1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویس د نفوس د شمیر په هکله انتخابات کوي

۱۴۰۵ خرداد ۲۴, یکشنبه

په سویس کې رای اچونکي نن یکشنبه د نفوس حد ټاکلو له پاره خپلې رایې اچوي. اوس د سویس نفوس ۹ اعشاریه ۱ میلیونه دی او دغه هېواد غواړي چې نهايي حد ۱۰ میلیونه وګړی وټاکل شي.

آرشیف - د سویس بیرغ د یو کور پر سر
په سویس کې رای اچونکي نن یکشنبه د نفوس حد ټاکلو له پاره خپلې رایې اچويانځور: Maria Maar/Westend61/IMAGO

د سویس د خلکو ګوند (اس وي پي) چې ښي اړخی او د دغه هېواد تر ټولو ستر سیاسي ګوند دی غواړي د مهاجرو شمیر محدود او د سویس نفوس تر ۲۰۵۰ پورې ۱۰ میلیونه وي.

د پلان له مخې نن یکشنبه د جون ۱۴مه د ا نتخاباتو په شرایطو برابر افراد د نفوس حد ټاکلو په انتخاباتو کې ګډون او خپلې رایې به وکاروي.

که د ۱۰ میلیونه نفوس نوښت بریالي شي څه پېښيږي؟

په حاضر وخت کې د سویس نفوس ۹/۱ میلیونه دی. که چېرته په ننۍ ټاکنو کې د نفوس لس میلیونه حد موضوع ګټونکې او نهایت کې دغه نوښت تصویب شي، په هغه صورت کې به، ۹نیم میلیونو ته د نفوس تر رسېدو وروسته په سویس کې د پناه ورکونې او کورني الحاق حقوق محدود شي. د سویس نفوس به په احتمال سره په ۲۰۳۰ کې ۹نیم میلیونو ته ورسیږي.

 که چېرته دغه اقدامات ناکافي وي، په هغه صورت کې سویس باید له اروپايي اتحادیې سره د آزاد تګ راتګ تړون پای ته ورسوي کوم چې له مخې ېې د سویس اتباع کولی شي له هېواده بهر د ژوند او کار متقابل حق ولري، که څه هم دغه هېواد د اروپايي اتحادیې غړی هم نه دی.

تر دې مخکې په ترسره شوو نظر پوښتنو کې اکثریت ګډونوالو د لس میليوني نفوس له طرحې ملاتړ ښودلی دی، خو تر څنګ یې د وروستيو اوونيو نظرپوښتنو یو لړ بدلونونو ته هم اشاره کړې چې د یو شديد رقابت د موجودیت ښکارندويي کوي.

کيدای شي د ټاکنو پایلې نظرسنجۍ ته نژدې وي، خو په سویس کې اکثره وخت د نظرسنجیو او د اصلي پایلو تر منځ توپیر موجود وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب