1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

په سوريه کې د وسله والو ډلو پر منحل کېدو توافق شوی

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۳ دی ۴, سه‌شنبه

د سوریې نويو چارواکو ويلي دي چې د هېواد له بېلا بېلو ياغي ډلو سره د هغوی د منحليدو او په منظم دفاعي ځواک کې د شامليدو په اړه يوه توافق ته رسېدلي دي.

احمد الشرع
احمد الشرع، تيره اونۍ ويلي ول چې نوي چارواکي به «په هیڅ صورت کې داسې وسلو ته اجازه ور نه کړي چې د دولت له کنتروله بهر وي.»انځور: Ammar Awad/REUTERS

د سوریې نويو چارواکو دا خبره نن، سه شنبه (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۲۴) وکړه. په هغه عکسونو کې چې SANA دولتي خبري آژانس خپاره کړي دي، د سوریې نوی مشر احمد الشرع، چې په ابو محمد الجولاني، مشهور دی، د يو شمير وسله والو ډلو له مشرانو سره يوځای ليدل کيږي، خو د کردانو په مشرتوب د سوریې په شمال ختيځ کې د ځواکونو استازي پکې موجود نه دي.

د همدې خبري آژانس او په تیلګرام کې د چارواکو له خوا ويل شوي دي چې غونډه «د ټولو ډلو د منحليدو او د دفاع وزارت تر نظارت لاندې د هغوی د ادغام پر يوه توافق باندې پای ته ورسېدله.»

اړونده موضوع: د امریکا ډیپلوماټان د نوو واکمنانو سره د لیدو لپاره سوریې ته تللي

د یکشنبې په ورځ احمد الشرع، ويلي ول چې نوي چارواکي به «په هیڅ صورت کې داسې وسلو ته اجازه ور نه کړي چې د دولت له کنتروله بهر وي.»

هغه وويل چې دا څه د کردانو په مشرتوب د سوریې پر ديموکراتيک ځواک هم صدق کوي.اړونده موضوع: تېره اوونۍ د هيئت تحرير الشام ډلي مشر الشرع، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې د کردانو سيمې به د نوي مشرتابه تر کنترول لاندې راوستل شي او دا چې «سوريه به نه ويشل کيږي.»

په سوريه کې د ديارلس کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې تر نيم ميليون ډېر انسانان وژل شوي او دغه هېواد یې د نفوذ پر دوو ساحو ويشلی وو چې يوه یې د سيمه ایزو قدرتونو او بله یې د نړيوالو قدرتونو له ملاتړه د برخمنو وسله ډلو له خوا کنتروليدله.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

خو د اسد تر سقوط او د هيئت تحرير الشام ډلې په مشرتوب ډلې له خوا د واک تر نيولو وروسته د سوریې په شمال کې د کردي ملېشو او د ترکیې له ملاتړه د برخمنو وسله والو ترمنځ سختې نښتې وشوې. کردي مليشې د امريکا متحده ايالاتو سره په ګډه د داعش ترهګر سازمان پر ضد جګړه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل