د انساني تاريخ تر ټولو زوړ کتاب کوم دی؟ ـ انځوريز راپور
د نړۍ تر ټولو زاړه کتابونه کوم دي او چيري موندل سوي دي؟ په دغه انځوريز راپور د انسانانو د تاريخ تر ټولو زاړه هغه کتابونه پېژندلای سئ چي لا تر اوسه خوندي پاته دي.
انځور: picture alliance/dpa
کتاب څه شی دی؟
د ميريم وېسبسټر په قاموس کي کتاب داسي تعريف سوی دی: پر کاغذ د چاپ سوو پاڼو داسي بنډل چي د يوې وقايې په منځ کي راغونډي سوي وي. خو زيات کارپوهان په دې نظر دي چي کتاب د خاصو او منفردو ليکنو هغې مجموعې ته هم ويل کيدلای سي چي پر ډبرو، د حيواناتو پر پوستکي او نورو موادو ليکل سوي او راغونډ سوي وي.
انځور: J. Akhtar
۵۰۰ کاله زوړ ـ مادريد کودېکس
د مادريد کودېکس په نوم ۵۶ پاڼي او ۱۱۲ مخه لرونکی کت سوی کتاب پر آماته کاغذ ليکل سوی دی. دغه کتاب د مايا په ژبه ليکل سوی او دمګړی د هسپانيې د مادريد په يو موزيم کي پروت دی. اټکل کيږي چي دغه کتاب چي اکثره متن يې د مايا د روحانيونو او مذهبي مشرانو له پاره د عبادت کولو او فال اچولو طريقې راټولي سوي دي، د ۹۰۰ او ۱۵۲۰ عيسوي کالونو تر منځ په مرکزي امريکا کي ليکل سوی دی. (انځور: د درېسدن کودېکس)
انځور: picture-alliance/dpa
۵۶۱ کاله زوړ ـ د ګوتنبېرګ انجيل
د ګوتنبېرګ انجيل د نړۍ لومړی ميخانيکي چاپ سوی انجيل بلل کيږي. د دغه کتاب لومړۍ نسخې په ۱۴۵۴ عيسوي کال چاپ سوې. دغه کتاب د آلمان په ماينز کي د يوهانس ګوتنبېرګ په نوم کس لخوا چاپ کړل سوی ؤ. دمګړی ۴۸ د دغه کتاب نسخې لا معلومي او خوندي دي.
انځور: Princeton University Library Special Collections
۹۴۰ کاله زوړ ـ سېلتيک انجيل
د «Celtic Psalter» په نوم د انجيل د آياتونو نسخه په ۲۰۰۹ کال په لومړي ځل د ايډنبرګ په پوهنتون کي نندارې ته وړاندي کړل سوه. دغه نسخه د اټکل له مخي په ۱۱مه عيسوي پېړۍ کي په سکاټلنډ کي ليکل سوې او د عيسوي راهبانو له خوا پټه سوې وه. دغه کتاب د سکاټلنډ دننه باقي پاته سوو زړو کتابونو څخه تر ټولو زوړ کتاب دی. (انځور: بې پسالم )
انځور: picture-alliance/AP Photo
۱۱۴۷ کاله زوړ ـ ډايمنډ سوترا
د بودايانو مذهبي متن «ډايمنډ سوترا» په نړۍ کي له خوندي پاته سوو کتابونو څخه تر ټولو زوړ چاپ سوی کتاب اټکل کيږي. دغه کتاب د چين هيواد په يو داسي غار/سمڅه کي وموندل سو چي مخي ته يې ديوال درول سوی ؤ. دغه کتاب په چينايي تورو ليکل سوی دی. دغه کتاب د «ونګ جي» په نوم يو کس له خوا د خپل مور او پلار په لارښوونه په ۸۶۸ عيسوي کال نقل سوی.
انځور: Wikipedia/Gemeinfrei
۱۱۷۵ کاله زوړ ـ د يهودي دين د دعاو کتاب
په ۲۰۱۳ کال د يهودي دين د دعاو يو کتاب «سيدور» وموندل سو چي په ۸۴۰ عيسوي کال کي ليکل سوی دی. د کتاب ټول متن لا تر اوسه په خپله اصلي وقايه کي خوندي دی. دغه کتاب دومره زوړ دی چي لا پکښي د بابل د ژبي واولونه او د پخواني انګريزي ژبي توري هم کارول سوي دي. (انځور: د ۱۲۷۲ کال يو يهودي کتاب)
انځور: picture-alliance/Prisma Archivo
۱۳۱۵ کاله زوړ ـ بوک آف کېلس
«بوک آف کيلس» د ايرلند د دبلن د ترينيتي کالج په کتابخانه کي پروت دی. دغه کتاب چي په ۸۰۰ عيسوي کال د مسيحي راهبانو له خوا ليکل سوی دی، ورته ځکه د «کيلتانو کتاب» خطاب کيږي چي ياد راهبان کيلت له سيمي څخه ول. دغه کتاب د انجيل پر متن مشتمل دی او په لاتيني ژبه ليکل سوی دی. (انځور د بوک آف کېلس نه دی)
انځور: Fotolia/Dmitry Pichugin
۱۳۱۵ کاله زوړ ـ د سانکت کتبېرت انجيل
په اروپا کي روغ پاته تر ټولو زوړ د انجيل کتاب د سانکت کتبېرت انجيل دی چي بريټيش لايبريري په ۲۰۱۲ کلا په ۹ مليونه پاونډه رانيوی. دغه کتاب د مسيحي روحاني شخص سانکت کتبېرت سره يوځای ښخ کړل سوی ؤ. نوموړی په تقريبا ۶۹۸ عيسوي کال کي د نارتهمبرلنډ مذهبي مشر ؤ.
انځور: DPA
لږ تر لږه ۱۳۷۰ کاله زوړ ـ قرآن پاک
د بريتانيې په برمينګهم پوهنتون کي د قران پاک دغه برخه پرته ده چي د پوهنتون په کتابتون کي موندل سوې وه. د راديوکاربون تخنيک په مرسته د دغه نسخې د ليکل کېدنې وخت د ۵۶۸ او ۶۴۵ عيسوي کالونو تر منځ اټکل سوی دی. د اسلام د دين پيغمبر او رسول حضرت محمد ص د ۵۷۰ او ۶۳۲ کالونو تر منځ په مکه او مدينه کي ژوند کاوه.
انځور: picture-alliance/dpa/Birmingham University
۱۶۹۵ کاله زوړ ـ د نجع حامدي مخطوطه
د نړۍ تر ټولو زوړ جلدبندي سوی کتاب چي لا تر اوسه خوندي پاته سوی دی، د نجع حامدي نسخه بلل کيږي. دغه کتاب په ۱۹۴۵ کال د مصر په نجع حامدي سيمه کي د يو ځايي کس له خوا په يو سرپټي لوښي کي په داسي حالت کي وموندل سو چي په څرمنه کي پېچلی ؤ. له يوناني څخه قبطي ته اوښتل سوی دغه کتاب دمګړی په قاهره کي په قبطي موزيم کي پروت دی. (انځور د بل کتاب دی)
د نړۍ تر ټولو زوړ خوندي پاته سوی کتاب د اتروسکي پېر طلايي کتبې دي چي له عيسوي ميلاد څخه ۶۶۰ کاله مخکي جوړي سوي دي. دغه کتبې چي په ۱۹۵۵ عيسوي کال د يو کانال کيندلو پر وخت وموندلې سوې، اوس د بلغاريې د پلازمېني صوفيه په موزيم کي پرتې دي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Nationales Historisches Museum in Sofia
انځورونه1 | 12
پالودان به د پریکړې پر ضد اعتراض وکړي
پالودان پخپله هم د مسلک له پلوه وکیل دی او هغه ویلي دي چې د سه شنبې ورځې د دې پریکړې له کبله حیرانه نه دی. سويډني ایکسپریسن ورځپاڼې د هغه په حواله لیکلي دي: «د دې اټکل کیده. موږ به ]د دې پریکړې[ پر ضد عریضه وکړو.»