فورسيل: رد شوي افغان کډوال بايد افغانستان ته اخراج شي
۱۴۰۴ بهمن ۳, جمعه
د سویډن د کډوالۍ وزير د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۲۲مه) له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د هغو افغان وګړو لپاره د پېژندپاڼې او د سفر د اسنادو د صادرولو ګډه کړنلاره جوړه کړي، چې يا يې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وي يا يې په کوربه هېوادونو کې جرمونه کړي وي.
وزير يوهان فورسيل وويل، د هغو افغانانو اخراجول چې د پناه شرايط نه پوره کوي، اوس «نږدې ناممکن» دي، ځکه هغوی نه پېژندپاڼه لري او نه هم د سفر اسناد.
دغه هم ولولئ: سويډن له اکتوبره تمديد سوي افغاني پاسپورتونه نه مني
هغه وويل، که څه هم اروپايي ټولنه له افغانستان سره د «هر ډول سياسي جوړجاړي» لپاره لېوالتيا نه لري چې د طالبانو رژيم ته «مشروعيت» ورکړي، خو د ۲۷ غړو بلاک لپاره دا ممکنه ده چې په تخنيکي کچه سره موافقه وکړي څو افغان وګړو ته داسې اسناد ورکړل شي چې د هغوی اخراجول چټک کړي.
«د هغوی ايستل نږدې ناممکن دي»
فورسيل د قبرس په پلازمېنه کې د اروپايي ټولنې د عدليې او کورنيو چارو د وزيرانو د غير رسمي غونډې په څنډه کې اسوشيټېډ پرېس ته وويل: «دا زموږ لپاره ستره اندېښنه ده چې موږ يو شمېر داسې قضیې وينو چې خلکو جرمونه کړي دي، افغانانو په سویډن کې جرمونه کړي دي او نن ورځ د هغوی ايستل نږدې ناممکن دي.»
هغه وويل: «که تاسو اروپا ته راځئ او جرمونه کوئ، نو تاسو خپله دا انتخاب کړی چې زموږ د ټولنې برخه نه اوسئ او موږ بايد هر څه وکړو چې ډاډ ترلاسه کړو تاسو ايستل کېږئ.»
هغه وويل، همدا خبره د هغو سوريایي پناه غوښتونکو لپاره هم صدق کوي چې ناکام شوي دي، خو لومړيتوب لا هم افغان وګړو ته ورکول کېږي.
فورسيل وويل، افغانان نه شي کولی له خپل هېواد څخه پېژندپاڼه يا پاسپورټ ترلاسه کړي، ځکه په اروپا کې ډېری افغان سفارتونه د افغانستان د طالبانو د واکمنانو له خوا نه پېژندل کېږي.
«پراخ توافق»
هغه وويل، د اروپايي ټولنې اجرائيه ادارې په دې موضوع کې په وروستيو کې د افغانستان په پلازمېنه کې اړيکې نيولې دي، چې هغه يې «يو ډېر مثبت لومړی ګام» وباله. خو هغه وويل، د اروپايي ټولنې د ډېرو هېوادونو ترمنځ چې له ورته ستونزو سره مخ دي، «پراخ توافق» شته چې بايد د رد شوو افغان پناه غوښتونکو يا هغو کسانو اخراجول لا چټک شي چې جرمونه يې کړي وي.
فورسيل وويل، د افغان پناه غوښتونکو له نيمايي څخه زياتو کسانو غوښتنليکونه به رد شي او «هغوی بايد بېرته خپل هېواد ته ستانه شي»، کنه د هغو کسانو د منلو لپاره به عامه ملاتړ کم شي چې د پناه شرايط پوره کوي.
دغه هم ولولئ: سويډن د پناه غوښتنې قانون لا پسې سختوي
د سویډن چارواکي دا هم وړانديز وکړ چې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د اخراجولو لپاره ټاکل شوي افغان وګړي يو ځای کړل شي او د چارټر الوتنو له لارې بېرته ولېږدول شي.
د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو او کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر وويل، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د افغانستان له «فعلي چارواکو» سره په تخنيکي کچه اړيکې لري، څو بېرته ستنونې لا اسانه کړي.
سویډن ډيموکراتان
د فورسيل په وينا، سویډن چې پخوا يې د پناه غوښتونکو هرکلی په دوديز ډول پراخ و، په تېرو لسو کلونو کې دغه تګلاره کمزورې شوې ده، ځکه عادي سویډنيان د هغو ډېرو «ستونزو» له امله وېره لري چې د پراخې کډوالۍ له کبله په هېواد کې رامنځته شوې.
هغه وويل، همدا اندېښنې يو مهم لامل وو چې ولې اوسنی حکومت درې کاله مخکې جوړ شو، او د سخت ښي اړخي د کډوالۍ ضد ګوند «سویډن ډيموکراتان» ملاتړ ورسره و.
د فورسيل په وينا، د پناه غوښتنې غوښتنليکونه له ۱۹۸۵ کال راهيسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلي دي. هغه وويل: «نو زه فکر کوم موږ ډېر ښه کار کوو او موږ په رښتيا هغه څه عملي کوو چې د سویډن خلک غواړي له موږ څخه يې وويني.»