د ادليب او حلب شاوخوا پرتې سيمې د سوريې د حکومت تر واکمنۍ لاندې نه دي. هلته ډېر خلک ترکیې ته د ساتونکي ځواک په سترګه ګوري. لاريون کوونکو د شعارونو او بېنرونو له لارې د سوريې او ترکيې د حکومتونو د بېرته پخلا کېدو پر ضد موقف خپل کړ. يوه ګډونوال د آلمان خبري آژانس ته وويل چې »زه وشړل شوم او خپل درې ماشومان مې د رژيم په زندانونو کې له لاسه ورکړل.«خیریه سازمان: په سوریه کي مایوسي او ځان وژني
تر اوږدو سړو اړیکو وروسته يوه اوونۍ مخکې د ترکيې او سوريې د دفاع وزيرانو په مسکو کې سره وليدل څو په جګړه ځپلې سوريه کې د حل يوه لاره پيدا کړي. په دغو خبرو کې د روسیې د دفاع وزير، سرګي شويګو هم ګډون وکړ.
روسيه د سوريې په کورنۍ جګړه کې له ولسمشر بشار الاسد څخه ملاتړ کوي، خو ترکيه د ياغيانو په طرف ولاړه ده. انقرې له دمشق سره ديپلوماتيکې اړيکې شلولې وې، خو په دې وروستيو کې يې د بېرته نژدې کېدو پلويتوب کړی و. ولسمشر رجب طيب اردوغان حتی له اسد سره ليده کاته هم رد کړي نه دي چې په پخوا وختو کې يې ورته د »قاتل« خطاب کاوه.د سوریې، روسیې او ترکیې د دفاع وزیرانو په مسکو کې سره لیدلي دي
اردوغان په کور دننه تر فشار لاندې دی، ځکه چې په ترکيه کې د سوريايي کډوالو په وړاندې د خلکو احساسات راپارېدلي او ډېر منفي شوي دي. دا مهال تقريبا ۳،۷ ميليونه سوريايان په ترکيه کې ژوند کوي. انقره غواړي چې دغه کسان بېرته خپل هېواد ته ولېږي. د ترکيې او روسيې د دفاع وزيرانو په حواله د مسکو په درې اړخيزو مذاکراتو کې کډوالي هم يوه اصلي موضوع وه.
تر کابو ۱۲ کاله کورنۍ جګړې وروسته د اسد حکومتي ځواکونه تقريبا دوه په درې برخې د سوريې خاوره تر کنترول لاندې لري. د سوريې واکمن اسد د روسيې تر څنګ له ايران څخه هم ملاتړ تر لاسه کوي. ترکيې په ورته وخت کې د سوريې په شمال کې يو څو سيمې نيولې دي.
آ./ن.ص./ا.ا.
په سوریه کي ۱۰ کاله مخکي کورنۍ جګړه د عربي پسرلي په نامه د ولسمشر بشارالاسد پر وړاندي په سوله ایزو مظاهرو سره پیل سوه. په دغه جګړه کي تر ۳۸۷ زره اضافه انسانان وژل سوي دي. اوس هغه په یوې نیابتي جګړې اوښتې ده.
انځور: Getty Images/AFP/K. Al-Masriد سوریې په جنوب دمشق او دارعا کي پاڅون کوونکي د دغه هیواد د واکمن بشاالاسد پر ضد راپورته سول.
انځور: picture alliance/dpaد شورشیانو مشر ډګروال ریاض الاسد او نورو یاغیانو د (FSA) په نامه د سوریې آزاد پوځ جوړ کړ.
انځور: Getty Images/Anadolu Agency/H. el Homsi(FSA) د سوریې په شمال کي لوی اقتصادي مرکز حلب او وروسته یې د حُمص سیمي هم ونیولې.
انځور: Getty Images/Anadolu Agency/H. el Homsiدمشق ته نژدې په شرقي غوطه کي د کیمیاوي برید په نتیجه کي، د امریکا متحده ایالاتو په حواله ۱۴۰۰ انسانان ووژل سول.
انځور: Getty Images/AFP/A. Eassaامریکا متحده ایالات په یوه پوځي ماموریت سره خبرداری ورکړ، په دې ډول اسد د سوریې د زهرجن ګاز ارسنال «فابریکې» د له منځه وړلو سره موافقه وکړه.
انځور: picture alliance/AP/Z. Garbarino د اسلامي دولت په نامه سني جهادي ملیشو د رقعې په نیولو سره د سوریې په شمالي ښار کي خپله پلازمېنه اعلان کړه، د وحشت یوه واکمني. حکومت او اپوزیسیون د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په اول وار په ژنیو کي مخامخ خبري وکړې چي کومه نتیجه یې ور نه کړه.
انځور: Getty Images/D.Souleimanتر کلونو محاصرې وروسته د سوریې حکومتي ځواکونو د حُمص زوړ ښار بیرته له یاغیانو ونیو.
انځور: picture-alliance/dpaپه اصطلاح اسلامي دولت (داعش) ملیشو د عراق او سوریې نوري برخې هم تر خپلي ولکې لاندي راوستې. امریکا متحده ایالاتو د دغي ډلي په مقابل کي نړیوال ائتلاف جوړ کړ.
انځور: Reuters/A. Ismailامریکا متحده ایالات د عربي او اروپايي متحدینو سره یو ځای په سوریه او عراق کي د داعش پر ملیشو هوايي بریدونه پيل کړل. آلمان هم پکښې ونډه واخيستله.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Nickelد (YPG) په نامه کُردي ملېشې تر سختو جګړو وروسته د داعش ملېشې د ترکیې سرحد ته نژدې، د سوریې له شمالي ښار کوبانه څخه و ایستلې.
انځور: Reuters/O. Orsalد «موږ یې تر عُهدې وتلای سو» په ویلو سره د آلمان صدراعظمي انګیلا میرکل په تاریخ کي یوه جمله ثبت کړه. دغه جمله هغو ډیرو مهاجرو ته متوجه وه چي په خاص ډول له سوریې څخه د بالکان له لاري آلمان ته راتلل.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eiseleروسیې د «ترهګرو» پر وړاندي هوايي بریدونه پیل کړل، له همدې کبله د سوريې پوځ د لتاکیا او حلب ځیني سیمې بیرته ونيولې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Alkharboutliد امریکا متحده ایالاتو او روسیې په منځګړیتوب د هیواد په سطحه یو اوربند رامنځته سو چي ډیر ژر بیرته له منځه ولاړ.
انځور: Getty Images/AFP/K. Al-Masriد سوریی نظامي ځواکونو د روسیې او ایران په ملاتړ په حلب کي د داعش د ځواکونو په وړاندي عملیات پیل کړل. درې میاشتي وروسته دغه ستر ښار په بشپړ ډول د سوریی د حکومت تر کنترول لاندي راغی.
انځور: picture alliance/AP Photoد ترکیې او روسیې په منځګریتوب د اسد د مخالفینو او د هغه د حکومت ترمنځ یو اوربد رامنځته سو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Shipenkovپه کوچني ښار خان شیخون کي د کیمیاوي موادو په یوه شکمن برید کي ۸۶ ملکي کسان ووژل سول.
امریکا متحده ایالاتو د هغه په جواب کي په اول وار پر حکومتي ځواکونو حمله وکړه او د الشریعت نظامي هوايي ډګر یې وویشت.
انځور: Getty Images/AFP/O. Haj Kadourد سوریې د دموکراتیکو ځواکونو په وسیله د ماغوز د ښار په نیولو سره ، داعش تر خپل کنترول لاندي وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه.
انځور: Reuters/R. Saidترکیې د کردي ملیشو په وړاندي نوي عملیات پیل کړل. د همدې میاشتي آخره وه چي د داعش مشر ابوبکر البغدادي د سوریې په شمال لویدیځ کي د امریکا متحده ایالاتو په یوه برید کي ووژل سو
انځور: picture-alliance/AP Photo/د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب د داسي یوه اوربند اعلان وسو چي د اسد د ځواکونو د پرمختګ مخنیوی یې وکړ.
انځور: AFP/A. Watadد سوریې د حکومت له خوا د قتلونو او شکنجو په اړه د لومړۍ نړیوالي پروسې په توګه، د آلمان محکمې د سوريې د استخباراتو یو غړی په بشریت ضد جنایتونو کي د لاس لرلو په تور محکوم کړ.
GP/NZ/DW
انځور: picture alliance/dpa/B. Thissen