو چې په کې ۶ کسان ووژل شول. په ۲۰۱۶ کې په برلین کې دکرسمس پر بازار یوه افراطي اسلامپاله حمله وشوه چې په کې ۱۳ کسان ووژل شول.

دا چې یوازې د شديدو امنيتي تدابيرو نیول به کافي وي او که نه په دې هکله آلمانیان په دوو برخو وېشل شوي دي. ۴۱ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې کلک امنيتي تدابېر کفایت کوي خو ۳۷ سلنه نورو بیا د نه ځوابونه ورکړي. 

په ټوله کې ۵۹ سلنه آلمانیانو ويلي چې دوی پلان لري چې د سږکال کرسمس بازارونو ته ولاړ شي، خو ۳۳ سلنه نورو ويلي چې نه ځي.

د نه تلو ېې مختلف دلایل ښودل شوي دي. تر ټولو عمده دلیل د کرسمس په بازارونو کې د خوړو او څښاکو لوړه بیه یاده شوې چې دا د ۵۳ سلنه ګډونوالو نظریه ده. ۵۰ سلنه ګډونوالو ېې دلیل په دغو بازارونو کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه ښودلې، ۳۶ سلنې یې لږه علاقمندي او ۳۲ سلنې ېې بیا د ناخوندیتوب موضوع یاده کړې ده.  

دا وخت په آلمان کې د کرسمس بازارونو پر جوړېدو چټک کارونه روان دي. ځینې بازارونه د دسمبر میاشتې له رسېدو مخکې خلاصيږي. د کرسمس بازارونه چې په څراغونو او رنګونو ښایسته شوي وي، معمولا د ښارونو په لویو مېدانونو کې په موقتي ډول جوړيږي. په دغو بازارونو کې له رستورانتونو او خوږو خوراکونو نېولې تر لاسي صنایعو او د لوبو وسایلو پورې موجود وي.

له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب