1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

د سوریې وروستي تحولات؛ دمشق کې د ایران پر سفارت برید

شمس الرحمن ناصر | د فرانسې خبري اژانس، رویترز
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبه

سوریایي یاغیانو په دمشق کې د بشار الاسد ماڼۍ نیولې او د ایران پر سفارت یې برید کړی دی. یاغیانو د سوریې لومړی وزیر یوه هوټل ته انتقال کړی او ټرمپ ویلي چې د روسیې د ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته بشار الاسد تښتیدلی دی.

د سوریې د یاغیانو مشر له نظامي ځواکونو غوښتي ول چې له دولتي تاسیساتو دې فاصله ونیسي
د سوریې د یاغیانو مشر له نظامي ځواکونو غوښتي ول چې له دولتي تاسیساتو دې فاصله ونیسيانځور: Omar Sanadiki/AP/dpa/picture alliance

د یاغیانو له خوا په دمشق کې د اسد د ماڼۍ نیول کیدل

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د یکشنبې په سهار د وسله والو یاغیانو یوه ډله د «الله اکبر» په نارو سره په دمشق کې د بشار الاسد ماڼۍ ته ننوزي. د جمهوري ریاست ماڼۍ چې د «د ولس ماڼۍ» نومیږي د دمشق په لویدیځ کې واقع ده.

بشارالاسد د یاغیانو له هجوم څو ساعته مخکې له دمشق څخه یو نامعلوم ځای ته وتلی دی. د رپوټونو په حواله یاغیانو بې له هیڅ ډول مقاومت څخه ولسمشریزه ماڼۍ نیولې ده. ویل کیږي چې کارمندان او امنیتي کارکوونکي هم لادمخه له دغې ودانۍ څخه وتلي ول.

د سوریې د یاغیانو مشر له نظامي ځواکونو غوښتي ول چې له دولتي تاسیساتو دې فاصله ونیسي او نوي انتقالي حکومت ته په رسمي ډول د واک تر لیږدول کیدو پورې به دغه ادارې د پخواني لومړي وزیر تر نظارت لاندې وي.

په دمشق کې د ایران پر سفارت هجوم

د ایران د صدا و سیما پورې اړوند «پرس ټي وي» شبکې رپوټ ورکړی دی چې یاغیانو د دمشق تر نیولو وروسته په دغه ښار کې د ایران پر سفارت برید کړی دی.

په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د سفارت هندارې ماتې شوي او یو شمیر وسایلو ته زیان اوښتی دی.

مخکې تر دې "العربیه"  شبکې داسې ویډیوګانې خپرې کړې وې چې په کې څو تنه لیدل کیږي چې د سفارت پر دیوالونو ختلي او هغه پوسترونه څیري کوي چې د سپاه قدس پخوانی قوماندان قاسم سلیماني او د حزب الله پخوانی رهبر حسن نصرالله په کې څنګ په څنګ لیدل کیدل.

الجزیره رپوټ ورکړی دی چې په سوریه کې د ایران د سفارت کارکوونکي د خلکو تر هجوم راوړلو مخکې تښتیدلي دي او یاغیان له هیڅ ډول مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.

یو یاغي جنګیالی په دمشق کې د بشارالاسد دفتر میز شاته ناست دیانځور: Omar Sanadiki/picture alliance/AP

په همدې منځ کې د عراق دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې په دمشق کې یې خپل سفارت تخلیه کړی او عراقي دیپلوماتان یې لبنان ته انتقال کړي دي. د روسیې سفارت هم د خپلو کارمندانو د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

وسله والو د اسد د حکومت لومړی وزیر یوه هوټل ته انتقال کړی

د CNN تلویزوني شبکې د رپوټ پر بنسټ په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د سوریې لومړی وزیر محمد غازي الجلالي د یکشنبې (د دسمبر میاشتې ۸ نیټه) په ورځ له مخالفانو سره د همکارۍ له اعلانولو څو ساعته وروسته، د سوریایي یاغیانو له خوا په ظاهره کې په دمشق کې د یوه هوټل پر لور سکورت او لیږدول کیږي.

مخکې تر دې د سوریې لومړي وزیر له هیواد څخه د ده د وتلو په اړه ګونګوسې رد کړې وې او ویلي یې و چې غواړي د دولتي ادارو او تاسیساتو د فعالیت او ولسي خلکو د امنیت ډاډ ترلاسه کړي.

نوموړي د حکومت انتقالولو ته امادګي ښودلې وه او ټینګار یې کړی و چې سوریه باید «آزادو ټاکنو» ته تیاره وي، څو خلک د خپلې رهبرۍ د انتخابولو په هکله تصمیم ونیسي. 

ترمپ: اسد وروسته له دې چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ وتښتید

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بشار الاسد د تښتیدو په اړه رپوټونو تر خپریدو څو ساعته وروسته په ټولنیزه شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره ویلي: «اسد تللی دی. د هغه ملاتړې روسیه، روسیه، روسیه د ولادیمیر پوتین په رهبرۍ کې نور د هغه حفاظت ته لیوالتیا نه درلودله.»

ډونالډ ټرمپ د سوریایي یاغیانو پوځي عملیات «بې ساري او په بشپړ ډول همغږې شوي» وبلل او لیکلي يې و چې په سوریې کې وضعیت بې ثباته دی. ترمپ ټينګار کړی و: «دا زمونږ جګړه نه ده، پریږده چې پخپله مخته لاړه شي. مداخله مه کوئ.»

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل