1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سوریه: البشیر په سوریه کي د لنډمهاله حکومت مشري پرغاړه اخلي

۱۴۰۳ آذر ۲۰, سه‌شنبه

د بشار الاسد حکومت تر سقوط تر وروسته سوریه د واک د بدلون له پاره تیاری نیسي. ویل کیږي چي د ۲۰۲۵م کال تر مارچ پوري به لومړی یو انتقالي حکومت د هیواد چارې پرغاړه واخلي.

سوریه: محمد البشیر به د انتقالي حکومت چارې پرغاړه واخلي
په سوریې کی البشیر د لنډمهاله حکومت مشري پرغاړه اخليانځور: Omar Haj Kadour/AFP/Getty Images

د یاغیانو په اصلي مرکز ادلیب کي اوسنی حکومتي مشر د خپلو معلوماتو له مخې په سوریه کي د انتقالي حکومت چاري پر غاړه اخلي. محمد البشیر اعلان کړی دی چي هغه به د ۲۰۲۵م کال تر مارچ مياشتي پوري پر دغه دنده پاته وي.

عربي رسنیو د دوشنبه په ورځ خبر ورکړ چي په پلازمېنه دمشق کي له یوې لوړپوړې غونډې وروسته  البشیر، ته د نوي حکومت د جوړولو دنده وسپارل سوه.

په دمشق کي اوس یوه بله مهمه غونډه هم رابلل کیږي چي پکښي د اسلامي ډلې هیئت تحریر اشام  (HTS) مشر احمد حسين الشرع چي مخکې د ابو محمد الجولاني تر نامه لاندي راڅرگند سوی وو، او همدارنگه تر اوسه پورې حاکم حکومت وزیر هم پکښي گډون ولري.

د رپوټونو په حواله دواړې خواوي د آسانه انتقال په هڅه کي دي. البشیر د شمال لوېدیځ ولایت ادلیب څخه راځي چي دیاغیانو مرکز گڼل کیدی، له کومه ځایه چي د (HTS) اسلامې ډلې خپل بریدونه پیل کړل. د رپوټونو له مخې نوموړي سیاستوال د الکترونیکي انجینیرۍ او اسلامي قوانینو په برخه کي تحصیل کړی دی. نوموړی تر څلوېښت کلنۍ اوښتی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب