د آلمان فدرالي څارنوالۍ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ د مارچ ۱۹ نېټه) وويل چې دوه شکمن اسلامستان يې نيولي دي. زياته شوې چې دغه کسان د آلمان د تيورينگن ايالت په گيرا کې په دې شک نيول شوي چې د ترهګریز بريد کولو پلان يې جوړ کړی و.
د څارنوالۍ وياندې په کارلسروهه کې وويل چې نيول شوي دواړه کسان افغانان دي او ورباندې شک دی چې د فاير کوونکو وسلو په مرسته يې دسوېډن پر پارلمان د بريد کولو پلان جوړ کړی و. زياته شوې چې نيول شوو کسانو په دې تړاو د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې د داعش ډلې اسلامي دولت څخه رامنځته شوي ډلې لخوا هدايات ترلاسه کړي ول.
د آلماني چارواکو په وينا د سوېډن پر پارلمان د پلان شوي بريد مقصد په دغه هيواد او د نړۍ په نورو سيمو کې د قرآن پاک د سوځلو پر ضد خپل غبرګون ښودل و. د بريد هدف پوليس ټاکل شوي ول چې په نخښه کيږي به. ويل شوي چې د دغه پلان د عملي کولو لپاره د داعش خراسان سره د بريد طرحه جوړه شوې وه. په سوېډن کې د قرآن پاک د سوځل کېدلو پيښو هغه وخت په زيات شمېر مسلمانو هيوادونو کې غبرگونونه راپارولي ول.
داعش خراسان په پاکستان او افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم ترهګرې ډلې څانګه ده. ويل شوي چې تورنو کسانو په انټرنټ کې د بريد د هدف په هکله معلومات ترلاسه کړي چې هلته په سيمه کې وضعيت څنګه دی. زياته شوې چې دغو کسانو څو ځله کوښښ کړی دی چې وسلې په لاس راوړي خو پکښې بريالي شوي نه دي.
د چاراواکو په وينا يو نيول شوي کس د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د داعش د يادې ډلې غړی شوی او پر دويم کس باندې چارواکو د ياد ترهګر سازمان د ملاتړ تور لګولی دی. چاراکو ويلي چې له دې مخکې دواړو تورنو کسانو د داعش لپاره په آلمان کې بسپنې ټولې کړي چې حجم يې ۲۰۰۰ يورو ياد شوی دی. ويل شوي چې تورنو کسانو دغه پيسې د نورو په لاس و ياد سازمان ته لېږلي دي.
ويل شوي چې دواړه نيول شوي کسان به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ و قاضي ته وړاندي کړل شي. چارواکې پر دغو کسانو تور لګوي چې د يوه بهرني ترهګر سازمان غړيتوب يې لاره او دا چې د ترهګریز بريد پلان يې جوړ کړی و.
آ./ا.ا./ب.ص.
پر وخت موضوع زموږ له آرشيف (14.12.201) څخه يو انځوريز راپور:
د ننگرهار چارواکي ادعا کوي چي په خوږياڼو ولسوالۍ کي د عملياتو په ترځ کي تر اوسه پوري په لسونو داعشيان وژل شوي او څو نور يې ټپيان کړي دي. خو ډيري کورنۍ هم بې ځايه سوي دي. د دويچه ويله خبريال دغي ولسوالۍ ته ورغلی.
انځور: DW/Omid Deedarننګرهار کې چارواکي وايي، د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۲۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۰ ټپيان شوي دي.
انځور: DW/Omid Deedarختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال محمد نسیم سنګین نن د خوږیاڼو په پیره خېلو کې دویچه ویله ته وویل، دا عملیات څلور ورځې وړاندې د افغان کومانډو ځواکونو په ګډون د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پولیسو ، نظم عامه او سیمه ییزو پولیسو له لوري پیل شوي دي.
انځور: DW/Omid Deedarنوموړی وايي، تر اوسه دې عملیاتو کې د خوږیاڼو د پیره خېلو ساحې پنځه کلي له داعش پاک شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.
انځور: DW/Omid Deedarجنرال سنګین وايي، د داعش د نښان ویشتونکو شتون، د هغوی له لوري سیمه کې د ماینونو پراخ کر او د ځانمرګو شتون د دوی د عملیاتو پر وړاندې لوی خنډ دی. دی وايي، تر اوسه یې له شلو ډېر ماینونه هم شنډ کړي او دې عملیاتو کې تر اوسه ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
انځور: DW/Omid Deedarداعش ډلې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي چپاو ور وړ او ورو ورو د دې ولسوالۍ پیره خېلو سیمې ته ښکته او د وسله والو طالبانو سره په جګړه ښکېل شول. د دې جګړو له امله شاوخوا پنځه زره کورنۍ هم له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
انځور: DW/Omid Deedarپه عین وخت کې تیره اونۍ ځینو رسنیو رپوټ ورکړ چې په افغانستان کې له داعش سره یو شمیر فرانسوي او الجریايي جنګیالي هم یوځای شوي. تر دې وروسته، د افغانستان ملي دفاع وزارت د افغانستان په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د پوځي عملیاتو خبر هم ورکړی.
انځور: DW/Omid Deedarداعش یا اسلامي دولت ډلې د لومړي ځل له پاره د افغانستان په مشرقي ننګرهار ولایت کې د خپل شتون اعلان وکړ. یادې ډلې په دې ولایت کې له افغان او نړیوالو ځواکونو سره سختې نښتې هم کړي. په عین وخت کې امریکا متحده ایالاتو د داعش د ځالو د لمنځه وړلو له پاره په دې ولایت کې د امریکا تر ټولو ستر بم یا «د بمونو مور» هم وکاروله.
انځور: DW/Omid Deedarچارواکي وايي، تر هغې دې عملیاتو ته دوام ورکوي، چې تر څو داعش ډله له سیمې تیښتې ته اړ کړي او ملکي خلک خپلو کورونو ته ور وګرځي.
انځور: DW/Omid Deedarیو شمېر مرستندویه ادارو او افغان حکومت له بې ځایه شویو کورنیو سره څه نا څه مرستې کړي، خو دوی وايي، مرستې ورته بسنه نه کوي، ځکه له یوې خوا سخت ژمی پیل شوی او له بل پلوه بې ځایه شویو کورنیو په سپیرو ډاګونو کې اړولي دي. (انځورونه اميد ديدار)
انځور: DW/Omid Deedar