1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

«په سوريه کې نږدې نیم میلون انسانان وژل شوي»

۱۴۰۰ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

له لسو کلونو راهیسې په سوریې کې د روانې جګړې د قربانیانو شمیر نږدې نیم میلیونو ته رسیدلی دی. دغه کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱م کال کې د بشارالاسد د حکومت ضد ولسي مظاهرو سره پیل شوې وه.

Symbolbild Syrien
انځور: Reuters/Hosam Katan

په سوریې کې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله، تر څه مودې مخکې پورې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د وژل شویو انسانانو شمیر کم وو. خو وروسته له هغه چې په دې وروستیو کې تر سلو زرو ډيرو نورو انسانانو وژل کیدل تائید شول، اوس په دې جګړه د وژل شویو انسانانو تائيد شوی مجموعي شمیر ۴۹۴۴۳۸ ته رسیدلی دی.

د نوموړي سازمان په خبره د ۲۰۱۱م کال په مارچ میاشت کې د دمشق حکومت چې په کوم پوځي قوت سره د ولسي مظاهرو د ځپلو کوښښ کړی وو، تر هغې وروسته دغې شخړې د یوې داسې کورنۍ جګړې شکل غوره کړ چې د لسو کلونو په تیریدو لا هم پای ته ونه رسید.

تر سل زرو زياتو انسانانو د وژل کیدو تائید

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په دغه هيواد کې د خپلو سرچینو د رپوټونو او اسنادو تر تائید وروسته ویلي دي چې د روان کال د مارچ میاشتې د شمیرو له مخې د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر ۳۸۸۰۰۰ ډیر انسانان وژل شوي ول.

خو د یو لک او پنځه زره نورو کسانو د مړينې تر تائید وروسته په دې جګړه کې د وژل شویو کسانو مجموعي شمېر ۴۹۴۴۳۸ ته رسیدلی دی، چې له نیم میلیون څخه یوازې تقریباً پنځه نیم زره کم کیږي.

د سوریې په کورنۍ جګړه کې نږدې ۶۸ زره جهادیان هم وژل شوي ديانځور: picture alliance/ZUMA Press/Medyan Dairieh

زياته مرګ ژوبله د ۲۰۱۲ له وروستيو څخه د ۲۰۱۵ تر نومبره پورې

د نوموړي سازمان مشر رامي عبدالرحمان د فرانسې خبري آژانس ته وویل :«په دغو نږدې پنځو لکو انسانانو کې یو لوی اکثریت یې له ۲۰۱۲م کال څخه د ۲۰۱۵م کال تر نومبر میاشتې پوري وژل شوي دي. دا هغه وخت وو چې کورنۍ جګړه خپل اوج ته رسیدلې وه.»

نوموړي دا هم وویل چې د هغو یو لک او پنځه زره کسانو مړينه چې اوس یې پخلی شوی دی په هغوي کې ۴۲۰۰۰ یې ملکي وګړي ول چې یا خو د سوریې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو او یا هم په زندانونو کې د زورزياتي په نتیجه کې وژل شوي دي.

د رامي عبدالرحمان په خبره د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې نږدې ۱۵۹۸۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي چې په دوی کې ډېر يې ښځې او ماشومان دي.

تر دې هم دردونکې خبره دا ده چې اکثریت دغه ملکي وګړي د یاغیانو پر ضد حکومتي پوځ او پلوي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

سربیره پر دې په تیره یوه لسیزه کې د سوریې د حکومت په زندانونو او توقفخانو کې نږدې ۵۷۵۶۷ بندیان وژل شوي دي.

تر ټولو ډیر ځاني زیان پوځ او پلوي ملېشه وو ته يې اوښتی دی

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د مشر په حواله په دې جګړه کې ۱۳۸۳۲۶ عسکر او د هغو پلوي ملېشه وژل شوي دي، چې تر نیمايي زیاته برخه یې د سوريې عسکر دي.

تر ۶۸ زرو ډیر جهادیان هم وژل شوي دي

د سوریي د کورنۍ جګړې د اوج پر مهال د داعش ترهګرې ډلې چې په سوریې او عراق کې يې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې، د تش په نامه اسلامي خلافت اعلان کړی وو. په دې توګه نو د نړۍ له مختلفو برخو څخه دغو دواړو هیوادونو ته د جهادیانو او افراطي اسلامپالو د ورتگ لړۍ پيل شوې وه.

د رامي عبدالرحمان په حواله په سوريه کې تر اوسه پورې ۶۸۳۹۳ جهادیان او ترهګر وژل شوي دي. په دوی کې یو لوړ شمیر یې یا د داعش او یا هم القاعده شبکې پورې اړوندو ترهګرو ډلو غړي ول.

سربیره پر دې په سوريه کې تر اوسه پورې د اپوزيسيون د مختلفونو ډلو نږدې ۸۰ زره جنګیالي وژل شوي دي.

دغه راز ۷۹۸۴۴ وژل شوي کسان داسې جنګیالي ول چې په سیمه ایزه اصلاح ورته سوریایي یاغیان ویل کیږي. دوی به هم د دمشق د حکومت او هم د داعش جهادیانو پر ضد جنګیدل.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب