1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريدګر اعتراف: «بې‌ګناه کسان مې وژلي دي»

احمد ولي اڅکزی / د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۶, سه‌شنبه

د آلمان په زولینګن ښار کې د «تنوع جشن» پر مهال د چاقو يو بريدګر وحشت خپور کړ. له بريد لږ وروسته داعش د برید مسؤلیت پر غاړه واخېست. جزایي محاکمه د یو اعتراف سره پیل شوه.

بريدګر په خپل بريد اعتراف وکړ
۲۷کلن تورن کس د سوريې مهاجر دیانځور: Federico Gambarini/dpa/picture alliance

د زولینګن ترهګریز برید چې درې کسان پکښې وژل شوي ول، اړونده جزایي محاکمه کې تورن کس خپل جرم ومانه. د تورن کس د مدافع وکیلانو له خوا لوستل شوې اعلامیه کې ۲۷ کلن سوریایي تورن کس چې عیسی ا.  نوميږي، د بريد پړه ومنله. هغه وویل: «ما پر ځان دروند تاوان راوستی دی. درې انسانان زما په لاس مړه شوي دي (...) زه د حکم منلو ته چمتو یم.» د تورن په اعلاميه کې راغلي: «ما بې‌ګناه کسان وژلي دي، نه کافران.»

مدافع وکیلانو وویل چې تورن کس د دې تور په هکله څه نه وايي چې هغه د داعش غړی دی. دا محاکمه، د زولينګن ښار په جشن کې تر خونړي بريد څخه نهه میاشتې وروسته د دوسلدورف په عالي ایالتي محکمه کې پیل شوه.

د فدرالي څارنوالۍ ادعا: هغه قصداً له داعش سره تماس نیولی و

د فدرالي څارنوالۍ لخوا پر دغه کس د درو کسانو د قتل او د لسو کسانو د وژنې د هڅې تورونه دي. سربېره پر دې، نوموړی د داعش ترهګر ګڼل شوی او ویل کېږي چې د برید څو ساعته مخکې، د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۲۳مه يې د داعش سره د وفادارۍ ویډیو ثبت کړې وه. ځینې ویډیوګانې یې له بريد څخه څو دقیقې مخکې د داعش خپل ارتباطي ته لېږلې وې.

آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه يوه ستونزه ګرځېدلې ده

فدرالي څارنوالۍ وایي، نوموړي له ۲۰۱۹ راهیسې د سلفي عقیدې پیروي کوونکی و، د آزاد ژوند طرز یې رد کړی و او د «تلګرام» له لارې یې د داعش له مشرانو سره تماس نیولی و. د داعش ایدیالوژیکو لارښودانو هغه ته د برید د وسلې په انتخاب کې هم لارښوونه کړې وه.

تور لګوونکي وایي چې قربانیان نه پوهېدل چې ورباندې بريد به کيږي. په داسې حال کې عیسی ا. له شا په چاقو وهلي او ډیری یې په غاړه کې ژوبل شوي ول. څو ځله یې «الله اکبر» هم ویلي و. وروستي قرباني مقاومت کړی و، هغه یې وهلای او شاته کړی و. تورن کس نیلي ټي‌ شرت اغوستی و او د محکمې پر څوکۍ یې سر ټیټ نیولی و.

رواني کارپوه: تورن ځان سخت مذهبي نه باله

یو رواني کارپوه وویل چې تورن ورته ویلي، د غزې جګړې د وژل شویو فلسطیني ماشومانو انځورونو هغه ډېر اغېزمن کړی و. نوموړي دا انځورونه په خپل «تلګرام» چینل خپاره کړي ول چې له کبله یې یوه نااشنا کس ورته لیکلي ول او له هغه یې غوښتي ول چې په آلمان کې برید وکړي. هغه کس ورته ویلي ول چې آلمانان هم مسؤل دي. تورن ویلي، ذهن یې ورته خراب شوی، فریب ورکړل شوی او اوس خپله هم قرباني دی.

برعکس د تور د ادعا، رواني کارپوه وویل، عیسی ا. ځان نه سخت مذهبي باله او نه سلفي. هغه سګرټ څښي، اکشن فلمونه تر قرآن مطالعې غوره بولي او کله ناکله یې د جمعې لمونځ نه دی کړی. هغه ویلي و، آلمان ښکلی هېواد دی، «دلته انسان کولای شي، لکه څنګه چې غواړي، ژوند وکړي.» که به هغه خلک کافران ګڼلی، نو جرمني ته به نه راتښتېدلی. خو دلته یې یاران نه دي پیدا کړي.

رواني کارپوه زیاتوي، د برید پر مهال، هغه لومړی ځل د درک  کولو د ګډوډۍ سره مخ شوی و او پر ستیج یې د فلسطیني ماشومانو جسدونه لیدلي و. د ده په ذهن کې، یو اسراییلي پولیس پرې خندلي و، پر هغه یې برید کړی او بیا یې ځنګل ته تېښته کړې. بله ورځ يې ځان پولیسو ته سپارلی و.

د دوسلدورف محکمې د سپتمبر تر ۲۴مې، ۲۲ محکماتي ناستې پلان کړې دي.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

01:26

This browser does not support the video element.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل