1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله افغانستان څانګې پخوانی مشر سید موسی صمیمي ومړ

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ تیر ۲۳, جمعه

ډاکټر سید موسی صمیمي د ورپېښې ناروغی له امله څو ورځې وړاندې د آلمان په یوه روغتون کې ساه ورکړه او تېره ورځ خاورو ته وسپارل شو. ډاکټر صمیمي څوک و؟

Said Musa Samimy ist verstorben
انځور: Barbara Frommann/DW

ډاکټر سید موسی صمیمي ته نیږدې کسان وايي چې هغه له ډيري مودې راهيسي له خپلي ناروغۍ کړېد چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې د آلمان په یوه روغتون کې د ژوند پور پرې کړ.

ډاکټر موسی صمیمي څوک و؟

ارواښاد صمیمي په کندهار کې زېږېدلی و، لومړنی او ثانوې زده کړې یې هم هلته کړې وې. نوموړي د خپل ژوند ۵۰ کاله له کوم ځنډ پرته کار او سختې هلې ځلې کړي، دی ۱۷ کلن و چې د پلار له سیورې بې برخې شو او خپلې کورنۍ ته د روزې ګټلو چاره یې په مسؤولانه ډول پرغاړه واخېسته.

نوموړی په ۱۹۶۸م کال کې آلمان ته راغی او دلته یې د «بوخوم» او »بن« پوهنتونونو کې د اقتصاد په رېشته کي خپلې لوړې زده کړې پیل کړې. صمیمي په ۱۹۷۷م کال کې د بن له «فریدریش ویلهلم» پوهنتون څخه د خپلې دوکتورا سند ترلاسه او بیرته هېواد ته ستون شو.

صمیمي د ۱۹۷۹م کال تر جولای میاشتې پورې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ؤ چې بیا وروسته د سیاسي ناکراریو له امله یې دنده پرېښوده او کډوالۍ ته اړ شو.

صمیمي د آتیایمې لسیزې په وروستيو کې د دویچه ويله په پښتوـ دري برخه کې کار پيل کړ چي وروسته بيا د دغي برخي مشر هم شو.

ارواښاد صمیمي د خپل تقاعد تر وخته د دویچه ویله د افغانستان څانګې مشر ؤ چې بالاخره  په ۲۰۰۹م کال کې په دویچه ویله کې تر۳۰ کلن خدمت وروسته تقاعد شو.

اړوند مطالب:ډاکټر سيد موسي صميمي د DW سره مخه ښه وکړه

د دویچه ویله یوه پخواني همکار ضیاالحق فضلي چې له ارواښاد صمیمي سره یې شاوخوا لس کاله یوځای کار کړی، دویچه ویله ته وویل: «ډاکټر صاحب صمیمي په خپل کار کې یو ډېر فعاله او حقبین انسان ؤ، ما تر لسو کلونو زیاته موده له ده سره یوځای کار کړی او د کار په موده کې ما دی داسې یو شخصیت موندلی چې واقعا په خپل کار کې یې د هیڅ ډول امتیاز او تبعیض رعایت نه کاوه.»

آرشیف انځور: ډاکټر سید موسی صمیمي د دویچه ویله همکارانو ترمنځانځور: DW

ښاغلي فضلي زیاته کړه چې سید موسی صمیمي هڅه کوله چې خپلو همکارانو ته خوندې کاري چاپیریال رامنځته کړي او ټولو ته د هغوی حق ورسوي.

«له افغانستانه د دویچه ویله له پاره د همکارانو استخدام د لومړي ځل له پاره د صمیمي د مسؤلیت په موده کې شوی او دا د نوموړي له ابتکارونو څخه و.»

ډاکټر سید موسی صمیمي د خبریالی سربیره لېکوالي هم کوله او په بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو یې کتابونه او مقالې لیکلي او چاپ شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل