1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د سوریې وروستي تحولات؛ د درعا سقوط او د ایراني ځواکونو تېښته

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس،
۱۴۰۳ آذر ۱۷, شنبه

د سوریې درعا ښار د بشار الاسد د دولت مخالفینو تر کنترول لاندې راغلی او یاغیان د حمص ستراتیژیک ښار دروازو ته رسیدلي دي. نیویارک ټایمز د درو ایراني چارواکو په نقل له سوریې څخه د ایراني ځواکونو د وتلو خبر ورکړی دی.

هغه مهال د سوریې د کورنۍ جګړې په اوج کې، ایران لسګونه زره ایراني، افغان او پاکستاني داوطلبان د اسد له رژیم څخه د دفاع له پاره سوریې ته استولي ول.
د سوریې د کورنۍ جګړې په اوج کې، ایران لسګونه زره ایراني، افغان او پاکستاني داوطلبان د اسد له رژیم څخه د دفاع له پاره سوریې ته استولي ول.انځور: Bakr Alkasem/AFP/Getty Images

د سوریایي یاغیانو د بې ساري پرمختګ په دوام د دې هیواد د درعا ولایت هم د اسد د ځواکونو له کنترول څخه وتلی او د رژیم د مخالفینو لاس ته لویدلی دی.

 په رپوټونو کې ویل شوي چې سیمه ایزو ډلو په درعا ښار کې د پوځي استخباراتو پر ادارې برید کړی او د سوریې پوځ ته یې د دمشق پر لور د سیمې د تخلیه کولو اجازه ورکړې ده.

د درعا ښار د سوري یاغیانو له پاره ځانګړی ستراتیژیک ارزښت لري، ځکه په دې ښار کې سوریایي وګړو په ۲۰۱۱م کال کې دیموکراسي پلوه اعتراضونه پیل کړي ول.

یوه بله پيښه چې د جمعې په ورځ (د دسمبر ۶ نیټه) رامنځته شوه هغه دا وه چې د بشار الاسد پوځ او د ایران نیابتي ځواکونه د دیرالزور له ښار څخه ووتل او تر دې وروسته د سوریې کُرد ځواکونو ښار نیولی دی.

خو د سوریایي پاڅون کوونکو اصلي هدف د پلازمېنې دمشق نیول دي. د ټول هیواد په کچه پاڅون پیل شوی دی او دغه هیواد د بشار الاسد د رژیم او پلویانو له کنترول څخه وتلی دی.

یو شمیر هیوادونو له هغې ډلې امریکا، کاناډا، اردن، عراق او روسیې له خپلو اتباعو غوښتنه کړې ده چې ژر تر ژره دې د سوریې له خاورې څخه ووځي.

 سوریایي یاغیان د حمص دروازو ته رسیدلي دي

د بشار الاسد مخالف یاغیان د سوریې په مرکز کې د حمص ښار ته نږدې شوي دي. هغوی د جمعې په ماښام په خپل تلګرام شبکه کې له پوځي ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې د بشار الاسد له رژیم څخه دې جلا شي.

هر څومره چې مخالف یاغیان د حمص ښار مرکز ته نیږدې کیږي، په همغه اندازه د وسله والو مخالفینو ډیر شمیر ډرونونه د ښار په اسمان کې لیدل کیږي. سیمه ایزو سرچینو د حمص ښار پر مرکز د برید له پاره د مخالفینو د تیاري خبر ورکړی دی.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

په عین وخت کې د سوریې د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی دی چې د سوریې پوځ د حمص-طرطوس بین المللي سړک څخه په استفادې له ښار څخه پر شاتګ کړی دی.

حمص شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره نفوس لري او د سوریې دریم لوی ښار دی.

ایران له سوریې څخه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي

د سوریې د بشري حقونو سازمان د خپلو سیمه ایزو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې ایران ته وفاداره بهرني ځواکونه له سوریې څخه عراق ته انتقال شوي دي. د دې رپوټ پر بنسټ د دغو ځواکونو یوې برخې د عراق خاورې ته شاتګ کړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یوه ځانګړي رپوټ کې د درو ایراني چارواکو په نقل، له سوریې څخه د ایران د پوځي قوماندانانو او ځواکونو د وتلو خبر ورکړی دی. دغه اقدام د دې ښکارندویي کوي چې ایران د یاغیانو د بریدونو په مقابل کې د بشار الاسد د ژغورنې توان نه لري.

د دغه رپوټ پر بنست د هغو کسانو په منځ کې چې ګاونډیو هیوادونو عراق او لبنان ته «تښتیدلي» دي د سپاه قدس یو شمیر لوړپوړي قوماندانان او د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه هم حضور لري.

په سوریه کې د ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې په اوږدو کې د ایران له خوا د اسد د حکومت ملاتړ کېده. ایران د سوریې له خاورې څخه د لبنان حزب الله ته د وسلو استولو له پاره د مهم مسیر په توګه استفاده کوله. د اسد د رژیم پاشل کیدل اوس د «مقاومت محور» د پاشل کیدو سبب هم شوی دی. هغه مهال د سوریې د کورنۍ جګړې په اوج کې، ایران لسګونه زره ایراني، افغان او پاکستاني داوطلبان د اسد له رژیم څخه د دفاع له پاره سوریې ته استولي ول.

یو شمیر ځواکونه د ایران تر نظر لاندې د سوریې په پوځي اډو کې د فاطمیون ځواکونو په چوکاټ کې مستقر ول. د رپوټونو په حواله اوس دغه ځواکونه هم دمشق او لاذقیه ته انتقال شوي دي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب