1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د حکومت او «سوریې دیموکراتیکو ځواکونو» ترمنځ د اوربند موافقه

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ دی ۲۹, دوشنبه

د سوریې د مؤقت حکومت او «سوریې دیموکراتیکو ځواکونو» ترمنځ له وروستیو خونړیو نښتو وروسته دواړو خواو د اوربند د موافقې لاسلیک کولو خبر ورکړی دی. د موافقې له مخې د کردانو خپلواکمنه اداره به په حکومت کې مدغم کیږي.

د سوریې د مؤقت حکومت مشر احمد شرع
د احمد شرع حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو سره یوه جامع تړون ته رسیدلي ديانځور: Rami Al Sayed/AFP

د سوریې مؤقت حکومت د «قسد» په نوم د «سوریې دیموکراتیکو ځواکونو(SDF)» سره د اوربند کولو خبر ورکړی دی. په دمشق کې د احمد شرع حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو سره یوه جامع تړون ته رسیدلي دي چې عملاً به د ټول هیواد تر خپل کنترول لاندې راوستلو او د کردانو تر رهبرۍ لاندې ځواکونو د مدغم کیدو سبب شي. دغو ځواکونو تر یوې لسیزې د ډیرې مودې راهیسې د سوریې شمال ختیځ په خپل لاس کې درلود.

د کردانو رهبر مظلوم عبدي، وویل چې د جګړې پراخیدو د مخنیوي په خاطر یې له دې موافقتنامې سره موافقه کړې ده.

په تیرو ورځو کې دولتي ځواکونو په شمال ختیځ کې د کردانو تر کنترول لاندې سیمو کې پرمختګ کړی و او د کردانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې وې. د یکشنبې په ورځ هم په رقه ښار کې دمشق ته د وفادارو سیمه ایزو ملیشه و او کردي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته شوې وې.

د دغې موافقتنامې په اساس چې د شرع حکومت د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو سره لاسلیک کړې، د کردانو خپلواکمنه اداره او ځواکونه به د دولت په جوړښت کې ورګډ شي او د دیرالزور او رقه ولایتونه، چې د کردانو تر کنترول لاندې ول، په سمدستي ډول حکومت ته وسپارل شي.

احمد شرع د یکشبنې په ورځ وویل چې ټاکل شوې وه له مظلوم عبدي سره وویني، خو د نامناسبو اقلیمي شراېطو له کبله دغه لیدنه کتنه دوشنبې ورځې ته وځنډول شوه. نوموړي زیاته کړه: «د وضعیت د ارامه کولو له پاره مو پریکړه وکړه چې دغه موافقتنامه لاسلیک کړو.»

عبدي په هغه اعلامیه کې چې په کردي تلویزوني شبکه «روناهي» کې خپره شوه وویل: «د دې له پاره چې دغه نښتې پر یوې کورنۍ جګړې بدلې نه شي، مونږ ومنله چې له دیرالزور او رقه سیمو څخه د حسکه پر لور پر شاتګ وکړو.»

نوموړي زیاته کړه چې له دمشق څخه تر سنتیدو وروسته به د موافقې جزیات له سوریایي کردانو سره شریک کړي.

د سوریې د تحریر شام ډلې او افغان طالبانو تر منځ توپیر څه دی؟

33:02

This browser does not support the video element.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه موافقتنامه په سوریې کې کرد لږکۍ ته یوه ضربه ګڼل کیږي.

کردان له مودو راهیسې په هغو سیمو کې چې تر یوې لسیزې د ډیرې مودې راهیسې د دوی تر کنترول لاندې وې، د خپلې خپلواکمنۍ د ساتنې په هڅه کې ول.

د سوریې دولتي ځواکونو په وروستیو څو ورځو کې په رقه کې د طبقه ستراتیژیک ښار او همدارنګه سد فرات تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي. دوی همدارنګه په دیرالزور ولایت کې د نورو تر څنګ، د دغه هیواد د نفتو په تر ټولو ستر میدان «العمر» کې پرمختګ وکړ. مخکې تر دې دولتي ځواکونو په حلب کې هم پرمختګونه درلودل.

برخلیک ټاکونکې نقطه

د موافقتنامې د لاسلیک کیدو خبر له خپریدو وروسته خلکو د رقې ښار په یو شمیر سیمو کې د خوښۍ جشنونه ولمانځل.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په ۲۰۱۷م کال کې رقه د پوځي عملیاتو په ترځ کې د داعش له ترهګرې ډلې څخه تر خپل کنترول لاندې راوستلې وه. داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د دوی په خبره د خپل «خلافت» پر مهال د سوریې او عراق پراخې برخې تر خپل کنترول لاندې را وستلې وې او رقه یې خپله پلازمېنه اعلان کړې وه.

احمد شرع همدارنګه د یکشنبې په ورځ د امریکا له ځانګړي استازي ټوم باراک، سره هم ولیدل. باراک له کردانو سره د حکومت توافق یو «برخلیک ټاکونکې د عطف نقطه» وبلله. نوموړي یو ورځ مخکې له دې د کردانو له مشر مظلوم عبدي سره په اربیل کې لیدلي و.

د موافقتنامې د ۱۴ مادي متن په اساس چې د سوریې حکومت خپره کړې ده، دمشق به د داعش ډلې د هغو بندیانو او د هغوی د کورنیو چې د کردانو تر مدیریت لاندې زندانونو کې ساتل کیږي، مسئولیت په غاړه واخلي.

د سوریې حکومت همدارنګه اعلان کړی دی چې په رقه ولایت کې یې د صفیان او ثروه د نفتو میدانونه هم بیرته نیولي دي.

د سوریې د مؤقت حکومت د انرژۍ وزیر محمد بشیر ویلي چې حکومت ته د دغو نفتي سیمو بیرته لاسته ورتلل «بیارغونې، کرنې، انرژۍ او سوداګرۍ ته په بشپړ ډول د دروازو پرانیستل کیدلو په معنا» ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب