1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

آلمان: پر آلماني عسکرو د برید پلانولو په شک یو کس نيول شوی

۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعه

د آلمان په بایرن ایالت کې څارنوالانو خبر ورکړی دی، چې پولیسو په دغه ایالت کې یو سوریايي وګړی پر سرتیرو باندې د چړې د برید د پلان په شک نیول دی. چارواکو ویلي دي چې د برید له پاره کاریدونکې وسله یې هم موندلې ده.

د آلمان په بایرن ایالت کې پولیسو یو سوریايي کډوال پر آلماني عسکرو باندې د برید د پلان په شک نیولی دی.
د آلمان په بایرن ایالت کې پولیسو یو سوریايي وګړی پر آلماني سرتیرو باندې د چړې د برید په شک یو کس نیولی دی.انځور: Hannibal Hanschke/EPA

د المان د بایرن ایالت څارنوالانو د جمعې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۱۳) خبر ورکړی دی، چې چارواکو په دغه ایالت کې یو سوریايي کډوال پر آلماني سرتیرو باندې د برید د پلان په شک نیولی دی. چارواکو ویلي چې د برید د پلان په شک یې یو ۲۷ کلن سوریايي کډوالنیول دی او زیاتوي چې نوموړي غوښتل د یوې سترې چړې په واسطه پر سرتیرو باندې برید وکړي.

د بایرن ایالت چارواکو زیاته کړې ده چې شکمن کس د «اسلامي افراطي نظریې» احتمالي تعقیبوونکی دی او دا چې نوموړی «د تاوتریخوالي د جدي عمل له کبله د [بایرن] ایالت ته خطر» پیښولو» په تور پولیسو نیولی دی.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

01:26

This browser does not support the video element.

د آلمان د بایرن ایالت په مونشن ښار کې څارنوالانو د یادې پیښې په تړاو ویلي دي چې دغه کس په وروستیو ورځو کې له «۴۰ سانتي مترو څخه سترې دوې چړې» ترلاسه کړې وې.

د څارنوالانو په خبره، نوموړي په دغو چړو سره پلان درلود چې د بایرن ایالت په شمالي هوف نامه ښار کې «د آلمان د پوځ» پر عسکرو باندې د غرمې د ډوډۍ پرمهال برید وکړي او «د امکان تر حده د ډیرو ستریرو د وژلو» پلان یې درلود. دوی زیاته کړې ده چې شکمن بریدګر غوښتل چې په دې توګه توجه جلب کړي او د عامه خلکو ترمنځ د نا امنۍ فضا رامنځ ته کړي.

د معلوماتو له مخې، دغه سوریايي وګړی د بایرن ایالت په هوف ښار کې د پنجشنبې په ورځ پولیسو نیولی دی.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

05:51

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب