1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې تلویزیون: اسرائيل دمشق ته څرمه سیمي بمبار کړي

۱۴۰۰ آبان ۱۲, چهارشنبه

د سوریې د دولتي تلویزیون د رپوټ له مخي، اسرائيل دمشق ته څرمه سیمي د راکټي بریدونو هدف ګرځولي. ویل کیږي چي دغو بریدونو سخت زیانونه اړولي دي. د ممکنه قربانیانو د شمیر په هکله لا تر اوسه څه نه دي ویل سوي.

Syrien Israelischer Luftangriff auf Damaskus
انځور: AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس د سوریې د دولتي تلویزیون په حواله رپوټ ورکړی چي اسرائيل د چهارشنبې په سهار«د نوومبر ۳مه» د سوریې پایتخت دمشق ته نیژدې سیمي تر راکټي بریدونو راوستي دي. د سوریې دولتي تلویزیون دغه خبر د نوموړي هیواد د نظامي ځواکونو په حواله خپور کړی دی.

د «سانا» په نامه د سوریې دولتي خبري آژانس د پوځي سرچینو په حواله لیکلي چي دغه برید سخت مالي زیانونه لرلي دي.

تر اوسه لا د ممکنه قربانیانو د شمیر په هکله دقیقي شمیرې نه دي خپرې سوي. اسرائيل د دغو بریدونو په هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

مخکی له دې هم د اسرائيل پوځ په وار وار سره، په ایران پوري تړلو ځواکونو نظامي مرکزونه او اډې تر برید لاندي نیولي دي. اسرائیل په دې ډول غواړي چي په ایران پوري تړلو ځواکونو د نفوذ مخه ونیسي او د خپل هیواد په شمال کي سرحدونو ته، د ایران په ملاتړ نیمه ملیشو د نیژدې کیدو مخنیوی وکړي.

اسرائیل د دغه هیواد په شمالي  سرحدونو کي د ایران د اسلامي جمهوریت حرکتونه د خپل هیواد سره کرښه بولي او په وار وار سره یې په لبنان کي د ایران اډې او د حزب الله نیمه ملیشو ته د وسلو د استولو کاروانونه د خپلو بریدونو هدف ګرځولي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د بشارالاسد حکومت له يو ملاتړو څخه شمیرل کیږي او په ایران پوري تړلي ملیشې په سوریه کي د دغه هیواد د ځواکونو تر څنګ جنګیږي. ایران د سوریې د ولسمشر بشارالاسد اصلي متحد دی.

د اسرائیل د بریدونو زیاتوالی

په وروستیو ورځو کي په سوریه کي پر ځای پر ځای سوو ایراني ځواکونو باندي د اسرائيل بریدونه ډیر سوي دي. د سوريې پوځ څلور ورځي مخکي هم اعلان وکړ چي پر دمشق باندي د اسرائيل د راکټي برید په نتیجه کي دوه سرتیري زخمیان سوي او دغه برید مالي تاوانونه هم اړولي دي.

په دغو بمباریو کي د اسلامي جمهوریت په ملاتړ د نیمه ملیشوو اډې تر هدف لاندي ونیول سوې او د نورو ترڅنګ یو پوځي روزنیز مرکز او یو مخابراتي برج ویجاړ سوي دي.

GP/NZ/Farsi

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب